غوسه زماژوند

اې زه هم عجيبه وم دلښتې غوسه به مې خوښيده دپوهنتون دلمړي ټولګي رانيولې تردريم ټولګي پوري كه لـښته به مې په ورځ كې يوځل غوسه ونه ليده نودورځي ټول خيالات به مې ګډوډوو. لښته ډيره زرغوسه كيده اوډيره زربه بيرته پخلاكيدله يوازې زه وم چې دلښتې دغوسه كيدو اوپخلاكيدوټول چلونه مې زده كړي وو.لښته به په يوه وړه خبره دومره غوسه شوه چې ته به واې بيخي به په غيږه راشي اوبيابه بيرته په يوه وړه خبره دومره زرپخلاشوه چي سم دلاسه به يې دخپلوټولو خبرواو ستغو سپورو بخښنه غوښته. دلښتې غوسه زمادخورو ورو فكرونو دراټوليدو يوازينى تم ځاى وو. دلښتې غوسه زمادټولې ورځې ترټولوغوره اوښه لاس ته راوړنه وه، دلښتې غوسه مې دژونديوازينى هدف وو، دلښتې غوسه زمادوجودپرهرغړي لكه وريښمينه بړستن لګيده،دلښتې غوسه زمامينه وه،دلښتې غوسه زماژوندوو اودلښتې غوسه زما…. ديارغوسه دګل ويشتل دي
بديې خندل دي چې له بل سره يې كړينه
فكركوم لښته به هم په دې پوهيده چې هغه ولې ماهره ورځ غوسه كوي؟ ځكه چې كله كله به يې بې له دې چې زه ورته دغوسه كيدو كومه خبره وكړم لښته به راته لاوړاندې غوسه وه. ما او لښتې يوځاى دژورناليزم په پوهنځي كې زده كړې كولې سره له چې مابه هروخت غوسه كوله بيايې هم پرته له ما دبل هيچاسره نه وه جوړه، داچې مابه هروخت په ټولګي كې ټوكو اوشوخيو ته لمنه وهله دنورو ټولګيوالو هم راسره دومره جوړه وه چې څه ووايم .... دوروستي درسي ساعت استاد مو نه وو ټولو له يواوبل سره خبرې كولې ماته داسې موقع په لاس نه راتله چې ټوكې جوړې كړم ،نرګس راسره خبرې شروع كړې نرګس په ټولګي كې له هيچاسره خبرې نه كولې هغه ډيره مغروره جينئ وه نه پوهيدم چې نن يې ولې له ماسره خبرو كولوته زړه ښه كړى وو.لږوروسته وپوهيدم وې ((اتله ډير ښه نوټ مو نيولې)) ماورته كړه څنګه وې ستا دنوټ كتابچه مې له لښتې اخيستي ډيرزيات مشكلات مې ترې حل كړل ماورته وويل نرګس داستاسې دنظرښكلاده كنه زه .... په ټولګي كې هم يوازې يوڅوتنه محصلان پاتې وو زه هم له ځايه پورته شوم غوښتل مې ټولګى پريږدم اودليليې په لوري لاړشم خوزماله پورته كيدو سره سم لښته هم له ځايه پورته شوه كله چې هغې خپل بكس برابر وو نووهيدم چې هغه هم له ما سره يو ځاى تلل غواړي لږورته ودريدم زه او لښته يوځاى په يوه نامالوم لوري راون شو، دلښتې خندا چندانې خوند نه راكوو غوښتل مې غوسه يې كړم او دورځې وروستي هدف ته ورسيږم. مالږځان غوسه غوندې ونيوه او ورته ومي ويل لكه چې ته په خپل بدرنګ ليك باندې شرميږې چې زمادنوټ كتابچه دې نرګس ته وركړې ده لښته يوځل بيازما دژوند انځور جو ړشو او دومره ښايسته غوسه يې وكړه چې نيږدې وه په غيږكي يې ونيسم ولې ته كوم مير زا او حطاط يې چې زه به بيا ستادنوټ كتابچه نرګس ته وركوم. ستاليك مې هم ليدلى چې له مابدتردى. ماوويل بس كه ليك مې ښايسته وي اوكه بدرنګ همدا اوس ځم له نرګس سره به لږګپ شپ هم ولګوم اوكتابچه به هم ترې راوړم لږسات به مې تيرشي . ما له خپله خبره دپاى تربريده نه ورسولې چې د لښتې په بڼه كې مې دښايسته او خوندورې غوسې پرځاى يوه بل ډول غوسه وليده اوپه سترګوكې يې اوښكې ګډوډې شوې په خپله خبره ډير زيات پيښمان شوم غوښتل مې هغه بيرته پخلا كړم خوزما له خبرو وړاندې هغې راته وويل ښه اوس وپوهيدم چې تا ولې زه هره ورځ تنګولم ،خو وړاندې به دې ويلي واى چې ما نرګس ته دام ايښى دى ولې دې زه دا دومره كالونه تش په خبرو وغولولم. داخبره يې بشپړه كړه او وړاندې په كړند يو ګامونو روانه شوه، زه هم ورپسې شوم اودلښتې دپخلا كيدو ټول چلونه مې په كار واچول خويو هم مثبته پايله نه درلوده . لښته همداسې هم په ګړندوګامو نو روانه وه ،زه له دي لږوړاندې له پاخه سړكه پوري غاړې ته شوم، كيناستم غوښتل مې دبوټ مزى كلك كړم، لښته له ما وروسته را روانه وه ماوويل كه هغه زما خواته راورسيږي نوبې له كومه شرمه يې كلكه په غيږكې نيسم له دې فكره دتيز رفتاره موټر دبريكونوغږ وويستم نه پوهيږم چې ماڅنګه لښتې ته ځان ور ورساوه اوهغه مې غيږكې ونيوه لښتې قصداً ځان دموټر ټايرونو ته غورځولى وو لښته زما په غيږكې وه هغې يوازې سترګې غړولى شوې دلښتې له سترګودا اټكل كيده چې هغه په دې كارډيره پيښمانه ده..... زه نه پوهيدم چې څه وكړم په سلګونو ځوانان ،پيغلې اوسپين ږيري مې چارچاپيره ولاړووفكركول اوځان كنټرولول داهرڅه مې له واكه وتي وو نه پوهيدم چې څه وكړم دهغې په وينو سور مخ مې څو څو ځلې ښكول كړ شونډې مې په وينوسرې شوې ..... په دې كې يوسپين ږيرى چې تر ټولو زيات زما خواته ولاړوو . وويل ها زويه داڅادر درواخله اوپرې هوار يې كړه خداى( ج ) دې وبخښي .ما خپل دماغ له لاسه وركړ ل نه پوهيږم چې له خولې به مې څومره زوروه چيغه وتلي وي له چيغي سره سم په كوټه كې ټول بيده مور، وروڼه اوخويندې مې ټول راويښ شول مورمې سرته ودريده زو....زوي ....زويه څه خبره وه لكه چې و ويريدې هله ته پورته شه ..... دخداى ج شكرمې وويست چې لښته مې په خوب كې ماته شوي، بيرته مې سر په بړستن كې ننويست اوله ځانه سره مې ژمنه وكړه چې زه به بيا هيڅكله هم لښته غوسه نه كړم .