
تاسې مامه ګرموئ. زه ډير د خپل روح په باغ كې د شعر په ګلونو پسې ګرځيدلى يم. خو ما تر اوسه د شعر داسې ګل نه دى پيدا كړى چې د مور د يوې كوچنۍ دعا مخى يې وګڼم. زه نن د خپلو هغو خاطراتو مخ روڼى كوم چې زما د اروا په باغ كې د تنكيو څانګو په څير غځيدلې دي. په دې هيله چې د شعرونو بې شميره ګلونه ونسي، چې د مور د هرې دعا په بدل كې يې ګرانې مور ته ډالى كړم.
تاسې غوږ شئ! د يوه قاتل ژمي كيسه درته كوم. د داسې ژمې كيسه چې تا به ويل له زمهرير نه را زيږيدلى دى. دې ژمې لكه سپين ديو زموږ پر كلې سپينې خيمې ودروالې او زموږ كلى يې ونيو.
دې سپين ديو زموږ د كلي د ډيرو سپين ږيرو، سپين سرو او كوچنيانو تاوده زړونه په واورينو منګولو كې داسې و مروړل چې بيا يې درزا او تودوخه په سترګو هم ونه ليده. غرمه به له كورونه ډك ډك پالنګونه هديرې ته روان وو او مازديګر به له هديرې نه تش تش پلنګونه را روان وو. د نوموړي كال نورموسمونه هم څه بختور موسمونه نه وو. په پسرلي او اوړي كې زموږ ډير زلميان د سره روس سره جنګ كې شهيدان شوي وو. كله چې قاتل ژمى راغى او زموږ د كلي
د هديرې په ډكولو او كورونو په تشولو يې پيل وكړ نو زموږ خلكو نوموړى ژمى د سپين روس په نامه و باله. دې سپين روس په هر څه كې د مرګ زهر ګډ كړي وو. زموږ په كلې كې يوه وبا خوره وه چې مخنيوى يې ډير ګران و. ډاكټر او روغتون نه وو. د ډيرو زورورو ملايانو تاويزونه هم نه چليدل. د نازولو زيارتونو پر سرونو د برم جنډې نيم ځوړندې وې ډيرو سر كښو او ښكرورو څارويو د صدقې په نوم تر سپينو تورو لاندې مرۍ و غځولې. خو بيا به هم هره غرمه له كورنو نه ډك پالنګونه روان وو او هر ماذيګر به له هديرې نه تش پالنګونه را روان وو.
زه به تر نيمو شپو ويښ وم. په تاخ كې به ډيوه تر سهاره بليده. ډيوې به غمګينه او لړزانده لمبه كوله. مور به مې نرى نرى زګروى كاوه. زګيروى يې ډير غمګين وو، لكه د جدايې د جرس غمګينه ازانګه. زما مور لكه د رپيدونكې ډيوې چې د شمال په يوه نرۍ څپه يې د ژوند لمبه چوپيداى شي. په زړه كې به راوګرځيدل : كه ډيوه مړه شي خير دى سبا به راشي، لمر به راوخيژي او دنيا به ټوله رڼا رڼا شي. خو كه مور مې مړه شي زما د برخې لمر به مړ شي او زما ژوند به يوه لويه شپه شي. سهار به د ماښام ورور شي او د ماښام غوندې به تك تور شي.
يوه شيبه به مې د مور زګيروى چوپ شو. د ليوني غوندې به له كټ نه را پورته شوم، په منډه به د مور خوا ته ورغلم، زړه به مې بې واره بې واره ټوپونه وهل د مور پر زړه مې لاس كيښود. ما به وې هسې نه چې مور مې مړه وي.
زما د لاس سره به را ويښه شوه او راته وبه يې ويل : خپل خوب كوه، دا څه ليونى يې! څه مرم خو نه!كليمه به يې وويله او زه به هم له يوه تت اميد سره خپل كټ ته راغلم. سوړ اسويلى به مې وكيښ او په كټ كې به پريوتم. خداى ته به مې د مور د ژوند په باب دعاګانې كولې، نذرونه به مې منل.كوم سهار به چې آسمان شين غوندې و او لمر به را ختلى و، زموږ كلي به يو ډول غمګينه ښكلا پيدا كړې وه. لكه د رنځوري پېغلې ژړ زبېښلى رنګ چې ورو، ورو سور والي ته ګامونه اخلي. لمر به زموږ د كلي په خړو او سپيرو ديوالونو كې ورو ورو د ژوند وينه غځوله.
د بامونو په سرونو د كشماليو په ماتوكوديو كې به د تېر كال د كشماليو اروا وې خاورې شوې وې. ماتو كوديو به خداى ته د دعا لپې نيولې وې او د حال په ژبه به يې ويل : خدايه! لمر ته دې ووايه چې د وريځو زړه څيري او ښه را وځليږي چې د زمهرېر د زړه سپينې وازدې ويلې كړي. چې زموږ په غيږ كې د كشماليو يخ ځپلې ارواوې تودې او را ژوندۍ كړي چې موږ مات كودي پريشانو څڼو او بې ګلونو پټكيو ته غنچې غنچې كشمالي وغوړوو.
د هديرې جنډو به د خداى په دربار كې د سوال لاسونه پورته كړي وو: لويه خدايه! كه قاتل ژمي د پسرلي خون اخيستى وي محكوم يې كړه. او زموږ په وړاندې يې د لمر په ځليدونكو دُرو ووهه چې سپين بدن يې تغمې تغمې شي او د پسرلي ځبېښلي ويني بيرته راقى كړي او زاره يې وچوي. كه د ګلونو ارواوې مړې وي نو لمر ته دې ووايه چي په خپلو زرينو لاسونو او د ستورو غوټې پرانيزي هلته د رنګارنګ ګلونو اروا وې خوندي دې،هغه دي را واخلي په غرونو او دښتوكې دې و كري چي و غوړيږى. ماته مړي مه راليږه، زه له مړونه ستړې يم. پسرلي ته ووايه چې زما ويروونكې څېره بدله او ډير ګلونه دې پر ما و وروي. زه له ژونديو نه ډيره شر ميږم.
سږ كال هغوى پر ما باندې د سړې خورې نوم ايښى دى. وايي : سږكال هديره بنيادمان خوري" خدايه! نور نو زما پوزه په ژوند يو پورې مه پرې كوه.
زموږ د كلي ديوالونه، د كشماليو مات كودي، تش پالنګونه ډكه هديره،دا ټول دعا دعا وو او ټولو د خداى په دربار كې د سوال ځولۍ غوړولې وې. ماشومانو لوبې نه كولې. لكه زموږ د كلي قبرونه غلي ملي پراته وو. يو ناڅا په يوه ماشوم چيغې كړې! توتكۍ راغلې! د پسرلي توتكۍ!
د ټولو ماشومانو په سپيرو مخونو كې وينه وځغليده. لكه مړي چې را ژوند شي له ډيرې خوشحالۍ نه را پورته شول. سترګې يې آسمان ته پورته كړې او چيغي يې ګډې كړې.
كومې دي؟! كومې دي؟!
لومړني ماشوم چي توتكۍ يې ليدلې وې وويل :قسم دى كه درواغ وايم، دوې غبرګې توتكۍ وې . دواړه غبرګې د ځنګل خواته ولاړې.
ټولو ماشومانو نوموړى ماشوم ملامت كړ: مخ دې تور، درواغ وايې، ته نه وينې چې د ځنګل پر سر غرونه غرونه وريځې ګرځي. بيګا ته به ګورې چي ګز واوره ووريږي، په دې وخت كې توتكۍ څه غواړي.
نن شپه آسمان بيا په وريځو كې پټ و. مور مې نن شپه آرامه ويده وه. نن يې ټوله شپه زګيروى ونه كړ. زه هم ارام ويده شوم. سهار لمانځه مهال يوه مهين اوز را ويښ كړم. ما هيڅ ګومان نه كاوه چي زه دې ويښ وم. سترګې مې و موښلې او باڼه مې په زوره زوره ورپول. زه په رښتيا ويښ وم. او همداسې مې هغه خواږه او مهين آوازونه اوريدل. آوازونه يو شيبه غلي شول مور مې لمونځ سرته ورساوه او سلام يې وګرځاوه. په دعا كې يې اول زما نوم واخيست، وطن ته يې دعا وكړه او په پاى كې يې روسانو ته ښيرې وكړې. يو ځل بيا غبرګ مهين او خواږه آوازونه زما غوږونو ته راغلل. مور مې دعا بس كړه او ويې ويل :توتكۍ ستړې مه شئ ستړى مه شئ!!
زموږ په انګړكې دوې غبرګې توتكۍ تا ويدى، غچ غچ يې كاوه او په ډيرې خوشحالۍ يې په چت كې ځاله جوړوله. څومره ښكلى ښكاريدې:لكه له جنت نه چې د دوو مينانو ارواوې راغلې وي. پاسته او سړوكي بد ورو ورو غوټې وهلې. په آسمان كې يوه ذره وريځ هم نه وه. لكه تك شين بنګړى شين ځلېده.
د رنځورې مور د دعاګانو، د توتكيو غچ غچ، خواږه او سړوكي باد او شينكي آسمان زما په زړه كې يو عالم اميدونه و غوړول. د مور په څيره كې مې د ژوند موسكا وليده . په بسم الله را پاڅېدم. ژر ژر مې اودس تازه كړ. په ډيره مينه پر لمانځه ودريدم. په لمانځه كې مې هم اوريدل مور مې توتكيو ته ښه راغلاست وايې او توتكۍ په انګړ كې اتڼ كوي. او د خوښۍ غچ غچ كوي. ما داسې وانګېرله چې توتكۍ مې مور ته د ښه راغلاست په ځواب كې وايي:ژوندۍ اوسې! ژوندۍ اوسې!
زما پر زړه يو خوږ شعر را غوړېدلى و. سلام مې و ګرځاوه. د دعا پر ځاى مې ژر ژر قلم او كاغذ را واخيستل. د لمانځه په مصلې باندې په شعر ليكلو بوخت شوم. ما د خپلې مور لپاره شعر ليكه. دا شعر مې خپلې مور ته د دوى د دعاګانو په بدل كې اهدا كاوه. زما روح له شعر نه همداسې ډك و.
خو هغه څه چې زما په روح او زړه كې وو په شعر او كلماتو كې مې نه شول رانغاړلى. ما شعرونه ليكلاى شو. له سترګونه مې د خوشحالۍ په اوښكو كې شعر را څڅېده او كاغذ يې لمدا وه. ما د شعر د ليكلو پر ځاى له توتكيونه شعر واورېده، چي زما د رنځورې مور له دعاګانو جوړو.
اوس مې هم هغه شعر له جنت نه د دو غبرګو راغليو توتكيو په څير د زړه او روح په انګړ كې نڅا كوي غچ غچ كوي تاويږي را تاويږي.