د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهيرد۷۷اوونیزې غونډې رپوټ

د ميرمن کلتوري ـ ټولنيز بهير ٧٧ اونيزه غونډه د ١٣٨٨ هجري شمسي کال د کب د مياشتې په ١٥ نېټه د شنبې په ورځ د ماسپښين په يوه نيمه بجه د پوهنې وزارت په کلوپ کې د کڼ شمېر خويندو په ګډون چې ويانده يې پاريسه خزان ، ريسه يې نعيمه غني او ميلمنه يې برښناغني وه .
غونډه دګلمینې یوسفزۍ له خوا دقرآن عظیم الشان د څو مبارکو آياتونو په تلاوت سره پرانيستل شوه. او د خداى بښلې سويتا پاک روح ته چې څه موده مخکې د يوې ورپېښې شوې ناروغۍ له امله په حق رسېدلې دوعا و شوه همدارنګه دپښتو ژبې دنه ستړې کیدونکي خدمتګار اسدالله دانش دځوانیمرګ زوي حسیب الله پاک روح ته هم ددعا لاسونه پورته ش ل.
د بهير د څو تنوغړو صحابه خروټې ، ساهره شريف، گلالۍ عمر خيل، سوله نيازۍ او پاريسه خزان په گډون يوه کميټه وټاکل شوه تر څو کومې مرستې چې راټولېږي د مرحومې سويتا کورنۍ ته يې وسپاري، همدا راز رتناونکې اوونۍ به دقرآنکریم ختم هم پسې وشي او دهغې دیاد غونډه به دمیرمن بهیر له خوا جوړه شي په غونډه کې به سوله نيازۍ، نظيفه نيازۍ او پاريسه خزان د خداى بښلې سويتامیرزاده د شخصيت په اړوند خبرې وکړي.
غونډه لغمان ولايت له یوه کلي څخه دريحانې په نوم يوې خور رالېږل شوي شعر او څلوريزو په کره کتنه پيل شوه. شعر اوڅلوريزې په لاندې ډول دي :


زړګي ته وایم مکړه اندیښنه ته
ارا م اوسه په دې محله ته
راسره وکړه یوه وعده ته
ګلان وکره په دې کرونده ته
مه راکوه زیاتي غوسه ته
لرې کړه زمونږ تر منځ فاصله ته
لږ زغم او وکړه حوصله ته
ستمونه یو څه کړه خلاصه ته

* * *

زمازړه د غمونو ځاله
همیش یم په ژړا اوناله
څوک مې نه اوري غږ
هر یو له مانه بې زاره

* * *

پرما دغم په سر غم دی
هره ګړې پر ما ماتم دی
چی په کمه سترګه راته ګوري
نه یمه ګرمه نه مې سر خم دی
* * *

زړه ګیه دومره په درزا یې ولې
راته ووایه په واویلا یې ولې
بیوزلوخو ګوګل وی په وینو سور
ناقراره او په رپیدا یې ولې

سولې نيازۍ د شعر په اړوند داسې وويل: دا شعرد يوې نوې او ځوانې شاعرې شعر دى او په لومړي بيت کې که د (وايم) پر ځاى (وايمه) او د (آرام) پر ځاى (آرامه) راوړل شي ښه به وي.
همدارنگه شکريې وويل: د دې شعر ټول بيتونه يو تر بله هيڅ تړاو نلري دا بايد اصلاح شي، نعيمې غنني د شکريه د خبرو په تائيد وويل: د شعر په ټولو بيتونو کې بايد يو څه بدلون راشي. خو خاطرې اسحاق زۍ وويل: شعر ښه شعر دې هر شعر د شاعر د خپل حساس ښکارند وى وي او زياته يې کړه مونږ نشو کولاى چې ټول شعر بدل کړو او دا چې په ځينو بيتونو کې سيلابونه کم او زيات دي که يو برابر شي نو ښه به وي.
نظيفه نيازۍ وويل: په شعر کې (ته، ته) زيات کارول شوى که چيرې دا ترې وويستل شي ښه به وي. خو سوله نيازۍ بياوويل: چې (ته، ته) په دى شعر کې رديف دى همدار راز زياته يې کړه چې د شعر وروستى بيت (لږ زغم او وکړه حوصله ته) داسې بدل شي يعنى د (وکړه) پرځاى(زغم) اود (زغم) کلمې پرځاى(وکړه) راشي دا بيت به يوڅه روان شي.
د څلوريځو په اړه د بهير غړو وويل: چې د شعر په پرتله په څلوريزو کې يې نيمگړتياوې نه ليدل کيږي.
لطيفه لالهاند د دوهمې څلوريزې د لومړي بيت په هکله وويل: چې (پر ما دغم پر سر غم دى) يو څه سکتگي لري دا بايد داسى وليکل شي چې ( پر ما دغم د پاڅه غم دى) همدارنګه په وروستۍ څلوريزې يې د بهير د غړ لخوا داسى داسې نظرورکول شو، چې د لومړي بيت په دوهمه مصرع کې د (راته ووايه) پر ځاى (د درد او غم نه) راوستل شي. او د دوهم بيت لومړۍ مصرع بايد داسې بدله شي. (له ډيره غمه گوگل سور په وينو)
بیا په کاري مسلو خبرې وشوې، اریانا او میوند پوهنتون ته دبهیر دغړو دمعرفي په اړه پریکړې وشوې.دغه پوهنتونه دمیرمن بهیر غړې دلوړو زده کړو لپاره له حق الزحمې پرته مني.
د غونډې په بله برخه کې د نعيمې غني لخوا د پښتو لنډیو په هکله په
زړه پورى معلومات په دې ډول وړاندې شول:

د لنډ‌یوپه اړه معلومات

د پښتو ژبې او ادب يوه ارزښت منده شتمني ده چې په نورو ژبو کې سارى او بېلګه نلري لنډۍ د وزن او قافيې له اړخه نيمګړې خو د مانا او مفهوم له پلوه بشپړې وي . د لنډۍ لومړۍ نيم بيتي نهه سيلابه او دوهمه نيم بيتي ديارلس سيلابه لري ځينې لنډۍ داسې دي چې په ويلو سره يې يوه تاريخي پېښه د ويونکي ويونکي سترګوته دريږي . لکه :
که په ميوند کې شهيد نه شوې خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه
په جرمني ټوپک مې وله د جدايي خبرې مه کوه مينه
شهيد په لوړه غونډۍ کېږدئ چې يې زيارت کړي د ګيلان ملالې نجونه

لنډۍ اکثره د ښځو له خوا ويل کېږي ځکه چې دا لومړنۍ وسيله ده پرته له دې چې نوم څرګند شي د خپل زړه حال ويلى شي . او يو ځل چې د خلکو غوږونوته ورسېږي او د هغوى د منلو وړ وګرځي نو بيا دهغه اصلي ويونکي ته څوک پام نه کوي خو کله کله نارينه هم لنډۍ وايي خو د نارينه او ښځينه لنډيو توپير په لوستلوکې ښکاري د بېلګې په توګه :

د يارمې جکه نرۍ ونه مايې روزي کړې بله مکړې پرې مينه
د مازديګر زيړیه لمره يايې زما کړې يا يې خاورې کړې غاښونه
د شمله دار ټکري ميرمنې قدم دې نيسه څو خبرې درته کومه
زړه مې په داسې چا مين ده د خولې خبرې په پيسو حسابوينه

ځيني وخت خلک دخوښۍ پر محال داسې لنډۍ وايي :
دا خومې خوشې مسخرې کړې د ګلالي په واده جشن جوړومه
د اکبر خان د واده غږ شو د ګل مکۍ تر پيکي وختل ګلونه

دووتنو داقراراو وعدې په وخت داسې لنډۍ ويل کېږي :
يا به مې دا ياري ياري شي يا يا به مې سر د غرغرې شمال وهينه
يا به دې زلفې کمر بند کړم يا به زما له وينو ووهې خالونه
مينه يم منکره نه يم که شينکى خال مې دچړې په څوکه ځينه

د پردېسۍ او جدايۍ پر وخت کې په خطونو او پيامونو کې داسې لنډۍ ليکل کېږي :
په غنم لوکې درنه لاړم چې د بادام سور ساندې ګل کړي دربه شمه
خط مې ليکه قلم مې مات شو د جانان نوم رانه نيمګړى پاتې شونه

د کوچيانو لخوا هم ځينې لنډۍ ويل شوي دي :
مورې کوچيانوته مې ورکړه کټوکټو مستې به خورم چاغه به شمه
ما د کوچي له عمره ځار کړې په زيړو ګلو کې به مراندې ټک وهينه

لکه د ژوند په نورو اړخونو کې په لنډيو کې هم تشدد دى :
په پېښورکې دې خداى مړ کړه چې جنازه دې په تورخم راواړومه
نورې ښېرې به درته نه کړم خداى دې په سرو جاموکې کونډه کړه مينه

وروسته لطيفې لالهاند يوه ژباړل شوې کيسه چې د بهرنۍ ژبې څخه يې ژباړلى وه ولوستله چې د بهير د غړو لخوا يې د ژباړې ستاينه وشوه.
او دغونډې په پاى کې مشاعره وشوه چې په مشاعره او غونډه کې د غو خويندو گډون کړی و:
ادیبه ادیب،شکريه خروټې ،خاطره اسحق زۍ،سهیلا احمدي،برښنا غني، مرضيه امين، سوله نيازۍ،لطیفه عمر، نعیمې غني،وږمې فضلي ،کرشمه ساپۍ ،رابعه، ،ښکلا مومند ،زیتون شمس نوابي،عزیزې افغاني ،ګلالۍ، برښناساپۍ ، پاریسې خزان ، ،آرزو کبیري،تورپیکۍ مومند، ګلمینه یوسفزۍ ،ماریا،وړانګه ساپۍ ، لطیفه،اوږۍ امیل،مژده ، سپوږمۍ ساپۍ ، لطیفې،سونیا،لیلما ،وړانګې ساپۍ،عزیزې ،گلالۍ عمر خيل، لطيفه لالهاند ، نظيفه نيازۍ ساهره شریف او بصيره حميدي.
په غونډه کې د((اسلامي لارښوونې)) په نوم کتاب په غړو وویشل شو.
په غونډه کې آغلې ساهره شریف او بصیره حمیدي داوونۍ دنیکمرغه میرمنو په توګه وټاکل شوې او دمیرمن بهیر او ازادي راډیو سوغاتونه ورته وویشل شول.
غونډه د مازديگر پر څلور بجودمازدیګرنۍ په خوړلو سره پاى ته ورسيده.
هيره دې نه وي چې د ميرمن کلتوري – بهير اونيزې غونډې هره شنبه د ماسپښين په يوه نيمه بجه د پوهنۍ وزارت په کلوپ کې جوړيږي.