د سيد بديع الزمان(هاشمي)
ژباړه
وايي په بني اسرائيلو کې يو قاضي و، دې قاضي ته الله تعالى يوه ډېره ښکلې او نيکعمله ميرمن ورکړې وه ، دورځو نه يوه ورځ وه چې قاضي دبيت المقدس دزيارت کولو په نيت له کوره وواته ، خپله ميرمن يې خپل ورور ته چې دده دنشتوالي په موده کې يې دقضا يي چارو سرپرستي هم پر غاړه لرله وروسپارله . کله چې قاضي ولاړه څو ورځې وروسته دقاضي ورور دقاضي کورته ولاړ ، دخپلې وريندارې يې دناروا عمل غوښتنه وکړه ، داچې ښځه ډيره پاکه اونيکعمله وه دده دغه ناوړه غوښتنه يې ونه منله .
دقاضي ورور له يوه لوري نااميده شوه چې ناروا غوښتنه يې ونه منل شوه اوله بل لوري له دې ويريده ، چې کله قاضي راشي ښځه به يې دده دبې حيايۍ ټوله کيسه ورته وکړي . نو ځکه هغه دخپل ځان ژغورنې او خپل راز پټ ساتلو له پاره غوښتل چې دغه سپيڅلې ميرمن دقاضي له راستنيدو وړاندې له مخې پناه کړي .
هغه ددرواغو ګواهان راپيدا کړل ، ترڅو دغه سپيڅلې ميرمن پر زنا تورنه کړي ، ګواهانو هغه پاکه ميرمن په درواغو پر زنا تورنه کړه ، سرپرست قاضي پر هغې د سنګسار حکم وکړ ، دغه پاکه ميرمن يې په يوه هوارميدان کې سنګسار کړه ، دومره کاڼي يې پرې وويشتل چې نږدې په کاڼو کې يې ډوبه کړه ، ښځه يې په هماغه ميدان کې په کاڼو کې ډوبه پريښوده ، تر دې چې دشپې تورې تيارې راخورې شوې ، ښځه لاتراوسه ژوندۍ وه زګيروي او فريادونه يې له خولې وتل، يو لاروى چې تردې ځايه تيريده ددې ښځې فريادونه يې ترغوږه شول ، په منډه دهغې په لوري وراغى ، هغه يې دکاڼو له ډيرى رابهر کړه ، له ځان سره يې په مړ ژواندي حالت کورته بوتله ، خپلې ښځې ته يې دهغې ددرملنې وويل ، ښځه له څو ورځو پرله پسې درملنې روغه شوه . په همدې کور کې اوسيده ، دې سړي يوځوى درلوده ، دهغه پالنه به يې کوله .
يوه ورځ دغه ښځه يوه بدکاره سړي وليده سترګې يې پرې خوږې شوې ، څو وارې يې يوه زړه ښځه په ريبارۍ وروليږله ، خو دې ښځې دهغه ناروا غوښتنې ونه منلې ، تردې چې هغې ته يې دمرګ ګواښونه وکړل ، او يوه شپه دغه بدکاره سړى ددغې ښځې بسترې ته دچاړه په لاس وراغى ، کله چې هغه سړي پر ښځه دچاړه ګوزار کاوه ، ناڅاپه هغه کوچني خپل سر راپورته کړ ، دښځې پر ځاى هغه کوچنى هلک پر چاړه ولګيده مړ شو ، بدکاره سړي وليدل چې کوچنى هلک يې په چاړه ووهه ، له هغه ځايه يې خپلې پښې سپکې کړې وتښتيده . سهار چې هغوى له خوبه راپاڅيدل ګوري چې هلک په سرو وينو کې ډوب مړ پروت دى ، دهلک مور دقاضي پر ميرمنې دعوه وکړه ، چې زوى يې دې وژلى ، هغه بيچاره يې ډيره زياته ووهله او له کوره يې وشړله .
دقاضي ښځه حيرانه وه چې څه وکړي او چيرته پناه يوسي ، پر يوې ناڅرګندې لارې بې منزله روانه شوه ، تر ډېر مزله وروسته تر يوه کلي تيريده ، ګوري چې دکلي ترڅنګ ډير خلک سره راټول دي ، ويې ليده چې يو سړى يې پر دار ځړولى دى ،خو دژوندانه وروستۍ ساه يې لا په بدن کې تله راتله ، دې ښځې له يو چا پوښتنه وکړه دې سړي څه ګناه کړې ده ؟ هغه سړي ورته وويل دې همدا ګناه کړې چې ياپه دار وځړول شي مړ شي او يا سل درهمه ورکړ شي چې دده ژوند پرې وژغورل شي . ښځې وويل دغه درهم واخلئ او ددې سړي ژوند وژغورئ ، هماغه وه چې دهغه سړي ژوند وژغورل شو ، هغه سړي دالله تعالى شکر پرځاى کړ، وې ويل دې ښځې له ماسره دومره ستره ښيګڼه وکړه زه يې له مرګه وژغورلم ، نوزه چې تر څو ژوندى يم ددې ښځې خادم به يم، هغه سړې له دې ښځې له پاره يوعبادت ځاى جوړ کړ، ښځې شپه او ورځ دالله تعالى عبادت کاوه ، دخپلې سپيڅلتيا له برکته ډيره ژر الله تعالى په ټوله سيمه کې مشهوره کړه ،دډيرو ليرو ليرو سيمو اوسيدونکو به خپل ناروغان ددم او دعا له پاره ده ته راوستل ، اودده په دم او دعا به الله تعالى ډيرو نا علاجه ناروغانوته روغتيا ورکوله .
دخداى کړه وو دقاضي ورور په يوه ناعلاجه ناروغۍ اخته شو ، هغه ښځه چې دغه پاکه ميرمن يې دخپل زوى په مرګ تورنه کړې وه ، هغه الله تعالى په برګۍ ناروغۍ اخته کړه، هغه بد کاره سړى چې دښځې پر ځاى يې کوچنى هلک په چاړه وواهه اومړ يې کړ، هغه هم الله تعالى په داسې ناعلاجه ناروغۍ اخته کړ، چې دپاڅيدو او خوځيدو توان يې نه درلوده.
قاضي خپل ورور ته وويل :اى وروره ! ولې هغې بزرګې ښځې ته نه ورځې چې الله تعالى درته روغتيا درکړي ؟ هغه وويل : وروره ! ماهغې سپيڅلې ښځې ته وروله . دهغې برګۍ ښځې ميړه چې کله ددې سپيڅلې او بزرګې ښځې له کرامت څخه خبر شو ، خپله ښځه يې ددم دعا له پاره هغې ته و روستله. دهغه بدکاره سړي خپلوانو چې ددغې بزرګې ښځې ستاينه له خلکو واوريدل ، هغه سړى يې هم دغې بزرګې ښځې ته راوسته .
ټول ګناهګاران ددغې بزرګې په کور کې سره راټول شول ،دغه بزرګه ميرمن چې ديوې نرۍ پردې تر شا ناسته وه ، ټول يې وليدل او ويې پيژندل ، ورته وويل : تاسې ته به الله تعالى تر هغې روغتيا درنه کړي تر څو په خپلو کړيو ګناهونو اعتراف ونه کړئ . اوبيا په کړيو ګناهونو توبه وباسئ ، نوالله تعالى به په تاسې رحم وکړي او تاسې ته به روغتيا درکړي .
قاضي خپل ورور ته وويل : په خپلو کړيو ګناهونو اعتراف وکړه او الله تعالى ته توبه وباسه ، تر څوالله تعالى ستا توبه قبوله کړي او درپيښه ناروغې درڅخه لرې کړي .
هغه وويل : زما ډيره ستره ګناه داده چې ستا پر ميرمن مې پر درواغو دزنا تور ولګاوه ، پر هغې مې تيرى کړى وه ، زما يواځينۍ ګناه همدا کيداى شي .
هغې برګۍ ښځې وويل : زمونږ په کور کې يوه بې وزله او بې چاره ښځه اوسيدله ، ما پر هغې دخپل زوى دمړني تور ولګاوه او هغه مې بې ګنا ه وځوروله او له کوره مې وشړله ، زما يواځينې ستره ګناه همداکيداى شي .
هغه بدکاره سړي وويل : ما له يوې ښځې څخه دناروا عمل غوښتنه وکړه ،هغې زما غوښتنه ونه منله ، ما غوښتل چې هغه مړه کړم ، خو کله چې ما پر هغې دچړې ګوزار کاوه ، يو کوچني هلک سر راپورته کړ هغه په چاړه ولګيده مړ شو ، بس زه خپله تر ټولوستره ګناه همدا بولم .
دغې پاکې ميرمنې وويل الله تعالى په ګناهونو کولو سره خپلو بندګانو ته ذلت اورسوايي ورکوي او په عبادت او اطاعت کولو سره خپلو بندګانو ته عزت او درناوى ورکوي ، دغې سپيڅلې ميرمنې هغوى ته دعا وکړه الله تعالى هغوى ته روغتيا ورکړه .
قاضي په ځير ځير دغې بزرګې ته ورکتل ، هغې تر وپوښتل ولې ماله دومره په ځير ځير راګورې؟
قاضي ورته وويل: خپه کيږه مه ، زما يوه ښځه وه ،په څيره کې ټوله تاته ورته وه ،که هغه ژوندۍ وى مړه شوې نه واى ، نو چا به ستا اودهغې توپير سره نه واى کړى. ښځې ورته وويل : ته رښتيا وايې خو ستا ښځه مړه شوې نه ده ، زه هماغه ستاښځه يم ، کومه چې تا دخپل سفر پر وخت خپل ورور ته دهغه سپارښتنه کړې وه ، بيايې ټولو ته خپل ځان وروپيژانده ، خپله تيره شوې کېسه يې ټوله هغوى ته وکړه .
قاضي دالله تعالى شکر اداکړ ، دهغه ورور ، هغې برګۍ ښځې او هغه بدکاره سړي ددغې سپيڅلې اوبزرګې ميرمنې څخه دخپلو کړيو جرمونو بښنه وغوښته .
سيدبديع الزمان(هاشمي)
S_baduzaman2000@yahoo.com مبايل: ٠٧٠٧٠٣٠٠١٦
وروستي