ولې په ټولنه کې ټولنیزې ستونزې او خپل مینځي اختلافات رامینځته کیږي؟


لکه څرنګه، چې افغانستان یو د اسلامي هیوادونو له جملې څخه ده او تقریباً زیات وکړي یې مسلمان دي د اسلام د مبارک دین تر سیورې لاندې خپل ژوند تیروي.
خپل ځانونه د اسلام ټولو اصولو، قواعدو، قوانینو ته قایل بولي او دا هم د څوارلس سوه کالو راپدې خوا ثابته ده، چې د اسلام دین یو کامل، پوره او د صلحې دین دی؛ چې دمسلمانانو د ښه ژوند تیرولو لپاره پکې یو داسې قانون وجود لري، چې دانسان دُنیاوي او اُخروي ستونزو د حل لارې لاري.
خو پوښتنه دا پیدا کیږي، چې ولې د دومره یو جامع قانون په درلودلو سره مسلمانان بیا هم په خپلو مینځونو کې یو د بل سره په بیلا بیلو مسأیلو اختلافات لري، او ورځ تر بلې یې هغه د دوستۍ، ورورۍ، همکارۍ فضأ په نفرت، کرکه، دُښمنۍ، باندې بدلیږي؟
د دې پوښتنې د ځواب لپاره زیات علتونه شته؛ لکه فقر، بې وزلي، د علم کمښت او داسې نور...
خو پدې لیکنه کې یو لوی عامل ته اشاره شوي ده، چې دا علت زما په نظر د خلکو ناخبرتیا د خپل دین څخه ده؛ چې دوی په خپل دین کې پوره معلومات نه لري.
کله چې ورته د ژوند په کومه برخه کې مشکل، ستونزه، یا د دوی ترمینځ اختلافات پیداشي، د دې پر ځای، چې په اسلامي شریعت باندې پریکړې (فیصلې) وکړي او خپلې ستونزې پرې هوارې کړي، په نورو ناروا دودونو، رواجونو، لکه قومي رواجونه، قومي نرخونو باندې فیصلې کوي، چې زیاتره دا دودونه، رواجونه داسلامي شریعت سره په ټکر کې دي، پدې اړه په قرانکریم کې داسې راغلي دي.
(وَمَنْ لَمْ یَحْکُمْ بِمَا أنْزَالله فَاُولّئکَ هُمُ الْکَافِرُوْنَ.(المائده ۴۳۵)
(وَمَنْ لَمْ یَحْکُمْ بِمَا أنْزَالله فَاُولّئکَ هُمُ الْظَا لِمُونَ.)(المائده ۷۴۴)
(وَمَنْ لَمْ یَحْکُمْ بِمَا أنْزَالله فَاُولّئکَ هُمُ الْفَاسِقُونَ.)(المائده ۴۶)
ژباړه: اوهغه خلک چې دالله عزوجل په رالیږل شوي نظام فیصله نکوي نو هغوی کافر دي، هغوی ظالم دي،هغوی فاسق دي )
ددې څخه معلومیږي، چې که مونږ په اسلامي شریعت فیصلې ونه کړو، نو مونږ په فاسقانو کې هم حسابیږو او فاسقان هیڅکله بریاته نه رسیږي، چې دې موضوع ته الله (ج) په قرانکریم کې داسې اشاره کړي ده (فَلَمّاَ زَاغَ الله ُ قُلُوبَهُمْ وَاللهُ لَایَهْدِيْ الْقَوْمَ الْفَاسِقِیْنَ)(الصف ۵)
(ژباړه : کله چې هغوی له حق نه بې لارې شول نو الله پاک یې زړونه کاږه کړل، اوالله پاک فاسقانو ته سمه او روغه لارنه ښایي ).
همدا وجه ده، چې اوس مسلمانان په زیاتو ستونزو کې دي، اومشکلات یې ورځ تربلې په زیاتیدو دي هیڅ سمه لاره نه مومي .
دلته لویه ستونزه داده، چې دخلکو په اذهانو کې دغه غلط رواجونه یا نرخونه سم ورپیژندل شوي دي، او داسې فکر کوي، چې دغه قوانین چې دانسان په لاس جوړشوي دي سم دي، د دې لپاره باید لاندې څو تو پیرونه په مینځ دشرعي قانون یا هغه قانون، چې مونږ ته دپریکړو لپاره په قرانکریم کې رالیږل شوي، او دهغه قانون، چې انسانانو په خپل لاس دستونزو دحل لپاره جوړ دی پوه شو.
لومړي توپیر: انسان یوازې په جاري، او تیره زمانه پوه لري، نوکوم قانون یا قاعده، چې جوړه کړي، کیدای شي، چې دتیرې زمانې د تجروبو او اوسني حالاتو سره سمون ولري، خو د راتلونکي زمانې په اړه معلومات نه لري، ایا دا به دراتلونکي حالاتو سره سمون ولري؟
خو الهَي قانون چې خدای (ج) جوړ دی اوخدای (ج)په اوس، تیرو اوهم په راتلونکي حالاتو پوره اګاهي لري، نو هرومرو به قاعده یا قانون د ټولو وختونو لپاره صدق کوي.
دوهم توپیر: لکه څرنګه چې پوهیږو انسان یو مخلوق دی، اومخلوق په خپل اصل کې، فقر اواختیاج شامل دی، نوکومه قاعده یا قانون، چې جوړوي، حتماً به د نیمکړتیاوو سره مل وي، خو الله چې یو بې نیازه، بې اختیاجه ذات دی، هره قاعده اواصل یې بشپړ او کامل دی هیڅ ډول نیمکړتیا په قانون کې نه لري.
دریم توپیر: عقلي قانون د اتحاد پرځای د افتراق باعث ګرځي؛ لکه څرنګه چې مونږ اوس وینو؛ دا نننی دور د همدې عقلي نظامونو په اساس په اختلافاتو اووینې تویولو اخته ده.
خو الهي قانون د افتراق پرځای د خپل منځي مینې، محبت، ورورګلوۍ، اتحاد، یو د بل سره د مرستې او همکارۍ په اړه اصول وړاندې کړي دي.
ښه بیلګه یې د اصحابو کرامو ژوند دی، په څومره نیستۍ او فقر کې یې څومره ښه د مینې، محبت ژوند درلود، تل به په ستونزو کې یو د بل همکار وو او یو د بل غم یې شریک بللو.
څلورم توپیر: انساني قوانین یوازې د دُنیا د چارو د سمون لپاره په کاریږي، دیني او اخروي چاروته یې دومره توجه نه وي، خوالهي قوانین هم د دُنیا اوهم د اخرت لپاره دي؛ یعنې په پلې کولو سره یې انسان د دُنیا او آخرت نیکبختۍ، اوخوشالۍ لاسته راوړي.
پینځم توپیر: دې خبرې ته په کتو؛ چې هغه څوک چې خالق وي، هغه مالک هم وي، کله داسې کیدای شي، چې دُنیا او محلوقات یو څوک پیدا کړي او د هغې محلوقاتو د اصلاح لپاره دې بل څوک راپورته شي، او قوانین دې وضع کړي، پداسې حال کې، چې پخپله پیداکوونکي هم د دې مخلوق د اصلاح په خاطر قانون رالیږلئ وي.
خو بدبختانه، چې د دې ټولو دلایلو باوجود بیا هم مسلمانان په طاغوت یا شیطان فیصلې کوي، طاغوت یا شیطان څنګه فیصلې کوې، پدې اړه هم غواړم لوستونکي پوه شي، چې په ټولنه کې طاغوت یا شیطان څنګه ظوهور کوي، لومړۍ راځو چې طاغوت اوپیژنو.
په معنا هم زیات استعمالیږي.او د اصطلاحي تعریف په اړه امام مجاهد ویلي دي، چې طاغوت د انسان په شکل کې شیطان وي چې هغه ته خلک د خپلو شخړو دپریکړو لپاره ورځي او دی د هغوی حاکم اوقاضي وي
بل ځای کې د طاغوت په اړه ابن جریر (رح) فرمایي (( دالله تعالی په مقابل کې، هر سرکښ او باغي ته، چې دهغه عزوجل څخه پرته یې بنده ګي وشي طاغوت ویل کیږي))
دتفسیر دپوهانو دپورتنۍ څیړنې څخه څرګندیږي، چې کاهن، ابلیس، بت او هغه طاغوت دی، چې د الله تعالی د حاکمیت پرځای خپل حاکمیت مسلط کول غواړي، پخپله د انسان نفس هم طاغوت دی، چې د هغه پر اساس دی بغاوت ته تیاریږي.
د پورته څرګندونو په اثبات غواړم لوستونکو ته دا په ډاګه کړم، چې دغه اوسني مشران، نرخیان، د قومونو مشران او سپین ږیري، چې هیڅ دیني مطالعات نه لري، د یوې مسئلې په اړه په خپل سر بې لدې؛ چې حق اوحقدار اوپیژني، په شرعي اصولو کې یې اوګوري، فیصلې کوي، ګرانو لوستونکو قضاوت تاسو وکړئ، چې دوی د طاغوت سره څه توپیر لري.
نو ولې د دې طاغوتیانو پواسطه خپلې مسئلې حل کوؤ، پداسې حال کې، چې خدای (ج) راته یو لوی قانون او د ستونزو د حل لارې رالیږلې دي، دې موضوغ ته په قران کریم کې، داسې اشاره شوي ده. (وَاَنْزَمَعَهُمُ الْکِتَاب بِا الْحَقَّ لِیَحْکُمْ بَیْنَ النَّاسِ فِیْمَ خْتَلَفُو فِیْهِ )(دبقرې سورت ۲۱۳ایات)
ژباړه: (اوهغوی سره یې حق کتاب هم ولیږه تر څو د خلکو په منیځ کې د پیښ اختلاف پریکړه وکړي)
مخکې مو هم ذکر کړل چې هغه څوک، چې د الله په رالیږل شوي، قانون یعنې (شریعت )باندې فیصلې نه کوي، هغوی ظالمان دي، هغوی فاسقان دي، اوهغوی کافران دي، یعنې مونږ اوس د کفر تر سرحده رسیدلي یو، ګرانو لوستونکو دغه زمونږ مصلحین چې تور واسکټ، توره لونګۍ اوسپینې جامې یې اغوستي وي، او خپل ځانونه پوه، هوښیاران بولي اودغه غیر شرعي فیصلې ورته سمې ښکارې، دغه فیصلې دوی نه کوي.
دا هغه شیطان دی، هغه طاغوت دی، چې د فیصلې کوونکي پرژبه کیني، او هغه فیصلې کوي، چې دوه مسلمان وروڼه په جنګ سره اړوي، اویوه کوچنۍ مسئله دومره لویه کړي، چې دواړه جانبه د تباهۍ کندې ته غورځوي، ګرانو لوستونکو تاسو به هم په خپل چاپیریال کې داسې مسئلې لیدلې وي، چې داسلامي شریعت پرځای په نورو دودونو لکه نرخ، رواج اودسې نورو قوانینو فیصلې کړي وي، ایا د دې نتایج مثبت وؤ؟
نه هیڅکله نه ځکه دا موضوع په قرانکریم کې داسې واضح شوي ده.
((فَمَنْ یَکْفُرْ بِاطَاغُوتِ وَیُؤْمِنْ بِا الله فَقَدِسْتَمْسَکَ بِالْعُرْوَةَ الْوُثْقَّی لَا نْفِصَامَ لَهَا وَ اللهُ سَمِعً غَلَیْمَ)).(البقره ۲۵۶)
ترجمه: (اوهر چاچې له طاغوت څخه مخ واړوه او په الله ایمان راوړ، نو په تحقیق سره یې د الله تعالی په مخکمې رسۍ منګولې ولګولې، چې هیڅکله شلیدونکي نه ده، او الله په هر څه پوه او اوریدونکی دی.)
یعنې د پورته ایات څخه معلومیږي، چې پرته د اسلامي شریعت په بل قانون، رواج پریکړې کول هیڅکله ښې پایلې نه لري. هغه وروڼه چې د خلکو تر مینځ فیصلې کوي، او ځان تر نورو هوښیار ګڼي اوخپلې فیصلې غوره بولي. ښه به دا وي چې دوی دغه مسئلې دیني فقهاوو، قاضیانو ته راجع کړي، ترڅو دوی اوهم دا مظلوم ولس د دې درندې او تباکوونکي پایلې څخه وژغورل شي، اودقیامت پر ورځ د لویو طاغوتیانو او شیطانانو په کتار کې ونه دریږي.
داهم باید په یاد ولرو چې دیني عالمان، قاضیان او نور فیصلې کوونکي د پریکړو پر مهال دعدل او انصاف څخه کار واخلي، ځکه چې زمونږ ستر پیعمبر محمد (ص) دې موضوع ته داسې اشاره کړي ده. ((لَا تَزَلُ هَذِهِ الْاُمَّةَ بِخَیْرٍ ما اِذَ قَا لَتْ صَدَقَتُ وَ اِذَا حَکَمَتُ عَدَلَتْ وَاِذَ سْتُرْ حِمَتْ رحَمْتُ))
ژباړه: (ترهغه وخته پورې به دا امت (زما امت)په خیر اونیکۍ کې وي، ترڅو چې دوی په رښتیا وینا کوي، اوکله چې حکم کوي، عدالت کوي، اوکله چې ورڅخه درحم غوښتنه وشي، رحم اومهرباني کوي.)
د پورته حدیث څخه ثابتیږي، چې مونږ ولې تل په ستونزوکې یو، همدا علط دی، چې د مسلمانانو ترمینځ رښتیا ویل نشته، عدالت نشته، او رحم نشته هغه مصلحین، اوپه ټوله کې دیني عالمان چې دوه مسلمان د مسئلې د حل په موخه ورشي، نو لومړۍ دوی ورته دا وایي، چې ته څومره پیسې راکوې، او ته څومره پیسې راکوې؟
یعنې حق او ناحق اوس پیسې معلوموي، نه دینې قواعد، یعنې اول حق د هغه چا دی، چي زیاتي پیسې ولري نو دپور ته حدیث په اثبات څنګه به دا ټولنه په خیر اونیکۍ کې شي؟ نوګرانو! مصلحینو لږپرخپل ځان رحم وکړئ، لږ په دې غریبه ټولنه رحم وکړئ، ولې هم ځان او ولې دا ټولنه د تباهۍ کندې ته غورځوئ.
وروڼو! دُنیا فاني ده هر څه د الله دي، او الله ته پاتې کیږي، باید دغه کم وخت چې مونږ یې په واک کې لرو، یو د بل سره یې په خوشالۍ تیر کړو یو د بل سره مرسته او همکاري وکړو ځکه هغه وخت الله د انسان سره مدد کوي، چې دا انسان د بل انسان سره مدد وکړي، خدای دې په پورته خبرو اول ماته د عمل توفیق راکړي، او بیا نورو ټولو مسلمانانو وروڼو ته .
ومن الله توفیق.