په مبايل وېښتان اصلاح کړئ!!!



 ليکنه: نوراحمد عايل
دا مبايل چې تاسې يې په انځور کې وينئ؛ کارونکو ته دا اسانتيا په واک کې ورکوي چې سربېره په اړيکې نيولو په مبايل وېښتان هم اصلاح کړي ، که چېرې له سلماني څخه لرې يئ ، او يا هم کله درباندې ناوخته وي ،چې سلماني ته لاړشئ، نو دا مبايل دا اسانتيا لري، چې تاسې وېښتان پرې اصلاح کړئ
د ټکنالوژي په پرمخيون اوس تليفونونه هم پر يوه کار سربېره ډېر کارونه کولاى شي ،چې د بېلگې په توگه يې دلته لولئ.
ايا کله مو داسې فکر کړى چې يو وخت به په خپل مبايل وېښتان هم اصلاح کولاى شو!؟
دا مبايل چې Shave Mobile نومېږي ؛چين جوړ کړى دى. سربېره پردې چې يو مبايل دى او ستاسې اړيکې له نوروکسانو سره ټينګوي يو ښه وېښتان اصلاح کوونکى ماشين هم دى
دا مبايل ٢،٦اينچه سکرين لري، له بلوټوټ،ايف ايم راډيو او دوه ميگا پيکسل کمرې څخه هم برخمن دى.