ګوډ اوښ

ګوډ اوښ
له پنډه ډکه کیسه :
ژباړه : عطا محمد میاخېل
یوه ګوډ اوښ په یوه دښته کې ژوند کاوه، چې له نورو اوښانو سره یې توپیر درلوده، د هغه توپیر داو، چې ګوډ ګوډ به لاره روان و . یوه ورځ یې ولیدل، چې په دښته کې ډېره زیاته ګڼه ګوڼه ده، ګوډ اوښ وپوښتل : څه خبره ده ؟
له اوښانو څخه یوه وویل : ټاکل شوې ده، چې د ځغاستې مسابقه ترسره شي .
ګوډ اوښ هېڅ فکر ونه کړ، چې نه شي کولای په مسابقه کې ګډون وکړي، د همدې له پاره لاړه، ترڅو د مسابقې له پاره نوم لیکنه وکړي . د ګوډ اوښ ملګرو کله چې ولیدل، هغه هم غواړي په مسابقه کې ګډون وکړي، ډېر حیران شول .
ګوډ اوښ چې د هغوی حیرانتیا ولیدله، نو وې ویل : څه ستونزه ده، ولې ماته داسې را ګورئ ؟ ډاډه اوسئ، چې زه چټک او ځواکمن ځغلېدونکی یم او مسابقه په خپله بریا پای ته رسوم، د ګوډ اوښ دوستان او ملګري له دې څخه وېرېدل، چې په مسابقه کې به هغه ته زیان ورسېږي .
بالاخره د مسابقې ورځ را ورسېده، ټول ګډونکونکي په خپل ځای باندې ودرېدل؛ خو دا چې سترګې یې په ګوډ اوښ باندې ولګېدې، نو په هغه باندې یې ملنډې پیل کړې، خو ګوډ اوښ په ډېرې آرامۍ هغوی ته وویل : د مسابقې په پای کې به معلومه شي، چې څوک له ټولو څخه غوره دی، بیړه مه کوئ .
یو، دوه، درې وویل شول او ټولو اوښانو د برېښنا په څېر منډې پیل کړې، ګوډ اوښ تر ټولو وروسته ګوډ ګوډ منډې وهلې . اوښان باید په یوه خاورینه غونډۍ ور پورته شوي وای او بېرته را ګرځېدلی وای . د مسابقې تګلوری ډېر زیات اوږد و، ټول اوښان ستړي شول . ځوان اوښان په ډېرې چټکۍ په غونډۍ باندې ور پورته شول؛ خو هغوی هم ستړي شول، ځینې اوښان د ډېرې ستړیا له امله پر ځمکه پرېوتل، خو ګوډ اوښ ورو ورو خپل مزل ته دوام ورکړ . ګوډ اوښ په ډېر زیار او زحمت سره ځان د غونډۍ سر ته ورساوه او کله چې له غونډۍ څخه را ښکته شو، ستړي اوښان، چې په استراحت بوخت ول، تازه یې هغه ته پام شو، ډېره هڅه یې وکړه، چې ګوډ اوښ ته ځانونه ورسوي؛ خو په ځان کې یې دا توان او وړتیا نه لیدله . د همدې له پاره په نا باورۍ کې یې ولیدل، چې ګوډ اوښ تر ټولو لومړی پای لیکې ته ورسېده او بریالی شو .