په روسيه كې د پښتوژبې استاد كانستانتين لېبېديف نوي كلن شو

پوهان او په ځانگړي ډول ژبپوهان د ولسونو تر منځ د اړيكو د ټينگښت لارښوونكي او مخكښان دي. كه دا ومنو نو كانستانتين الكساندرويچ لېبېديف په روسيه كې د ختيځ پوهانو، افغانستان پوهانو او پښتو پوهانو د څو نسلونو مخكښ لار ښوونكى او غښتلى استاد دى . استاد لېبېديف د ژونداويا كاله د پښتو ژبې او افغانستان پېژندنې تحقيق او تدريس ته وقف كړي دي. په پښتو ژبپوهنه او افغانپوهنه كې يې تر 110 زيات كتابونه، رسالې او مقالې ليكلې دي .
په روسيه كې د پښتو ژبې د زده كړې د پاره درسي كتابونه، د پښتو ژبې گرامر، روسي _ پښتو او پښتو _ روسي جيبي، درسې واړه او لوى قاموسونه ، په روسي ژبه د پښتو دشفاهي ادبياتو، كلاسيكو او معاصرو ادبياتو (نكلونو، لنډو كيسو، متلونو او لنډيو ) منظومې او منثورې ترجمې او د پښتنو د تاريخ او فرهنگ په باب څېړنيزې رسالې او مقالې د استاد لېبېديف د اثارو محتوا جوړوي .
سږكال چې د تير په څير د مارچ په شلمه نېټه د د هغه د زوكړې ورځ د باستاني نوروز د طراوت په ملتيا نمانځل كېږي ، جالبه داده چې لېبېديف په نوي كلنۍ كې هم په هماغه درسې خونه كې خپلو شاگردانو ته د پښتو سبق وايي، چېرې چې يې اويا كاله مخكې پيل كړى و .
كه تاسې وكولاى شئ دمباركۍ د يو پيغام په ترڅ كې، افغان فرهنگ او پښتو ژبې ته د لېبېديف د خدمتونو يادونه او قدر داني وكړئ ، دا به د نورو ښېگڼو تر څنگ د نورو خادمانو لپاره د تشويق ښه الهام وي .
په درنښت
شيرحسن
ليكنې او پيغامونه په دې ادرس راواستوئ :
sherhasan@gmail.com

talafghan@gmail.com