خوشال آصفي نه پیژنم خو د یوې وروستۍ لیکنې لینک یې راسره ملګري شریک کړ چې له لیدو وروسته مې د «ژورنالیست» او «ښوونکي» پر کلمو ترس راغی. د نوموړي د تفصیلي بیوګرافي، چې روهي ویب پاڼه کې پرته ده، له مخې آصفي د هیواد له خصوصي پوهنتونو څخه په سیاسي علومو کې لیسانس او ماسټري کړي دي. د هغه په وینا «سیاست او ژورنالیزم» سره د مینې له کبله یې په رسنیو کې کار پیل کړی او اوس د یوې خصوصي راډیو د مدیریت تر څنګ په بیلا بیلو خصوصي پوهنتونو کې د ښوونکي په توګه کار کوي.
«سیاست» او «ژورنالیزم» سره په یو ځای مینه د شهرت د لیوالتیا یوه لویه نښه ده. لدې هاخوا، آصفي رسنیز ډګر کې د خدمت (!) په موخه روهي ویب پاڼې ته لیکل هم کوي چې تر ډیره یې خپل علمي (!) او مستند (!) تحلیلونه دي. د دوه وروستیو تحلیلونو (!) له لوستو یې په لیکلو کې ښکاره تناقض راته ښکاره شو. په یو ځای کې یې اشرف غني د دې لپاره ښه ستایلی چې ګواکې «د افراطي ملا صبور په خوله (یې) د افغانیت کلک ګوزار ورکړ» او غازي امان الله خان یې «د ټول ولس قهرمان او د تاریخ اتل یاد کړ». په بل ځای کې یواځې یوه ورځ وروسته په حکومت د دې لپاره کلکه نیوکه کوي چې «هغه څه یې (ځوانانو) ته ندي کړي چې ورته ژمنې ورکړل شوې وې».
وروستۍ لیکنه یې د «ډالري ملا صبور؛ بیا مست شوی» تر سرلیک لاندې کښلې ده. لیکنه کې یې د مولانا عبدالصبور او جمعیت اصلاح په اړه د خواله رسنیو د «روایاتو» په استناد لوی تورونه پورې کړي دي. د کومې مرجع له ذکر پرته یې په لومړیو کرښو کې هڅه کړې د لوستونکي په ذهن کې د مولانا، چې د لیکنې موضوع ده، په اړه ناسم تصور جوړ کړي. څو کرښې وروسته زیاتوي چې مولانا ویلي «د انګریزانو په مقابل کې د امان الله خان جنګ غزا نه بلکې بغاوت و». د ژورنالیستیک صداقت او امانت غوښتنه دا ده چې د دومره مهمو خبرو لپاره مرجع ذکر شي او یا حد اقل که د مولانا خپله خبره انتقال شوي وي د وړو قوسونو تر منځ ولیکل شي.
د «سیاست او ژورنالیزم» ماسټر او د یوې خصوصي رادیو «مدیر» لدې وروسته په ډیره ساده ګي کاږي چې «د ټولنیزې میډیا ځینې کار کوونکي بیا د ملا صبور له خولې وايي چې ویلي یې دي څوک چې د خپلواکۍ جشن لمانځي مرګ یې روا ده ځکه چې امان الله خان کافر وو». لدې ټکو په ورایه څرګندیږي چې آصفي د مولانا خبرې نه اوریدلي او نه یې د لوستلو زحمت ګاللی دی، بلکې د الوتي طوفان په څپو کې لاهو شوی او د تا ویل او ما ویل پر بنیاد یې د نوم ښکلو په تکل په مولانا او جمعیت اصلاح پسې راخیستې ده، پداسې حال کې چې مولانا عبدالصبور پر فیس بوک خپله پاڼه لري او نظرونه او مواقف یې ترې خپریږي. زما د معلوماتو په اساس مولانا عبدالصبور د خپلواکۍ ورځې په مناسبت د جمعیت اصلاح له لوري جوړ شوي جشن کې برخه اخیستلې ده چې انځورونه یې په فیس بوک او د جمعیت اصلاح په ویب پاڼه خپاره شوي دي.
آصفي د رسنیو د یوه کارکوونکي په توګه، پرته لدې چې د بیان او فکر ازادي اصل ته پام وکړي، په پای کې د مولانا د زنداني کولو وړاندیز کوي او زیاتوي چې «حکومت د ملا صبور خبرې بابیزه ونه بولي ګنې خدای مه کړه سبا ته به یو ملا صبور په لسګونو ملا صبوران شي او بیا به مو د تاریخ هر ستر شخصیت د دغو وایروسونو له ضرره په امان نه وي پاتې».
د یو عادي شخص لپاره له څیړنې، معلوماتو او شواهدو پرته قضاوت کیدای شي ډیر غیر عادي کار نه وي خو د «سیاست او ژورنالیزم» ماسټر او د رسنیو د یوه کارکوونکي لپاره نه ښايي چې د خواله رسنیو د روایتونو په اساس شخصي عقدې خلاصې کړي او لکه څنګه چې مولانا عبدالصبور د یوه دیني عالم او مطرح ټولنیز شخصیت په توګه له نقد څخه پاک ندی، د خپلواکۍ اتل غازي امان الله خان د ژوند بیلا بیلې برخې هم د یوه تاریخي شخصیت په توګه د څیړنې او نقد وړ دي.
د هرې بلې تاریخي دورې په څیر اماني دوره هم ژورې مطالعې ته اړتیا لري چې له ګڼ شمیر ښیګڼو او طرحو یې د هیواد د جوړولو لپاره ګټه اخیستلای شو او د هغې دورې له خامیانو د اوس او راتلونکي لپاره ګټور درسونه اخیستل کیدلای شي. د تاریخ هر انساني کرکټر له نقد څخه پورته کول د یوې ټولنې د علمي جمود پیلامه جوړیدلای شي.
وروستي