د مبایل کارونه

د طبي چارو ماهران وایي چې د موبایل ډېرهکارونه د انسان اعصابو ته زیان رسوي.
 د موبایل کارونهاوس دومره زیاته شوې چې د ځینو خلکو پهجیبونو اولاسونو کې دیوه پرځای دوه یا درې موبایلونه لیدل کیږي.
موبایل د چا لپاره اړتیا او د چا لپاره د مزا حمت یوه وسیله گرځیدلې ده. 
خو اوس د طبي چارو ماهران وایي چې د موبایل ډېر استعمال د انسان اعصابو او د اورېدلو ځواک ته زیان رسوي.
 طبي څیړنې وایي، ډېرخلک چې ډېر وخت له موبایل سره تیروي، هغوی د نه اوریدو یا د اورېدلو ځواکله ضعیف کېدو شکایت کوي. 
ماهران وایی چی یو نفر چی په ورځ کی یو ساعت نه زیات موبایل ټیلیفون استعمالوی او خصوصا د ښي طرف غوږ ته یی نیسی نو څه موده پس د ځینو اوازونو په اوریدو کی د مشکل سره مخامخ کیږی.
ډاکټر مایکل هوفر وایی چی هغه څوک چي ډیر زیات موبایل استعمالوی هغوی د س . ف . ټ او ځ حروفو شروع کیدونکی غږونه سم نشی اوریدی.
هغه وایی: مونږ چی کله خبری کوو نو لکه د راډیو د غږ په شان په څپو او موجونو کی مو غږ خپریږی، نو که څوک په غوږونو دروند شي نو هغه ډیری هغه کلېمې نه اوری چی س، ف، ټ او ځ یی سرکې راځیډاکټران وایی چی په غوږ کی یو شان نری ویښته وی چی د اواز سرعت کنټرولوي. نو کله چی د موبایل ډیر استعمال کیږی نو دغه ویښته کمزوری شی نو بیا د اوریدو ځواکهم ورسره له منځه لاړ شی۰
څېړونکو د سلو داسی کسانو چی موبایل ټیلفون استعمالوي او پینځوسو داسی کسانوچی موبایل نه لري. د دواړو طرفونوڅیړنه کړې.
دا څیړنه چی دولس میاشتی وخت یی نیولی دی پکې معلومه شوېچې هغه کسان چی زیات وخت موبایل ټیلفون غوږ ته نیسي د هغو نورو په نسبت چې هیڅ موبایل نه گرځوې د اوریدو ځواکیې ډیر کم شویدی۰
د موبایل ټیلفون نه علاوه هغه خلک هم د اورېدو له نعمت څخه بې برخې کېدونکي دي، څوک چې د سندرو یا د لوبولړۍ په ژوندۍ بڼه له راډیو اوري او راډیو هم په غوږ پورې نږدي نیسي  یا یی د غواږي (ګوشکي) له لورې اوري هغه ډاکټران چی د غوږ پوزی ستونی سر او غاړی د مرضونو علاج کوي واييچې هر څوک چی تیز غږونه یی غوږ ته متواتر رسیږی، د هغوی د اوریدو ځواک په خطرکې دی.
 د موبایل ټیلفون کارونکو ته ډاکټران دا مشوره ورکويچې دوي کله غوږونو باندې گرمي احساس کړي، یا یو څه درانه ورته احساس شي نو باید یو څه وخت دپاره د موبایل ټیلفون نه ځان وساتي، که چېرې په غوږو کې شرهاراحسا س کړيدا په دې مانا دی  چې کڼید و ته ورنیزدې شویدی.
 ددی نه علاوه مباییل ټیلفون کیڼ لورې زړه دپاسه جیب کی اچول هم دزړه دحملی لاعمل کیدای شي او د پطلون جیب کې د تیلفون ساتل کیدای شي چه دجنسي کمزور تیا لاعملشي.
 له موبایل ډېره ګټه اخستنه د انسان لپاره زیات خطرناک دی باید کوښښ وکړئ چې  د اړتیا په وخت کې ترې ګټه واخلۍ او له ډیره استعمال نه ډډه وکړی.