غزل

پــه دوزخ کې مې کالونه پاتې مه شه
خپل ګرېوان ته مې لاسونه پاتې مه شه
دالله ، الله پــــه شور کې غيږه راکړه
ياره! زرشه ثوابونه پاتې مــــــــــه شه
دعاګانې مې ور جوړې دي پـه لپه
د دښمن پـــــه تن سرونه پاتې مه شه
د ډیوې دلـــږیـــدلو خــــــلک نشته
ستا پرځمکه نور قبرونه پاتې مه شه
له جنته خو راستون شوم تاته راغلم
ستا د ګوتو ډک جامونه پاتې مه شه
ما خو خرپ دليونتوب له قصده کړی
ستا پــه شونډو کې داغونه پاتې مه شه
دخولګۍ پـــه تمـه پاتې ستا په ورکې
لـه منګل ځینې کارونه پاتې مه شه
******
طالب منګل