ستاسو د خاوند لس عادتونه چې ثابتوي د نړۍ تر ټولو غوره خاوند دی

کوم څیزونه ستاسو خاوند د نړۍ تر ټولو غوره خاوند کوي ؟ واده د هر کس د ژوند تر ټولو ستر هوډ او تصمیم دی . که چېرې داسې یوه نارینه سره واده وکړئ، چې له دې برخلیک ټاکونکو عادتونو څخه برخمن وي او په حقیقت کې دا عادتونه یې د وجود برخه وي، نو ګډ بریالی ژوند به ولرئ . که چېرې خاوند مو دا ځانګړتیاوې لري، نو د دې هوښیارې او ځیرکې ټاکنې له پاره باید تاسو ته مبارکي وویل شي، ځکه چې تاسو د نړۍ تر ټولو نېکمرغه ښځه یاست، دا عادتونه ثابتوي، چې خاوند مو د نړۍ تر ټولو غوره خاوند دی .
که د نرانو هم خوښېږي، چې د نړۍ تر ټولو غوره خاوند واوسي، نو غوره ده، چې په دې کارونو ځان عادت کړي، ترڅو خوندور او خوشاله ګډ ژوند ولري .
۱ ـــ هر سهار تاسو ښکلوي :
هره ورځ یو نوی پیل دی، خاوند مو هم خپله ورځ، په یوې تودې سهار په خیري ښکلونې سره پیلوي . سهارنۍ ښکلونه تر ټولو غوره او آسانه نښه ده، چې دا ثابتوي، خاوند مو په خپله اړیکه کې رښتینی او ثابت قدمه دی، سربېره پردې، په دې مچو سره، تاسو هم نوې او تازه انرژي اخلئ او خپله ورځ په انرژۍ او مثبت لید سره پیلوئ .
۲ ـــ غوږ نیولو ته پر خبرې کولو ترجیح ورکوي :
یوې لنډې یا اوږدې، ښې یا بدې ورځې وروسته، هغه چمتو دی، ترڅو د هغو په زړه پورې پېښو په اړه، چې د ورځې په اوږدو تاسو ورسره مخامخ شوي یاست واوري . هغه په ډېر زغم او حوصلې سره، ستاسو خبرو ته غوږ نیسي او په پای کې له هغو ټولو تصمیمونو څخه ملاتړ کوي، کوم چې د ورځې په اوږدو کې مو نیولي دي . په حقیقت کې خاوند مو سل په سلو کې ستاسو حامي او ملاتړی دی ـــ لکه ستاسو په څېر، چې له هغه څخه ملاتړ کوئ او د یوه غره په څېر تر شاه یې ولاړه یاست .
۳ ـــ پخلی کوي :
په ډاډه سره ویلی شم، چې ډېر آسانه ده، چې له بهر څخه خواړه را وغواړئ او اصلاً هېڅ پخلی ونه کړئ؛ خو له خپلې کورنۍ سره مینه لرونکی نارینه دا غوره ګڼي، چې د خپلې کورنۍ له پاره یو وخت ښه او سالم خواړه پاخه کړي . هېڅ څیز له دې څخه غوره نه ده، چې له یوې ستونزمنې او ستړې ورځې وروسته بېرته کورته را وګرځئ، له خپلې کورنۍ سره تاوده او خوندور خواړه وخورئ .
۴ ـــ تاسو په غېږ کې نیسي او نازوي مو :
کله چې ورځ پای ته رسېږي او تاسو مطالعه کوئ او یا هم ټلویزیون ننداره کوئ، هغه مو ترڅنګ کېني او تاسو په غېږ کې نیسي، کله وخت په غېږ کې نیول، په کوچ باندې کېناستل او د ټلویزیوني خپرونو ننداره هم بسنه نه کوي، تاسو په غېږ کې نیسي او ښکلوي مو، د تاسو له پاره چای قهوه چمتو کوي او په وېښتانو مو لاس را تېروي .
۵ ـــ ډېر لېواله او صمیمی دی :
د جنسي اړیکو او ګډ ژوند د ښه کولو له پاره، هر کار چې اړین وي، ترسره کوي یې . کله چې تاسو له هغه څخه تمه هم نه لرئ، چې مینه ناکې خبرې کوي او په خپلو رومانتیکو احساساتو سره تاسو حیرانوي . د کور چاپېریال تل تود او صمیمي کوي او د ګډ ژوند په اړیکو کې، چې هرڅه ترې وغواړئ، نه نه وایي او له کوم څه څخه نه وېرېږي او تل ستونزې له منځه وړي .
۶ ـــ د ستاسو د کورنۍ له غړو او د هغوی له دوستانو سره مینه لري :
واده هغه اړیکه ده، د عمر د اوږدوالي په کچه، نو کله چې د خپل ژوند له شریک سره مله شوئ، نو هغه ته درنښت ولرئ، په ښېګڼو او بدګړو کې له هغه سره ملتیا او له هغه څخه ملاتړ وکړئ، هغه د ستاسو د کورنۍ له غړو او د هغوی له دوستانو سره مینه لري او ستاسو شاوخوا خلک درک کوي او هغوی ته درنښت کوي . تل یې دا خوښېږي، چې تاسو او دوستان مو بوخت وساتي او ستاسو د خندا او خوشالۍ لامل واوسي . دا غوره ګڼي، چې شخصاً خپله ستاسو کورنۍ تر هوایي ډګره یا تر ترمیناله ورسوي . خوښېږي یې، چې په ځانګړو مناسبتونو لکه د اختر په ورځو کې ستاسو ترڅنګ واوسي او له خپلو شېبو څخه خوند واخلي .
۷ ـــ له ماشومانو سره مینه لري :
له ماشومانو سره لوبې کول یې خوښېږي، کله چې په کور کې نه یاستئ، هغه له ماشومانو سره پټ پټونې کوي یا هلکان څاري، ترڅو د هغوی له پاره د خوښۍ او خوشالۍ شېبې را منځته کړي . ماشومانو ته د خوندیتوب احساس ورکوي، هغوی ته کیسې کوي . تصور وکړئ، چې خاوند مو څښېږي او ماشومان څاري .
۸ ـــ د مالي چارو ټول مسؤولیتونه په خپله غاړه اخلي :
مهمه نه ده، چې څه دنده لري، هغه هېڅکله له خپلې ګټې څخه زیات لګښت نه کوي او تل پس انداز کوي او پورونه په خپل وخت ادا کوي، د خپلې راتلونکې له پاره پروګرامونه طرحه کوي، ځکه خوښېږي یې، چې تاسو او ستاسو د اولادونو له پاره غوره راتلونکې جوړه کړي .
۹ ـــ په تاسو باندې پام کوي :
کله چې د واده او اخترونو له پاره چمتو کېږئ، هغه تاسو هڅوي او له ښکلا څخه مو ستاینه کوي، تل تاسو ته ګوري، حتا که په مېلمستیا کې ډېره ګڼه ګوڼه هم وي . داسې کار کوي، چې تاسو دا احساس کړئ، چې د نړۍ تر ټولو ښکلې او جذابه ښځه یاست . په بشپړه توګه تاسو یوازې هغه ښځه یاست، چې د هغه له پاره مهمه ده، اړتیا نه شته، چې دا خبرې تاسو ته وکړي، ځکه تاسو له دې موضوع څخه ډاډه یاست . تاسو دا خبرې د هغه له سترګو او چلند څخه لولئ او د هغه په شتون باندې ویاړئ .
۱۰ ـــ په ځان باندې پام کوي :
لږ تر لږه په اوونۍ کې پنځه ځله دغه ورزشونه ترسره کوي : د وزن پورته کول، بدن جوړونه، ځغاسته، بایسکل ځغلونه او غر ختنه . هغه تل په خپل ظاهر باندې ویاړي . خپل وېښتان او ږیره تل ترتیبوي، په ښه نظم او ترتیب سره جامې اغوندي او تل ښه بوی ورکوي، پرته له هغه وخته، چې ورزش کوي . مطالعه کوي او تل په خپلې جسمي او اروایي روغتیا باندې پام کوي .