څنګه غوره مطالعه وکړو ؟

 آیا پوهېږئ، چې بریالي کسان له خپل وخت څخه ډېره زیاته ګټه اخلي ؟
آیا پوهېږئ، ډېرې کسان، چې په آزموینو کې متردد کېږي، یو لامل یې د مطالعې په تګلارو باندې سم نه پوهېدل دي ؟!
   مطالعه یوه جدي کړنه یا فعالیت دی، نو جدي یې ونیسئ . د ښې او اغېزمنې مطالعې له پاره، له لاندې مواردو څخه کار واخلئ . د اغېزمنې مطالعې له پاره مطالعاتي پروګرام اړین دی . د متناسبې مطالعې پروګرام، له خپلې روحیې سره تنظیم کړئ، د هر درس د مطالعې له پاره کافي وخت په پام کې ونیسئ . د مطالعې پروګرام، د ټاکلي او مشخص ساعت په سر کې پیل کړئ .
له مطالعې څخه مخکې اقدامات :
ـــ کله چې ستړي او ستومانه یاست، نو مطالعه مه کوئ .
ـــ له مطالعې مخکې لږ بدني نرمښت، تاسو په درس باندې پوهېدلو له پاره چمتو کوي .
ـــ خپل کاري وسایل مخکې له مخکې چمتو کړئ .
ـــ د مطالعې له پاره هغه کوټه چمتو کړئ، چې شور ماشور پکې وانه ورېدل شي .
ـــ ځان عادت کړئ، چې سهار وخته له خوبه را ویښ شئ . لږ نرمښت وکړئ او وروسته مطالعه پیل کړئ .
ـــ کله چې اندېښمن یاست، نو مطالعه مه کوئ، لومړی خپله اندېښنه لرې کړئ، بیا مطالعه وکړئ .
ـــ د درندو خوړو له خوړلو وروسته مطالعه مه کوئ .
ـــ هر کله مو چې داسې احساس وکړ، چې د مطالعې له پاره انګېزه نه لرئ، نو د څو شېبو له پاره، په خپل ژوند کې خپلې موخې او مسؤولیتونه یو ځل بیا بررسي کړئ او د خپلو پخوانیو موخو په لومړیتوب او د پروګرامونو په طرحه باندې مرور وکړئ .
ـــ د مطالعې پرمهال ټلویزیون مه ننداره کوئ .
ـــ داسې پروګرام جوړ کړئ، چې سخته او آسانه درسونه سره مله کړئ .
ـــ که چېرې د مطالعې په سمه تګلاره باندې نه پوهېږئ، نو په دې برخه کې له پوه کسانو څخه پوښتنه وکړئ .
ـــ داسې پروګرام جوړ کړئ، له هغې موکې څخه، چې په واک کې یې لرئ، وکولای شئ، د هغو پاڼو د حجم له مسؤولیت څخه را بهر شئ، کومې چې د مطالعې له پاره مو ټاکلي دي.
 ـــ داسې پروګرام طرحه کړئ، چې وکولای شئ، د مطالعې وړ د ګټورو ساعتونو کچه مشخصه کړئ او د مطالعې له پاره د اړینو پاڼو شمېر د پروګرام له طرحې سره سم او د شته ساعتونو له کچې سره وټاکئ .
ـــ داسې پروګرام جوړ کړئ، چې له مطالعې مخکې د مطالعې له پاره درسونه د هغوی د ارزښت او اړتیا پر بنسټ تنظیم کړئ، ترڅو په پیل کې مهم او سخت درسونه ولوستل شي . 
ـــ د هغو افکارو او احساساتو ګوښه کول، کوم چې د مطالعې د پیل کولو په مخکې خنډ ګرځي، د کاغذ پرمخ  یاد داښت کړئ او هغه افکار هم یاد داښت کړئ، کوم چې د مطالعې پرمهال د مطالعې په وړاندې خنډ جوړوي، ترڅو په یوه مناسب وخت کې د هغو په اړه فکر وکړئ، اړینه نه ده، چې دا افکار او احساسات په مفصله توګه ولیکئ، بلکې بسنه کوي، چې په یوه یا دوو جملو کې یې ولیکي .   
ـــ داسې پروګرام جوړ کړئ، چې د مطالعې ستونزې د آزموینې شپې ته را ټولې نه شي .
د مطالعې پرمهال اقدامات :
ـــ د مطالعې هره ناسته په په څو برخو ووېشئ او د هغو ترمنځ د څو دقیقو له پاره استراحت وکړئ، تر ټولو غوره تګلاره داده، چې هرې لس یا پنځوس او یا هم هرې شل یا سل دقیقې استراحت وکړئ .
ـــ د مطالعې پرمهال، پرته له درسه د بل څه په اړه فکر مه کوئ .
ـــ هغه موضوعات، چې ستاسو فکر بوختوي، نو په لنډ ډول یې ولیکئ، ښایي چې مهم وي او وروسته یې په اړه فکر وکړئ .    
ـــ په درس باندې د مرور پرمهال، مهمې برخې مطالعه کړئ .
ـــ په ځان کې د مطالعې ګټور عادتونه را منځته کړئ . د بېلګې په توګه : د لوستلو چټکتیا زیاته کړئ .
ـــ د مطالعې پرمهال د کلمو له تلفظ کولو څخه ډډه وکړئ، ځکه چې ستاسو چټکتیا را کموي.
ـــ هڅه وکړئ، چې له سترګو څخه په ګټه اخیستنې مطالعه وکړئ او مطالب په ګوتې سره وڅارئ .
ـــ د هغو پاڼو شمېر، چې په هر ساعت کې یې مطالعه کوئ، ثبت کړئ او وروسته هڅه وکړئ، چې د خپلې مطالعې چټکتیا له شته وخت سره سمه تنظیم کړئ .
ـــ د مطالعې پرمهال، په ځانګړې توګه د آزموینو په وخت کې له ګلوکوز لرونکو موادو      ( خوږو ) څخه ډېره زیاته ګټه واخلئ، لکه : ګبین ( شات )، مربا او د ټولو خوړو له ډېرو خوړلو څخه ډډه وکړئ .   
ـــ خپل د خوښې وړ درسونه له هغو درسونو سره مله کړئ، کوم چې ورسره ډېره کمه مینه لرئ .
ـــ د مطالبو د حفظ او ساتلو له پاره، له بېلابېلو حافظو لکه : لیدلو او اورېدلو څخه ګټه واخلئ .
ـــ لومړی په مطالبو باندې ځان ښه پوه کړئ، وروسته یې بیا حفظ کړئ . 
ـــ د زده کړې له نښه نیزې، د طبقه بندیو له حفظ کولو او د لړ لیکونو له تګلارې څخه ګټه واخلئ .
ـــ په عادي وخت کې، چې آزموینه نه لرئ، د شونتیا په صورت کې زده شوي درسونه نورو ته تدریس کړئ او هم له ځیرکو زده کوونکو څخه د سختو مطالبو د زده کولو له پاره ګټه واخلئ .    
د مطالعې فزیکي شرایط :
ـــ د خپل فعالیت لږ او ډېر وختونه وپېژنئ .
ـــ د مطالعې له پاره داسې وخت وټاکئ، چې نور تاسو ته ډېر لږ مزاحمت وکړي .
ـــ د مناسبې اوبو او هوا په شرایطو کې او دغه راز په آزاده فضا کې مطالعه وکړئ . ډېره توده کوټه د مطالعې له پاره مناسب ځای نه دی .
ـــ د هر درس مطالعه نباید له معمول برید ( ۱۵ ـــ ۲۰ ساعتونو ) څخه تېری وکړي .
ـــ د مطالعې له پاره تر ټولو غوره وخت د سهار لومړۍ او د شپې وروستۍ برخه ده .
ـــ  د مطالعې په منځ کې د استراحت پرمهال، کوم بل څه یا کار په اړه فکر مه کوئ او په زده شوو مطالبو باندې مرور وکړئ، له مطالعې وروسته، نورو شدیدو ذهني او بدني فعالیتونو ته مخه مه کوئ، لکه د ټلویزیون ننداره او ورزش کول .
ـــ د مطالعې په ځای کې تنوع رامنځته کړئ، کله پر ځمکه کېنئ او کله هم پر څوکئ .             
د مطالعې ځای :
ـــ د مطالعې پرمهال د کوټې هوا نه ډېره توده او نه هم ډېره سړه وي .
ـــ هڅه وکړئ، چې هره ورځ په یوه ثابت ځای کې مطالعه وکړئ .
ـــ د مطالعې له پاره کتابتون تر ټولو ښه او مناسب ځای دی .
ـــ که چېرې د مطالعې مېز نه لرئ، څو کتابونه یو پر بل باندې کېږډئ او یو کوچنی مېز ترې جوړ کړئ .
ـــ کتاب له خپلو سترګو څخه شاوخوا د ۳۵ سانتي مترو په واټن کې کېږدئ .
له مطالعې وروسته اقدامات :
ـــ له مطالعې وروسته د موضوع په اړه هر اړخیز فکر وکړئ، چې دا موضوع مو له لوستل شویو درسونو سره څه اړیکه لري .
ـــ هڅه وکړئ، چې زده شوی مطلب په خپله ژبه بیان کړئ .
ـــ د هر مطلب له پاره له ځانه مثال ورکړئ او په خپله ژبه یې توضیح کړئ .
ـــ فکر وکړئ، هغه څه مو چې زده کړي دي، په څه درد مو خوري .
ـــ کوم درسونه چې مطالعه کوئ، نو له خپلو دوستانو سره پرې بحث وکړئ .
ـــ د مطالعې تکرار په حافظه کې د اوږد مهال له پاره د پاتې کېدو سبب ګرځي .
ـــ عصبي فشارونه، خپګان، فردي ستونزې او نور ... کولای شي ستاسو په زده کړنیز موقعیت کې بې نظمي را منځته کړي .
ـــ که چېرې مرستې ته اړتیا لرئ، نو د ښوونځي له مشاورینو یا د ارواپوهنې د مشاورې له مرکز او یا هم د مشاورې له مرکز څخه مرسته وغواړئ .