
امریکایان لکه د روسانو په شان ډیر ناوخته پدې پوه شول چې دوی(روسان) په افغانانو کی په ځانګړی ډول، حتا په دیموکراتیک ګوند کی ډیر محدود کسان لرل چې د د وی یرغل ته یی سر ټیټ کړی وو او د روسانو ملاتړیی کوه او نو ر هیڅ افغان روسان په خپل هیواد کی نه غوښتل.
همدارنګه کله چې روسان په دی پوه شول چې نور یی له وصه پوره نه ده، چې به په افغانستان کی خپل مطلب تر لاسه کړی او افغانان یی هم نه غواړی نو ددی په لټه کی شول چې غور وکړی تر څو زموږ د ګران هیواد اقفانستان څخه پښی سپکی کړی او خپل عسکر وباسی.نو ځکه د وتلو د لارو چارو په لټه کی شول. .
د روسانو لومړۍ کار دا وو چې ببرک کارمل یی له قدرت لری کړ او د هغه پر ځای یی ډاکټر نجیب الله په ګدۍ کیناوه. دا ځکه چې د ببرک په موجودیت کی د روسانو نوی سیاست نه شو پلی کیدلی،چې هغه د افغانانو تر منځ روغه جوړه وه چې اخیری مطلب د روسانو بیا هم له افغانستان څخه وتل وو .هغه وو چې نجیبالله یی ر مخی ته کړ او د ملی روغی جوړی سیا ست یی په کار واچوه.
متل دی چې وایی خبره د الله(ج) لپاره کوه لوړ(ډانګ) د ورور او زوی لپاره وهه.نوکه د ډاکټرنجیب الله د تاریخ وروستي کالونو ته وګورو روښتیا هم چې هغه کوشش کاوه تر څو په افغانستان کی د افغا نانو ترمنځ ملي په خولینه راولی.
ولی په تاسف سره باید ووایو چې د ملی روغی جوړی سیاست د ځینو عواملو پر بنسټ له ناکامۍ سره مخامخ شو چې د ځیینو مهمو یادونه پدی خاطر باید وکړو چې تاریخ بیا تکراریدونکی دی.
لومړۍ د افغانی مجاهید ینو تر منځ هغه اختیلافونه چې په پاکستان کی د آی اس آی لخوا اچول شوی وو،ددی سبب شول چې مجاهیدین ونه شی کولای په راتلونکی کی په کابل کی یو قوی او مرکزی حکومت جوړ کړی، ځکه دایی د پاکستان لپاره خطر ګاڼه او اوس یی هم ګڼی.نو ځکه مجاهیدینو ونه شوه کولای تر څوپه یوه خوله د ډکټر نجیب الله سره یوی نتجی ته ورسیږی. .
دوهم متل دی چې وایی قمار وبیله ولی حریف له لاسه مه ورکوه .نو که یوی خواته روسانو په فغانستان کی ماتی خوړلی وه دا پدی معنی نه وه چې ددوی لپاره نور نو افغانستان اهمیت نه درلود او له یو سره یی خوشی کړی. افغانستان د روسانو لپاره هر وخت د اهمیت وړ دی او وی به. چې یوه ښه بیلګه یی همهغه ده چې کله شوروی اتحاد ړنګ شو او خپله په روسیه کی هم یو ډول بهرانی حالت وو روسانو نو بیا هم په افغانستان کی له مداخیلی څخه لاس وانه خیست چې ښه مثال یی د ربانې د تښتیدلې حکومت سره کومکونه وو.
له بلی خوا یی په دیمکرتیک ګوند کی د خپلو یو شمیر قسم خوړلو اجیرانو سره مخکی له مخکی ګوتی پتی کړی وی، تر څو په راتلونکی حکومت، چې د روسانو له وتلو څخه وروسته په کابل کی منځ ته راځی، د روسانو ونډه وساتی او هغه له منځه لاړه نه شی. .
همهغه وه چې دغه دیموکراتانو(پرچمیان) په شمال د افغانستان کی د نجیب الله د واکمنۍ پرخلاف د مرکزی حکومت څخه په سر غړونه د جنرال بابا جان ،جنرال مومن او جنرال دوستم په قیادت د ازادۍ اعلان وکړ چې وروسته شورای نظار(جمعت اسلامی) د احمدشا مسعود تر رهبری لاندی ور سره یو ځای شول چې بلاخیره یی د کابل واګی په لاس کی واخیستل .
په شمال کی ددغه ایتلاف جوړیدل له بدو پیلو خالی نه وو او ډیری ناوړه پیلی یی د ځانه سره رامنځ ته کړی او زموږ ګران هیواد له یو ویر لا نه وو خلاص شوی چې د دوهم ویر لپاره یی شرایط جوړ کړل، هغه داچې ددیموکراتیک ګوند دوهمه خوا (خلقیان) د خپلی بقا لپاره قرار کشی نه ناستل او هغه وو چې دوی د حزب اسلامی د حکمتیار تر رهبرۍ لاندی سره راټول شول او چې وروسته څه وشول موږ ټول ښه پری خبر یو. .
د ډاکټر نجیب الله د ملی روغی جوړی د ناکامۍ بل اساسې علت پخپله د غربیانو(ناټو) په سر کی د امریکایانو په غاړه ده، چې افغانستان یی په یو داسی حالت کی پریښود لکه یو د جراحۍ طبیب چې یو مریض چې زړه یی هم تری باسلۍ وی د عملیات پر میز خوشی کړی او دغه جراح تری لاړ شی،افغانستان یی په یو داسی حال کی پریښود. نوغربیانو په سر کی امریکا د افغانانو څخه نه یوازی ددی مننه وکړه چې د افغانانو د سرو وینو په زور یی له یوی خوا د روسانو څخه خپل زاړه مړې ورته وګټل چې په وتنام کی یی پر روسانو باندی پاتی وو او بله خوا یی هغه لوی سیال(ورسا) چې په هر کنج د نړۍ کی به د ناټو د ګټو
خنډ کیده له مخی لري کړ.دا ددغه ولس زور وو چې ناټو یی د نړۍ خوراک ته بیغمه کړه.
اوسی پدی کی شک نه شته چې ناټو به په افغانستان کی په تنګ نه وی راغلی او یا به په تنګ نه شی(د ناټو لرلید تر عنوان زم لیکنه وګورۍ). ناټو باید په هر صورت دغه اشغال ته د پای ټکی کیږدی او په ابرومندانه ډول له افغانستان څخه ووزی، تر څو دلته نوری نو د افغانانو وینې توی نه شی او هیواد یی نور وران او ویجاړ نه شی، اوبل طرف ته د غربی نړۍ هغه بی ګنا عسکر چې هغه د خپلو مورګانو له خوا یو،یو په ډیر ناز سره لوی کړ شوی دی او په یوه بی مفهومه جګړه کی له منځه ځی ختمه پیدا کړی . .
وایی چې په خره سواریدل یو شرم وی او له هغه ښکته کیدل دوهم شرم ښه اوس چې د امریکا د کانګریس ځینی نمایندهګان دې ته سر ټیټ کړی دی چې له افغانستان څخه غواړي خپل فوځیان راوباسی، افغانان باید د امریکایانو ددغه نظر هرکلي وکړی او د امریکایانو سره یوی داسی پریکړی ته ورسیږی تر څو نه کباب سوی وی اونه سیخ، پدی معنی چې امریکایان باید په خپل سر لاړ نه شی ، لکه چې راغلی وو.یا په بل عبارت کله چې امریکایانو پر افغانستان یرغل کاوه بدون د څو محدودو کسانو(شمالی ټلواله) څخه یی نور هیڅ یو افغان ددی یرغل طرفدار نه وو.نو امریکیان باید د یوه منظم پلان سره لاړ شی او د امر
یکا کانګریس باید دا خبره ونکړی چې په ۳۰ ورځو کی له افغانستان څخه وتل غواړی، ځکه افغانان په ډیره بده ورځ کی قرار لری نه شی کولای چې خپل ځانونه زرسمبال کړی.
د امریکایانو بدون له مقد یمی وتل له افغانستان څخه نه تنها به د افغانانو سره دوهمه غټه جفا وی ،بلکی د هغه تعداد غربیانو لپاره چې په افغانستان کی مړه شوی اود هغوی کورنیو ته به هم لوی توهین وی.او دا دومره لاسته راوړني چې تر اوسه پوری په افغانستان کی تر لاسه شوی دی دا به هم اوبو ته وغورځول شی او د ناټو دا دومره های هوی نو د څه لپاره وو؟ .
.
په اخیر که په هم هغه پخوانۍ خبره د افغانانوښه سر خلاصول غواړم چې ګورۍ هوښیار اوسۍ او سره یو شۍ، تاریخ بیا تکراریږی. په ډیره لږه اشتبا به نه تنها یو ډیر تاریخی چانس له لاسه ورکړی،بلکی هیواد او ولس به بیا در په در کړی،نوباید اتحاد وکړی او یوموټی شی،ځکه وخت موږ ته نه ودریږی .
وګورۍ افغانانو! لږ سرونه خلاص کړی، پاکستان ،ایران روسان ، امریکایان او ټول غربیان چې کله سختی پری راشی نو خپلو جوړو کورونو ته ځی او وران ویجاړ افغانستان موږ ته راپریږدی .که موږ افغانان سره یو نه شو او د بیګاناګانو له بنده ګی ځانونه راونه باسو نو نوم او نښان به مو حتمي له منځه ځی او ټول له یو سره ورک کیږو. .
.
په اخیر کی وایم چې :ژوندی او سرلوړی د وی زموږګران هیواد افغانستان .ژوندی د وی د افغانانو په منځ کی ملی یوالی. څوک چې ګران افغانستان د بیګانه په لمڅون ورانوی د لوی الله (ج) څخه ورته د نیکۍ هیدایت غواړم که ورته نه کیږی د نابودی غوښتونکی یی یم.
انشالله چې حق به هر وخت بری وی.
ګل مرجا ن منګل