د شال پښتو ادبي بهير  اوونيزې غونډې رپوټ


شال پښتو ادبي بهير
 حبيب الرحمن تاثير ه کوټه
د لوی څښتن په سپېڅلي نامه
درنو ملګرو! د شال پښتو ادبي بهير له اوونيزو غونډو څخه يوه بله غونډه وسوه دا غونډه د زيارت په ورځ چي د مارچ د مياشتي له څلورمي نېټې سره سمون خوري په كوټه كي د شال پښتو ادبي بهير پرله پسې څلورمه غونډه وسوه، په دې غونډه كي چي بهرام حنيفي د قرآن كريم په مقدسو اياتونو سره پرانيسته او د ښاغلي خليل منور په مشرۍ كي وسوه چي د نظامت چاري يې ډاكټر شفيع الله سايل ترسره كولې په دوو برخو وېشل سوې وه، په لومړۍ برخه كي د حبيب الرحمن تاثير په نظميه غزل باندي كره كتنه وسوه او ملګرو ډېري په زړه پوري خبري او كره كتنه وكړه او په دويمه برخه كي پښتو ازاده مشاعره وسوه.
د شال پښتو ادبي بهير په تېره غونډه كي هم موږ د يو داسي چا لپاره فاتحه واخيستله چي شايد مېږى به يې هم نه و ازار كړى، د كندهار د اطلاعاتو او كلتوري وزير عبدالمجيد بابى چي د نامعلومو كسانو له خوا په ګوليو وويشتل سو او په حق ورسېده، په دې غونډه كي يوه بله فاتحه تكرار سوه د حسيب الله دانش د اسدالله دانش زوى چي د لنډي ناروغۍ له كبله په پېښور كي ومړ او د ځوان شاعر هارون حكيمي د تره چي په سپين بولدك كي د ناټو د ځواكونو لخوا په شهادت ورساوه.
ښاغلي لېوال نورزي د تېري غونډي ګزارس ولوست چي له ډېر لږ سمون څخه وروسته تاييد او د ملګرو له خوا داد ورکړی سو.
حبيب الرحمن تاثر خپل نظميه غزل د کره کنتي لپاره وړاندي کړه چي مطلع يې دا رنګه وه:
توره شپه يم ما رڼا کړې لويه خدايه
د نصرت برخه، ته راکړې لويه خدايه
له څه ځنډ څخه وروسته چي هيچا هم په شعر څه نه ويل د کره کتني پيل بارکوال مياخېل وکړ او ويې ويل: ښه شعر دی قام ته اشاره په کې سوې ده، چي قام په توره شپه کي پروت دی، خو دغه يو د عربي توري پر ځای که پښتو توری ځايېږي نو ډېر خوند به وکړي، (نصرت) نور ډېره ښه شعر دی زما ډېر خوښ دی.
بهران حنيفي وويل: ښه شعر دی، مناجات دی او خپله غوښتنه يې ډېره ښه کړې.
بارکوال وويل يووار بيا خبره کوم هغه دا چي په اوله مسره کي شاعر نوې خبره کړې ده، (ما رڼا کړې لويه خدايه) دا ډېره نوې خبره ده.
ښاغلي خليل منور وويل: په اولنۍ مسره کي هيڅ نه وايم دومره به ووايم لکه پښتانه چي وايي شعري جوړښت يې ډېر ښه دی، غني خان وايي چي:
زه يم زه يم سرور او شړنګا زه يم
د جانان سترګو کي مړاوی خمار زه يم
چي زه نه يم بې معنی جنت اسمان دي
د جهان د سوز او ميني مختار زه يم
دا شاعر خو ډېر وسېع دی ډېر ښه شعر دی له رڼا څخه مراد ټول قوم دی.
که څه هم ژړک په کرکتنه کي داسي نه وويل چي دا د نصرت توری دي بری سي خو د غزل په کاپي يې راته ليکلی و بری زما خوښ سو او د نصرت پر ځای مي بری کړ.
سټېج سکرټري له شاعر څخه غوښتنه وکړه چي لومړی شعر وړاندي کړي د کرکتني لپاره.
چي لټون يې کوم ګرځم په خلوت کي
هغه ورکه را پيدا کړې لويه خدايه
محمدصادق ژړک وويل چي: په خلوت کي خلګ کښېني کرځي نه، خو دغه شعر او دا توری ډېر ښه تړل سوی دی.
بارکوال وويل: دې شعر ته هم په هغه نظر ګورم لکه لومړي شعر ته، ډېر ښه شعر دی.
ژړک وويل چي: دی چي د کوم شي په لټه کي دی خو زه د خلوت له توري څخه مراد په پټ ځای کي ناسته ده، که دا مسره دا رنګه سي نو نور به هم خوند وکړي،
چي لټون يې کوم ناست يم په خلوت کي
بارکوال وويل: دلته له لټون څخه د شاعر مراد د فکري لټون دی شاعر ولاړ سوی نه دی چي په يو څه شي پسې ګرځي.
ښاغلي حنيفي وويل چي: زه د ژړک صاحب خبره تاييدوم.
خليل منور وويل چي په خلوت کي ګرځېدل هم وي د ژړک نظر په خپل ځای ښه دی او باراکوال هم خپل دليل ډېر ښه وړاندي کړ او ډېر قوي دی، ښاغلي خليل منور چي د دې غونډي مشر و دا شعر هم ووايه:
کښېنې په خلوت کي شېخه سور يې راته ښايه
ولي په خپل ځان دا هسي ارت جهان تنګ کړې
ورپسې دويم بيت د کره کتني لپاره وړاندي سو چي په دارنګه و:
خپلوم دي زه توان راکړي چي دي خپل کړم
پوره مي دغه تمنا کړې لويه خدايه
ژړک وويل که پوره توری پره سي نو به ډېر ښه سي که ملګري اتفاق راسره وکړي.
بارکوال په خندا کي ورته وويل: د ملګرو اتفاق مه غواړه خپله رايه ورکوه، په دا پوره کي لږ څه مسله ده داسي دي سي:
زما پوره دا تمنا کړې لويه خدايه
خليل منو وويل چي داسي دي سي.
پوره زما دا تمنا کړې لويه خدايه
ژړک وويل چي: لاندي دي په لمن ليک کي دي پره ورته وليکي هيڅ فرق نه کوي، که دلته ګنجايش نه سته خو دلاندي خو کنجايش سته.
ستا په لاره کي دردونه ډېر ته مي
دغه ستړی ژوند هوسا کړې لويه خدايه
ښاغلي خليل منور وويل چي: په دې کي د ويلو هيڅ ځای نه سته.
بارکوال وويل چي: دلته د يوې نقتې ضرورت و ژوند خو نه هوسا کېږي که هوسا کېږي نو سړی خو په اخرت کي هوسا کېږي.
ژړک وويل: بارکوال چي کومه خبره وکړه يو حقوق الله او حقوق العباد خدای پاک خو انسان په ژوند کي هم هوسا کولای سي.
دلشاد کاکړ وويل چي ښه شعر دی او غزل له سره مناجات راروان دی.
ژړک وويل: که د لږ وخت لپاره د يو بل فکر وخواته راسو، شاعر په خپله ولي همت نه کوي چي هر کار د خدای پر غاړه اچوي او هر شی له خدای څخه غواړي؟
لمبه صاحب وويل: ژړک ښه خبره وکړه خدای چي پېغمبران راستولي دي زموږ د خبرداري لپاره او خدای هر چا ته هدايت نه کوي چي دی وغواړي نو هغه ته هدايت کوي.
ژړک وويل چي: بايد هر وخت يې سړی له خدای څخه ونه غواړي،.
لېوال نورزي وويل چي: څه وخت چي ملايکو غوښتنه وکړه چي خلافت موږ ته راکړه خو خدای ورته وويل چي په تاسو کي د دې صلاحيت نه سته چي تاسي يې سمبال کړئ، نو په انسان کي خدای پاک ډېر صلاحيت ايښی دی او هر شی له خدای پاک څخه بايد نه وغواړي په خپله هم ډېر کارونه کولای سي.
له شاعر څخه غوښتنه وسوه چي بل شعر د کره کتني لپاره وړاندي کړي:
درنه غواړم دا احساس پروردګاره
پوه د ژوند په مانا ما کړې لويه خدايه
بارکوال وويل چي: دلته شاعر د ژوند په اصولو باندي نه پوهېږي او ځان پوهونه غواړي، ښه شعر دی
ټولو ملګرو دا شعر وستايه او خوښ يې کړ او په دې شعر کره کتنه پيل سوه:
ما د بل تر احسانونو لاندي مه کړې
خپلي لياړي مي دوا کړې لويه خدايه
خليل منور وويل چي: جار سم خپله لاسه خبره داسي ده، دغه يوه خبره خلګ کوي چي غوښته مي چا يوه روپۍ هم را نه کړه، د دې مناجات تر ټولو ښه بيت دا دی.
بارکوال وويل چي: ښه شعر دی شاعر خودي ښکاره کړې ده.
ژړک وويل چي: ښه بيت دی په پښتو کي دا متل دی وايي خدايه خپلې لياړي يې دوا کړې.
بارکوال بيا وويل چي: څومره نوې خبره شوې ده شاعر وايي چي: ما د بل تر احسانونو لاندي مه کړې، خو د لياړي توری بايد چي په لاړي تړلی وای، ځکه چي لياړي توری سيمه ييز دی او لاړي معياري توری دی.
ژړک محمد، د ده له خبري سره اختلاف ښکاره کړ او وې ويل: بارکوال هر سم توري ته ييز وايي، د لار اصلي بڼه ليار ده، دا سيمه ييز نه د پښتو توري دي.
بارکوال د ژړک د خبري په ځواب کي وويل چي: له کاڼي زرګر غمی جوړ کړي خو توري بايد يو سي ژبه معياري سي، ورځ، روځ، ناړي، لاړي، لياړي، دا بايد يو سي.
ژړک وويل چي: اکثره داسي توري دي چي په بله سيمه کي يې خلګ نه سي ويلی د دې د يو کېدو کار ګران دی.
حافظ رحمت نيازي وويل چي په شعر کي د لياړي پر ځای بايد لاړي وليکو ښه به وي، خو ځيني توري ولس خپل کړي که هغه غلط هم وي.
لمبه صاحب وويل چي: لاړي توری پېښوريان ولاړي ته وايي.
ښاغلي ژړک زياته کړه: د داسي تورو فيصله په باړه ګلۍ کي سوې ده که څوک لار وايي او که څوک ليار، ډاکټر مجاور احمد زيار ليار ليکلې ده زه د زيار صاحب پلوی يم. بخث اوږدېږي.
خليل منور وويل چي د بهير مطلب دادی چي دا اړيني سره خلاص سي.
له ډېرو خبرو او بحث څخه وروسته له شاعر څخه غوښتنه وسوه چي بل شعر وړاندي کړي،
نور د وينو تويول را پکښې مړه کړې
پر موږ رحم را عطا کړې لويه خدايه
حافظ رحمت نيازي وويل چي: ښه شعر دی په دويمه مسره کي چي شاعر د ځان خبره کوله د موږ لوري ته راغلی دی.
مفتون وويل چي دا مسره دي داسي سي:
چي د وينو تويول را په کي ورک سي
ډاکټر مجرب وويل: نه داسي دي سي نو به نوره هم ښه سي:
نور د وينو تويول نه غواړو بس دی
له شاعر څخه غوښتنه وسوه چي مقطع وړاندي کړي د کره کتني لپاره:
زما تاثير حق ارمانونه را پوره کړې
او قبوله مي دعا کړې لويه خدايه
حافظ رحمت نيازي وويل چي: ښه شعر دی خو دغه يو توری زما تاثير دغه خبره زما په خيال سمه نه ده.
ډاکټر مجرب وويل: دا دي داسي سي:
د تاثير حق ارمانونه ورپوره کړې
نو به دا شعر سم سي،
اغاجان همدرد وويل: اول يې ځان يادکړی بيا يې ټول خلګ دا يې ډېر ښه تړلی دی.
ژړک وويل چي مناجات ډېر ښه او ډېر په زړه پوري و، خامخا نقد نه کوو.
بارکوال مياخېل په غزل باندي د مجموعي رايي په حواله وويل چي: ډېر ښه غزل و، د تاثير غزل يو قسم نظميه غزل ده، په مقطع کي يې داسي نوې خبره نه سته لکه په نورو شعرونو کي.
ښاغلي خليل منور وويل چي له شعري ضرورته خو بشپړه ده خو:
که د زړه به محبت کي خوشال ځوان دی
خو دا سپين وېښته يې خلګ ژړولي
چي زه د ده د خبري په مطلب پوه نه سوم، چي دی څه ويل غواړي، په دې غونډه كي چي په لسګونو شاعرانو او ليكوالانو ګډون كړى و، د غونډي په پاى كي د دې غونډي مشر ښاغلي خليل منور په خپلو خبرو كي وويل چي: كره كتنه زموږ په ځوان كهول كي نوى رنګ راوړ ي او مثبته لاره ورښيي او بايد تخليق كار د كره كتني لپاره غاړه كښېږدي او د نقادانو نقد په ورين تندي واوري.
حبيب الرحمن تاثير د ټولو ملګرو مننه وكړه او وې ويل چي: په كره كتنه كي سړي ته داسي شيان په لاس ورځي چي په خپله ليكوال او شاعر ته په شعر او يا ليكنه كي نه وي معلوم خو نقد كوونكي يې ورته وښيي.
په پاى كي دا وويل سول چي په راتلونكي غونډه كي به محمد صادق ژړك په غاړو باندي ليكچر وركوي او ملګري به د غاړو په حواله باندي پوښتني هم كوي، دا رنګه دا غونډه له څو ګنټو جريان څخه وروسته د يوې پښتو او خوږې مشاعرې وروسته پای ته ورسېده