د بدن د حجرو د جوړولو لپاره چیپونه جوړ شول

 د امریکا د اوهایو پوهنتون څېړونکو داسې کوچني چیپونه (Chips) جوړ کړي چې په بدن کې دننه د درملنې لپاره ناروغه حجره ترمیمولی شي.
د دوی له لوري جوړ شوي کوچیني یا نانو چیپونه په داسې ډول جوړ شوي چې دوې برخې لري. لومړۍ برخه یې د نانو تکنالوژۍ پر بنسټ ولاړه ده چې د انسان په بدن کې دننه بالغو حجرو ته مواد وړي او دوهمه برخه پخپله مواد پر یو بل د حجرو د بدلېدو لپاره یو ځانګړی ژوندی محصول دی.
دا نانو چیپونه پېچلیو او ستونزمنو لابراتواري چارو ته اړتیا نه لري او د اړتیا په وخت ورڅخه په اسانه کار اخیستل کېدای شي.
دا محصول په اسانه په یوه الیکتریکي چارج د ناروغ انسان په بدن کې خوشي کېږي.
څېړونکو په موږکانو او خوګانو دا عملیه وازمویله او د هغوی د پوستکو زیانمنې شوې حجرې ، چې وینه سمه نه وررسېده، په سالمو حجرو بدلې کړې.