دميرمن کلتوري ـ ټولنیز بهير د ۷۸ رپوټ



دميرمن ادبي بهير اونيزه غونډه دوزارت معارف د غونډو په تالار کې دسولې نيازې په رياست کې تر سره شوه غونډه دراحلې نوري له خوا دقرآن عظیم الشان د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پرانيستل شوه.
په لومړۍ برخه کې دميرمن کلتوري بهير په کاري فعاليتونوباندې خبرې اترې وشولې او دميرمن ادبي بهيردویبپاڼې او نوروفعالیتونو دښوالې له پاره غوره مشورې وړاندې شولې دغونډ ې په اوږدو کې ښاغلې نعيمې غني خپله لنډه کيسه کره کتنې ته وړاندې کړله :
دود
رنګینه یې له مور او وړو خویندو او ورونو سره یوځاې دواده په کور لکه ډله ورننوتله
موریې رنګینې ته لږ ورنیږدې سوه ،دواړو یو ځاې پرته له کومې مخکیني خبرتیا او
دایرې یې په بدلو پیل وکړ
په درنه میچڼ اوړه شی لاونګینه
په درنه میچڼ اوړه شی لاونګینه
دعیدګل غولی مې پرش(فرش)دی زیړګلونه
.دعیدګل سترګې چې په رنګینې او موریې ولګیدې ،نو په
خوشحالې یې روغبړ ورسره وکړ،اوهغه کوټه یې وروښدله چې نورې ښځې پکې
ناستې وې ،دناستو ښځوسره ترستړې مشې وروسته دواړه کښیناستې انجونوپه سندرو
پیل وکړه،ددایرې اواز درنګینې په زړه ډیر بد اثر کولو،دسندرې له هرې نارې سره
یې پخوني یادنه تازه کیدل ،عجب ګل او دهغه ځوانې یې ورپه یاد کیدل ،که هغه اوس
ژوندي وای نو ښایې چې دعیدګل نه مخ کې یې خپل واده کړې وای ،ځکه چې دهغه
کوژده هم دعیدګل نه مخکې سوې وه ،بیا یې هغه ورځ ور یاده سوه چې ددسمال له
وړلو وروسته دعجب ګل مور دهغوې کورته ددې لپاره ورغلې وه چې عجب ګل په
مسافرې ځې اوغواړې چې نن ستاسو کره راسې چې خدای په امانې درسره وکړې
اودوروستې ځل لپاره مو ووینې اوبیا چې دهغې پلار ځنګه په زغرده ځواب وکړې
ؤ،چې داسې هیڅکله هم نه سې کیداې که غواړې چې داسې وسې نور کلې ته دی
ډوډي ورکړې ،اونیمایې ولوردی راکړی او خپله پښه دی راخلاصه کړی ،اوبیا
چې عجب ګل یې دمسافری نه مړ راوړې ؤ،له دې سره یې سترګې له اوښکو ډکې
سوې ،اوستونې یې ډک سو،خو وې نه ژړل اوځان یې غلط کړی ،انجونو لاهماغسې
سندره ویله په دی وخت کې دعید ګل مورکوټې ته راغله ،په هغې پسې عیدګل او
دوه کشروروڼه یې هم راننوتل ،اوله ښځوسره یې په ستړې مښې پیل وکړل،رنګینه
او نورې نجونې هم پورته سوې ،اوستړې مسې یې ورسره وکړله .ځینې اجونو خو
دعیدګل اودهغه دوروڼو نه مخ هم پټ نه کړ،ځکه هغه یې خپل ګڼلو رنګینه ډیره
حیرانه وه ،لکه لومړي ځل یې چې لیدلې وې،چې یو ځوان هلک دې له کومې نجلې
سره ستړې مشې وکړې ځکه خو بیا په چورتونوکې ډوبه شوه ،او وریاد یې شول چې
کله یې چې دعجب ګل مړی راوړی ؤ نو دې مورته څومره زارې کړې وې ،چې هغې
ته اجازه ورکړی ،اوله ځانه سره یې دعجب ګل جنازې ته بوزې ،خو چې کله یې پلار
داخبره اوریدلې وه نو په قهر سره یې ویلې وه،زه دومره بی غیرته نه یم چې دواده مخکې
دې هغه کورته ورپریږدم ،زما پلاراونیکه انګریز نه دی تیر سوي،چې دهغوي په څیر شم
سترګې یې له اوښکو ډکې سوې اوله ځانه سره یې وویل ،داټول دهغه غم وهلی ولور دلاسه
وشو ،هماغه بد مرغه و چې ما عجب ګل په مرګ هم ونه شو لیدی ،که نه زموږ په رواج
کې خو له پردو سره هم مخه ښه اوهرکلي شته .
نعیمه غنی
ګډونوالو پرکیسه خپل اندونه څرګند کړل او کيسې خوبۍ او خامۍ يې ليکوالې ته په ګوته کړلې
همداراز يادې شوې غونډې ته دګويټه اينسټيوټ کلتوري مسول محترم محمد ابراهیم هوتک هم خبرې وکړلې او په هغه کلني فيستيوال کې يې له ميرمن ادبي بهير نه دمرستې غوښتنه وکړله چې په راتلونکي مياشت کې به په کابل کې ترسره کيږي دغه راز دګویته انستیوت په مرسته یې دمیرمن بهیر له خوا دماشومانو لپاره دچمتو شوي کتاب دچاپ ژمنه هم وکړه.
دغونډې په و روستۍ برخه کې ازاده مشاعره وشوه چې د حاضرو ميرمنو په ګډون له نیمروز،غزني ،میدان وردګ ،کابل او لوګر له ولایتونو څخه هم خویندو خپل شعرونه دټیلفون پر کرښه ولوستل.
په غونډه کې د((پنځه )) په نوم داجمل تورمان شعري ټولګه،دسپوږمۍ وردګ دشعرونو ټولګه او (پښتانه په هندکې) دآغلې صفیه حلیم کتاب چې سالنګ خپرندویې ټولنې چاپ کړی او ددې ټولنې ریس محترم غوث الدین فروتن رااستولی و،دبهیر پر غړو وویشل سول.دغونډې په پای کې ګل مینه یوسفزۍ داوونۍ دبختورې نجلۍ په توګه وټاکل سوه او دمیرمن بهیر سوغات ورته ډالۍ شو.
په دغه غونډه کې دغو آغلو ګډون کړی و: پروین کنړۍ،پلوشه یوسفي،ساهره شریف، شکريه خروټې، زليخا ، نعيمې غني،سوله نیازۍ،مريم پيمان،صحابې خروټې،شهناز،عاطفه آشنا،فريدې ،حميدې،ګل مينې يوسفزۍ ،پاريسې خزان ،تورپېکۍ مومند،صالحې سروري،لیلما،کرشمه ،ښکلا ، زيتونه شمس نوابي،عزيزه افغاني ،آريانا ،ګلالۍ عمرخيل، برښنا ساپۍ، نظيفه نيازۍ،وږمه فضلي،نجيبه زمان ،آرزو کبيري،،مرضيه امین،رڼا، ،ماريا،مينې ،نجیبه اشنا، شګوفه ، لطیفه،راحلې نوري او جميلې ساپۍ.
دميرمن بهير دغه غونډه دمازدیګرنۍ او سمنک چې آغلې ستورۍ معارج چمتو کړی و،په خوړلوژيړ مازديګر څلورنيمې بجې ٤-٣٠ پاي ته ورسيدله.