یو تاثر

یو تاثر

د څو قهریدیلو وسله والو ویډیو ګورم، لرې ترې په شنه چادرۍ کې  یوه مېرمن ناسته ده او بل اړخ ته کوم ځوان.
یو ملا ډوله کس لسګونه خلکو ته وايي چې دوی دواړو څو شپې یو ځای تېرې کړې، اسلام وايي چې دوی دواړه باید سنګسار او ووژل شي.
لومړی په چادرۍ کې پټه ښځه لسګونه کسان په تیږو وولي او د زنده باد اسلام نارې پورته شي او په اخر کې یې یوه کوهي ته ور وغورځي.
بیا لاس تړلی هلک راولي، سترګې هم پرې وتړي د ښځې په څېر دا هم سنګسار شي او بې سده پریوځي.
د ښځې څېره نه ښکاري خو د هلک په سترګو کې یوه عجیبه حیرانتیا وینم او د بې وسۍ وروستي حد پکې له لرې ځلیږي.

 زمونږ په ډېرو سیمو کې اوس هم پر خلکو صحرایي محکمې پلې کیږي.
 دا نو بیا داسې محکمې دي ، چې د ځان د بې ګناه ښودلو لپاره کوم وکیل هم نشې نیولی چې د جرم سپیناوی وکړې .
یو کلیوال مې وايی نیمه شپه څو پټ مخو له موټره راښکته کړم او د پیسو غوښتنه یې کوله .
هغه وايي یوازې لس زره افغانۍ یې درلودې ، خو دوی د یو لک افغانیو غوښتنه کوله ، د هغه په خبره بالاخره یې مرکز ته بوتلم او هلته مې د نورو وسله والو ترڅنګ په شنه چادرۍ کې یوه مېرمن هم ولیده .
د ډلې مشر راته وویل که که تر سبا پورې یولک افغانۍ رانه وړې ، دا ښځه مو د چا سره د اړیکو په تور نیولې ، ځوان په تيښته بریالی شوی خو نوبت ستا دی .
سبا به دې په عام محضر کې د سلګونه خلکو پر وړاندې سنګسار کړو او د تل لپاره به دې نوم بدنام شي ...
هغه وايي  کور ته مې زنګ وکړ او پیسې مې پر وخت ورکړې.
کلیوال مې وايي د ښځې سره مې د خبرو کولو ډېره هڅه وکړه خو بریالی نشوم.

وايی اوس مې هم هماغه د شنې چادرۍ میرمنه سترګو ، سترګو ته کیږي ، چې زما له یو لک افغانیو یې یوه اندازه پیسې هغې ته هم ورکړې.