بې لاسو ښځه

سيد بديع الزمان(هاشمي)

وايي چې پخوازمانو کې يو پاچا وه چې ډير بخيل و، امر يې وکړ چې هيڅوک نه شي کولاى چې خيرات او صدقه ورکړي ، او که چا خيرات ورکړ نوسمدلاسه يې لاسونه ورپريکړئ. دباچا امر و خلک له خيرات ورکولو منع شول ، هيچا نه شو کولاى چې يو فقير اومسکين ته خيرات ورکړي ، دخداى کړه وو دورځو نه يوه ورځ يو فقير لوږې وارخطا کړ ، ديوې مړۍ ډوډۍ دغوښتو له پاره يې ديو کور دروازه وټکوله ، يوه پيغله جنۍ دروازې ته راغله ، فقير ورته وويل ماله يوه مړۍ ډوډۍ راکړه ، جنۍ ورته وويل : ته نه يې خبر چې باچا مونږ له خيرات ورکولو منع کړي يو، غواړې چې لاسونه مې پرکړاى شي ؟ فقير ټينګار وکړ وى ويل دخداى له پاره يوه مړۍ ډوډۍ ما له راکړه ډير وږى شوى يم . جنۍ چې دالله نوم واوريده  ، په منډه لاړه دوه چنډې ډوډۍ يې راوړلې فقير ته يې ورکړې ، چا پاچا له دې کېسې خبر کړ ،پاچا امر وکړ چې دجنۍ دواړه لاسونه دې پريکړاى شي ، دپاچا امر و دجنۍ دواړه لاسونه پريکړاى شول .
ډيره موده په منځ کې تيره شوه ، يوه ورځ پاچا خپلې مورته وويل : غواړم چې يوه ښکلې ښځه راته واده کړې ، مور يې له ډيرو ګرځيدو وروسته راغله پاچا ته يې وويل : زويه ! هلته په يوه کور کې يوه ډيره ښکلې پيغله ده خو يوه نيمګړتيا لري چې دجنۍ دواړه لاسونه پريکړاى شوي دي .
پاچا امر وکړ چې هغه جنۍ ماله راولۍ چې زه يې ووينم ، جنۍ يې راوستله پاچا چې جنۍ وليده پرې مين شو ، له هغې جنۍ سره يې واده وکړ ، داهماغه جنۍ وه چې پاچا يې دخيرات په ورکولو لاسونه ورپريکړي وو.
پاچا له جنۍ سره واده وکړ پر پاچا ډيره ګرانه وه ، دپاچا نورو ښځو داګرانښت نه شو زغملاى ،ټولو له دې جنۍ سره کينه پيدا شوه ، ددې دورکولو له پاره يې ډول ډول پلمې لټولې ،بلا اخره په دې خوارې يې دبدکارۍ تور ولګا وه ، لمسون بد شي دى پاچا هغه په داسې حال کې چې اميدواره هم وه له کوره وشړله ، امر يې وکړ چې داښځه په داسې دښته کې پريږدۍ چې دودانۍ نښه پکې نه وي ، دپاچا امر پر ځاى شو ښځه يې په يوه داسې دښته کې پر يښوده چې دآبادۍ نښه پکې نه وه ، ښځې له خداى په دې دښته کې ځوى ورکړ ، خپل کوچنى زوى يې له سينې پورې ونيوه دابادۍ په لټه روانه شوه ،له لوږې اوتندې يې ژړا اوفرياد کاوه ، روانه وه اخر داچې ديوې لويې ويالې غاړې ته ورسيده ، داوبو سکلو له پاره يې خپل دواړه زنګنونه پر ځمکه ولګول ، ترڅو اوبه وسکې ، کوچنى زوى يې له غيږې وښويده په وياله کې ولويده ، ښځې ډير ژړا فرياد وکړ خو زوى يې اوبو يوړ ، دوياله پر غاړه ناسته وه خپل بې وسي او دکوچنى زوى غمونو ژړوله ، ناڅاپه دوه لاروي پرلاره تيريدل ددې تر څنګ ودريدل ، ترې وى يې پوښتل ته ولې ژاړې ؟ هغې ورته ټوله کېسه وکړه . لاروو ورته وويل غواړې چې الله درته بيا لاسونه درکړي ؟ هغې وويل ولې نه . بيايې ورته وويل : غواړې چې اوبو وړى زوى دې له اوبو رابهر اوبيا ژوندى شي ؟هغې ورته وويل : ولې نه .
هغو دواړو الله ته دعا وکړه ،دهغوى دعا لا پاى ته نه وه رسيدلې چې دښځې دواړه لاسونه الله روغ کړل ، او اوبو وړى زوى يې له اوبو رابهر او ژوندى شو . لاروو ورته وويل : ته پوهيږې چې مونږ دواړه څوک يو ؟ هغې ورته وويل نه زه تاسې نه پيژنم. هغوى ورته وويل مونږ دډوډۍ هغه دوه چنډې يو، چې دالله په رضا دې هغه فقير ته ورکړې وې او دهغې په سبب ستا دواړه لاسونه پريکړاى شوي وو.
اوس ته دخپل زوى سره خپل کور ته ستنه شه او دالله شکر ويستو نکې اوسه .