سوله د جنګ د نه موجودیت څخه په زیاته معنی سره تعبیر شوې؛ یعني بدون د جنګ نه، سوله د خلکو تر منځ ښیګڼې، یووالی، ورورګلوي، انساني او اسلامي مقدساتو ته احترام رامنځته کوي. که چیرې مونږ د اسلام او سلام سپیڅلو کلمو ته چې عربي کلمې دي ځیر شو نو اخري مفهوم یې د خدای ج په سولې او امن سره انتها کیږي بلآخره دا د مسلمانانو په فرهنګ کې یوه ډیره عمده او مهمه موضوع ده.
د اسلام مبارک دين د اسماني اديانو تر ټولو وروستۍ او بشپړ دين دی. اسلام تل خپلو پيروانو ته د ورورګلوۍ، سولې،او ژوندانه په ټول چارو کې د منځلاريتوب لاښوونه کړېده.
دسولې (صلح) کلیمه
په شریعت کې عامه ده ، که ددوډلوترمنځ وي ، که ددوملتونوترمنځ وي او که ددوکسانو ترمنځ وي، لکه څنګه چې الله (ج) فرمایلی ( إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ فَأَصْلِحُوا بَيْنَ أَخَوَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُونَ)
[سُوۡرَةُ الحُجرَات : 10]
ژباړه: مؤمنان خو يو د بل سره وروڼه وي، نو د خپلو وروڼو په منځ کښي مناسبات سم کړئ، او د الله څخه ووېرېږئ، هيله ده چي پر تاسي رحم وکړاى شي .
له اخویکم څخه مطلب دادی که شخړه ددوکسانو ترمنځ وي اوکه دډیرو وي ، خوسوله یې په منځ کې وکړۍ ، ځکه چې ورونه عام دي او جنګ هم عام دی .
په اسلامي شریعت کې هرډول او له هرچاسره سوله کول او شخړه ختمول روا ده ، که هغه دمسلمانانو او کفاروترمنځ وي او که ددو اسلامي ډلو ترمنځ وي ، حقوقي وي او که سیاسي وي او یاهم جغرافیوي وي، لکه څنګه چې امام شوکاني دسولې دجواز په هکله داسې ویلي دي ( الصلح جائز ظاهر هذه العمارة العموم فیشمل کل صلح الاما استثنی والی العموم ذهب ابوحنیفه ومالک واحمد ولجمهور )
ژباړه : هرډول سوله رواده پرته له داسې سولې څخه چې له مشروعیت مستثنی سوي وي امام ابوحنیفه (رح) امام مالک ، امام احمد اوجمهورو فقها ؤ هم ویلي دي .
نو غواړم چی دقرانی ایاتونو په رڼاکی دسولی ځینی مثالونه وړاندې کړم .
لومړی ددو اسلامی ډلو ترمنځ سوله :
که دوه مسلمانې ډلې په خپل منځ کې په جنګ اخته سي او دغه دواړه ډلې داسلامي حکومت دامام المسلمین پیروان وي ، نو په امام باندې لازم دي چې ددوۍ دواړو ډلو ترمنځ روغه جوړه وکړي اودشرعي حکم سره سم دهغوۍ دواړو ترمنځ فیصله وکړئ ، که دواړو ډلوفیصله ومنله ښه او یې ونه منله په زوردې پرې جنګ بند کړي اوکه یوې ډلې ومنله او بلې ونه منله نو نورومسلمانانو باندی لازمه ده چې ورسره وجنګیږي اوفتنه ختمه کړي ، لکه څنګه چې الله (ج) په قران کریم کې داسې ویلي دي .
وَإِن طَآئِفَتَانِ مِنَ الْمُؤْمِنِينَ اقْتَتَلُوا فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا ۖ فَإِنۢ بَغَتْ إِحْدٰىهُمَا عَلَى الْأُخْرٰى فَقٰتِلُوا الَّتِى تَبْغِى حَتّٰى تَفِىٓءَ إِلٰىٓ أَمْرِ اللَّهِ ۚ فَإِن فَآءَتْ فَأَصْلِحُوا بَيْنَهُمَا بِالْعَدْلِ وَأَقْسِطُوٓا ۖ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ.
( [سُوۡرَةُ الحُجرَات : 9]
او كه له مؤمنانو څخه دوې ډلي پخپلو منځو کښي په جنګ شي، نو د هغو په منځ کښي صلح وکړئ. بيا كه له هغو څخه يوه ډله پر بلي تېرى وکړي، نو له تيري كوونكي (ډلي) سره وجنګېږئ، تر دې پوري چي هغوى د الله د حُكم خوا ته راوګرځي. بيا كله چي هغوى را وګرځي، نو په منځ کښي یې په عدل سره سوله وکړئ، او انصاف وکړئ چي الله انصاف كوونكي خوښوي.
دوهم : دمسلمانانو او کفارو ترمنځ سوله
فی سبیل الله جهاد په ځمکه کې دفساد اوفتنې دختمولو او دسوله ییزاو ډاډ من ژوند دتیرولواو دکلمة الله اعلاء لپاره فرض کړل سوې دی ، نوکه دغه عالي مقاصد له وینې تویولو څخه پرته حاصل شي نو بیا دوینو نویولوته هیڅ حاجت نسته . که چیري داسلام مخالفین روغې او جوړې وړاندیز وکړي تاسې یې هم ورسره قبول کړئ ، لکه څنګه چې الله (ج) فرمایي ( وَإِن جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ ۚ إِنَّهُۥ هُوَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ . 61
وَإِن يُرِيدُوٓا أَن يَخْدَعُوكَ فَإِنَّ حَسْبَكَ اللَّهُ ۚ هُوَ الَّذِىٓ أَيَّدَكَ بِنَصْرِهِۦ وَبِالْمُؤْمِنِينَ.)
[سُوۡرَةُ الاٴنفَال :61 - 62 ]
او [اې پېغمبره (ص)!] كه دښمن د روغي جوړي خوا ته میلان ولري، نو ته هم د هغې لپاره تيار اوسه او پر الله توكُل وکړه. په يقيني ډول هماغه د هر څه اورېدونكى او په هر څه پوهېدونكى دى.
او كه هغوی ستا د غولوني (تېر ایستني) نيت ولري، نو ستا لپاره الله كافي دى. هماغه ذات دى چي په خپله مرسته او د مؤمنانو په وسيله یې ستا ملاتړ وکړ؛
وروستي