د کرکېټ لوبه په نړېواله کچه ډېر مینه وال لري، د جنوبي آسیا د هېوادونو وګړي یې د جنون او لېونتوب تر برېده مینه وال دي. د هند، پاکستان او بنګله دیش وګړي په پوره جوش، خروش او جذبې سره د کرکېت لوبې ګوري په ځانګړې ډول د خپلو ملي لوبډلو لوبې. آن د بایللو په صورت کې لارو کوڅو ته راوځي، تلویزونونه ماتوي، یو بل سره شرطونه تړي، د خپلو لوبغاړو انځورونه سوزوي، په ضد یې شعارونه ورکوي کورونه یې کلابند کوي تر دې چې د اړتیا پر مهال یې د کورونو ساتنه پوځ ته د یو مهال لپاره سپارل کېږي.
په افغانستان د شوروي اتحاد له یرغل وروسته ډېر افغانان پاکستان ته کډوال شول، هلته د کرکېټ سره اشنا شول او د دې لوبې سره یې مینه پیدا شوه. په پيل کې چې افغانستان خپله ملي لوبډله نه لرله ډېرو افغانانو به د پاکستان له ملي لوبډلې ملاتړ کوه، یو شمېر نورو یې بیا د آسترالیا، هند، جنوبي افریقا، نیوزیلېڼډ او انګلستان شوقیان وو. راځو اصل موضوع ته افغان کډوال به پخپلو پنډغالو کې په رېګونو، خاورو، سره ګرمۍ او نا مساعدو حالاتو کې د کرکېت لوبه کوله، ډېرو کمو یې کلبونو او معیاري لوبو د تمرینونو تر سره کولو ته لاسرسی درلود. په افغانستان د امریکا له برید او د طالبانو د ټغر له ټولېدو وروسته افغانستان ته کرکېټ را ولېږدول شو. دلته ورته پاملرنه وشوه په تدریجي ډول یې پرمختګ وکړ، کرکېټ بورډ رامنځته شو او یوې ځانګړې ادارې د کرکېټ چارې په لاس کې واخېستې تر دې چې افغانستان د کرکېټ د نړېوالې شورا بشپړ غړیتوب واخېست او اوس د دې شورا بشپړ غړی هېواد دی.
افغان لوبغاړو په ډېرو سختو حالاتو کې کرکېټ ته اوږه ورکړه، د ملي لوبډلې ډېری لوبغاړي په پیل کې له ډېرو ستونزو سره مخ ول، چې ډېریو یې سختي اقتصادي ستونزې درلودې، له همدې کبله یې سختو او شاقه کارونو ته اوږه ورکړې وه او تر څنګ یې د کرکېټ تمریونونو ته هم وخت ورکولو. د دې لوبغاړو له منځه یو هم د افغانستان د کرکېټ د اسمان ځلانده ستوری محمد نبي عیسی خیل دی، چې په کمه موده کې یې ډېر شهرت موندلی دی او په نړیواله کچه نوم لري، زه د ښاغلي نبي چې زما د خوښې لوبغاړی هم دی په ژوند او د کرکېټ په شالید یې لږه رڼا اچوم.
محمد نبي عیسی خیل د افغان ملي کرکټ لوبډلې پیاوړی او غښتلی لوبغاړی دی، په توپوهنه او توپ اچونه دواړو کې د افغانستان لپاره په هر ډګر کې ځلیدلی دی.دی ښې لاسى منډه جوړوونکى او ورو (سپین) توپ اچوونکی دی. محمد نبي عیسی خیل د افغانستان په کرېکټ کې مشهوره څېره ده، چې له شاوخوا ۱۵ کلونو یې د ملي لوبډلې جامې پر تن دي او ددغې لوبډلې لپاره لوبېدلی دی. هغه خپل لومړني تمرینونه د پېښور په ارشد خان کرکېټ اکاډيمۍ کې تر سره کړي دي.
محمد نبي عيسى خيل يو له هغو لوبغاړو دى چې د انگلستان مخکيني کپتان مايک گېتينگ يې ډيره ستاينه او سپارښتنه کړې ده، د هغه په انتخاب دى د نړۍ په تر ټولو مشهور کلب ايم سي سي کې ولوبيد.
نبي د انگلستان د ايسيکس کاونټۍ له دويم ټيم سره په لوبه کې سل منډې وکړې او دغه راز يې د پاکستان د کسټم له خوا هم په يوه لوبه کې سل منډې کړې دي.
د محمد نبي عیسی خیل زوکړه:
محمد نبی عیسی خیل په ۱۹۸۵ کال د مارچ میاشتې په اوومه نېټه د لوگر په ولایت کې زیږیدلی دی، خو د کرکېټ د نړیوالې شورا په رسمي ویبپاڼه د هغه د زوکړې نېټه د ۱۹۸۵ کال د جنورۍ لومړۍ نېټه ښودل شوې ده. په ۲۰۰۹ کال کې یې خپله لومړنۍ ملي لوبه د سکاټلینډ لوبډلې په وړاندی تر سره کړه .
د نبي عیسی خیل د خوښې لوبغاړي:
هغه د پاکستاني تلویزیون خیبر نیوز سره په مرکه کې وویل چې د پاکستان په ټیم کې یې عبدالرزاق چې ښه الرونډر دی خوښېږي، او په ورو یا سپین بالرانو کې یې ثقلین مشتاق د خوښې توپ اچوونکی دی، د نبي په وینا له ثقلین مشتاق سره یې څو ځلې لیدلې هم دی او له هغه یې د ورو توپ اچوونې چل زده کړ او سلا مشورې یې ورسره کړې دي. نبي په یوه مرکه کې ویلي وو چې د انګلستان تکړه توپ وهونکی کېون پیټرسن یې د خوښې توپ وهونکی دی. ښاغلي نبي د امریکا غږ سره په یوه تازه مرکه کې ویلي چې غواړي د هند له مشهور توپ وهونکي او پخواني لوبډلمشر مهندرا سنګ ډهوني او د سهیلي افریقا له نوموتي توپ وهونکي ای بي ډېوېلرز سره وګوري او مجلس ورسره وکړي تر څو د هغوی له تجربو ګټه واخلي. هغه وویل د ملي ټیم په لوبغاړو کې یې د سمیع شینواري او ګلبدین نایب سره ډېره ناسته پاسته او ولاړه ده.
د محمد نبي بچیان :
محمد نبي په یوه تلویزیوني مرکه وویل چې په ۲۰۰۵ کال کې یې واده کړی دی، دري بچیان لري، دوه یې زامن او یوه يې لور ده. د نبي په وینا مشر زوی یې د کرکېټ لوبه خوښوي غواړي چې د کرکېټ لوبغاړی شي. نبي وویل زه غواړم چې په بچیانو مې زده کړې وکړم نور د هغوی خپل کار دی چې څه شی جوړېدل غواړي.
د ملي لوبډلې له کپتانۍ د محمد نبي استعفا
محمد نبي عیسی خیل د ۲۰۱۳ کال په مارچ کې د نوروز منګل پر ځای د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې کیپټان یا لوبډلمشر ټاکل شوی وو، په ۲۰۱۰ کال کې یې هم د لنډې مودې لپاره لوبډلمشري کړې وه، محمد نبي عیسی خیل د خپلې استعفا لامل ښه نه ځلېدل په ګوته کړي وو. د ښاغلي عیسی خیل د لوبډلمشرۍ پر مهال افغان لوبډله وتوانېده چې په ۲۰۱۳ کال کې د سیالیو له لارې نړیوالو اتلولیو ته لار ومومي خو په وروستيو نړیوالو اتلولیو کې د لوبډلې ښه نه ځلېدلو او خپله ښې لوبې نه کولو له کبله یې د لوبډلمشرۍ له دندې د استعفا پرېکړه وکړه، هغه چاره چې په افغانستان کې ډېره لږه لیدل کېږي. ښاغلي عیسی خیل هغه مهال رسنیو ته ویلي ول:" زما لوبه ډېره خرابه شوې ده، او د لوبډلې ګټې کمې شوې دي. نو ما له ځان سره فکر وکړ چې که ښه لوبه وکړم نو لوبډلې ته به یې ګټه ډېره وي. نو ځکه مې د لوبډلې له مشرۍ د استعفا پرېکړه وکړه
د محمد نبي عیسی خیل د تر سره کړو لوبو مالومات:
دلته به کوښښ وکړو چې د محمد نبی عیسی خیل په تر سره کړو لوبو لږه رڼا واچوو، دا د محمد نبي د نړیوالو لوبو مالومات دي، د لومړي کلاس او کورنۍ لوبې په کې شاملې نه دي. دا هم د یادونې وړ ده چې دا مالومات بدلیدونکي دي ځکه د ملي لوبډلې د لوبغاړي په توګه یې لا لوبې دوام لري.
په ۵۰ یو ورځنیو لوبو کې یې ګډون کړی دی او ټولې منډې یې ۱۱۴۳ دی، همدا ډول یې په ۲۵ شل اوریزو لوبو کې ګډون کړی چې د شل اوریزو لوبو ټولې منډې یې ۲۶۸ دي. تر ټولو ښه بالينگ يې په یو ورځینیو لوبو کې د ۳۱ منډو په بدل کې د څلورو لوبغاړو سوځول وو. او په شل اوریزو لوبو کې د ۲۳ منډو په بدل کې د ۳ لوبغاړو سوځول دي. تر ټولو ډېرې منډې یې ۸۹ دي.
د محمد نبي د آی پي ایل او نورې سوداګریزې لوبې:
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې دوه نوموتي لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل او راشد خان ارمان هغه افغان لوبغاړي دي چې په لومړي ځل د هند د کورنیو سیالیو په مشهور ټورنمنټ آی پي ال کې چې د کرکېت د نړۍ مشهور ستوري په کې لوبېږي واخیستل شول او د حیدر آباد سن رایزر لوبډلې محمد نبي په ۳۰ لکه او راشد خان په ۴۰۰ لکه هندي روپیو وپېرودل. محمد نبي عیسی خیل وايي په آي پي ال کې د دوی اخیستل د افغانستان لپاره د خوښۍ خبره ده. ښاغلي عیسي خیل د افغانستان د کرکټ بورډ په رسمي فیسبوک پاڼه باندې په خپل ویډیویي پیغام کې د سن رایزر حیدراباد له لوبډلې مننه وکړه چې هغه او راشد یې واخیستل. محمد نبي او راشد تر دې مخکې د بنګلدېش په کورنیو سیالیو کې هم لوبېدلي وو. نبي د پاکستان په کورنیو سیاليو یا پاکستان سوپر لیګ کې د کویټې ګلیډېیټرز لپاره لوبه کړې ده، هغه د بنګله دیش په کورنیو سیالیو کې د دوه لوبډلو محمدین سپورټینګ کلب او د سیلهیت رویالز لپاره لوبه کړې ده. همدا ډول څنګه چې پورته یادونه وشوه محمد نبي د ایم سي سي مشهور کرکېټ کلب لپاره هم لوبیدلی دی او اوس مهال د ویسټ انډېز په سوداګریزو لوبو کې لوبېږي.
د محمد نبي د پلار اختطاف:
د محمد نبي عیسي خیل پلار حاجي خوبي عیسی خیل د ۲۰۱۳ کال د می میاشتې په ۲۱ نېټه سهار مهال شا او خوا ۱۰ بجي د جلال آباد ښار سره نژدې د بهسودو ولسوالۍ په سراچه سیمه کې داسې مهال د نامالومه وسله والو له لورې اختطاف شو چې په خپل موټر کې یې د کور پر لور سفر کوه. هغه مهال محمد نبي عیسي خیل ازادۍ راډیو سره په خبرو کې ویلي وو چې نه پوهېږي پلار یې چا او د څه لپاره تښتولی دی.له نېکمرغه پلار یې د یو څو ورځو وروسته خوشي او روغ رمټ کور ته ستون شو.
وروستي