د پاکستان چې کوم سرتیری مړ شي نو ټولې رسنۍ یې ورته شهید وایي، خو افغاني رسنۍ د وژل شوي لفظ خپل شهید ته استعمالوي. نه پوهیږم که ژورنالیزم اصول وایې چې خپل سرتیری ته دې شهید نه ویل کیږي. که همداسی اصول اوسي نوبیا ولې پاکستان خپل سرتیرو ته شهید وایي.
د نن څخه درې کاله مخکې ترکیې ته راغلم تر څو زده کړې وکړم ډیرې افغانان په هغه کال ترکیې ته په همدې موخه راغلي وو. ترک دولت پورې اړوند یو لیليې کې مو ژوند پېل کړ. سهار به موټر راته او موږ به یې پوهنتون ته بوتلو اوغرمه به یې همدا شان بیرته راوستلو.
یوه ورځ له پوهنتون نه راتلو د غرمې وخت وو سخته ګرمي هم و خو دا هغه ورځې وې چې مونږ په ترکي ژبه یو څه پوهیدلو.
موټر روان وو ترکي سندره پکې چالانه وه زموږ نه یو وړوکی کرولا ډول موټر مخکې شو د مخکې کیدو سره یې ټکر وکړ. زمونږ موټروان هم بریک ونیوه.
د مرستی لپاره وګړو پولیس راوغوښتل پولیس له امبولانس سره راغلل او ټپیان یی له ځان سره یوړل. زموږ موټر هم حرکت وکړ. ټول غلي ناست وو ، خاموشي وه ټولو سرونه خوځول.
د یوافغان غږ د موټر خاموشي ماته کړه هغه موټر چلوونکې ته وویل چې ټیپ ولګوه!
موټرچلوونکې شاته راوکتل او په لوړغږ یی وویل دلته انسانان مري او ته وایې چې سندره ولګوه !
ته څنګه انسان یې !
د موټر چلوونکې احساس ته ګوته په غاښ شوم د ځان سره مې ویل تا خو یو ټکر په خپل سترګو ولیدو دومره پرې خفه شوې چې سینه کې درد او احساس درته اجازه درنه کړه چې سندره ولګوې.
راشه افغانستان کې رسنیو ته وګوره هلته خلک په وینو کې لمبیږي او دوی مستې سندرې خپروي.
آخ کاش احساس خرڅیدی اوس به می له ترکیې نه له ځان سره ډیر زیات وړی و!
افغانان هر ثانیه مرګ په سترګو ویني خو د احساس درک کمرنګه وي .
سندره به روانه اوسی چې پتاسه یم پتاسه هلته دا وجود برخی ټوټه ټوټه کیږی خو دلته به هم د سندره روانه اوسی چی زه مسته لیلی یم زما عاشقان ډیر دي.
کله نه کله راته ډریور یاد شي.هغه ډریور و، خو احساس، د وطن درد، مینه ورسره ترډیروهغه تلویزیون مسولینواو خبریالانو زیاته وه چې ځان ته په مدنیت پوه خلک وایې.
د خندا خبره خو بیا دلته دا چې همدا خبریالان او تلویزیون مسؤلین چې چیرته کینی نو د مدنیت او د انسانیت خبری دوي خلګو ته زده کوي.
هغه پښتو کې یو متل دی لمر په دوه ګوتو نه پټیږي په ۲۰۱۱ کال کې په جلال اباد ښار کې خونړی چاودنه وشوه.
چې ډیری هیوادوال یې شهیدان کړل تاسو به حیران پاتی شی چې زموږ له ځینو رسنیو په همهغه وخت کې هم سندری خپریدی
هغه چې د دی وطن د حق لاری شهیدان دي هغه چې په سینه یی الله اکبر لیکلی وي همهغه سرتیری ته د وژل شوی لفظ استعمال کیږي.هغه چې په بمی پیښو کې پوره پوره د وجود غړي یې د لاسه ورکړل هغه چې پدی راتپل شوی جګره کې یې پوره پوره کورنۍ یې د لاسه ورکړی هغوی ته وژل شوي ویل کیږي. زمونږ د شمشاد ، طلوع او د پاکستان د جیو ترمنځ څه فرق چې هغوی راته هلاک وایې او دوی راته وژل شوي وایې.
د حیرانتیا خبره دلته دا چې هندیان هم خپل سرتیری ته شهید وایې موږ له هنداونو هم بدتر شو وایم چې احساس په پیسو نه اخیستل کیږي چې چاته یې سړی واخلي.
آیا په جګړه کې لګیدلی رباني شهید، جنګیدونکی عسکر ولی نه؟ !ایا ربانی یوازی د دې القابو حقدار دی پدی زرګونو شهیدانو کې چی رسنې هغوي ته وژل شوي وایې او رباني ته قهرمان شهید!
د خبریالی یوه تګلاره دا چې هیڅ چاته د شهادت یا کوم بل داسی القاب ورکولو اجازه نده ورکول شوئ. که پدی اصولو واقعا هم رسنی ولاړ اوسی نو بیا ولې رباني شهید او سرخط کې جنګیدونکی عسکر شهید نه !
خبریالان او رسنۍ بی طرف دی هیڅ چا پوری پیوند نه دي . نو ایا د څرنګه پیوند دی چې احمدشاه مسعود ته ملي شهید او زما عام وګړي شهید نه !
زه انتقاد په رسنیو نه کوم خو د یو عام افغان په صفت چې مونږ افغانان زرګونه شهیدان ورکړل. دهغه یو فکر رسنیو استازو ته ورکول غواړم چې نور باید خپل عسکر او عام وګړو ته چې په بمی پيښو کې ژوند دلاسه ورکوی د وژل شوی پرځای باید د شهید لفظ ورکول شي .
په ګاونډ کې پروت هیواد پاکستاني رسنۍ خپل هیوادوالو ته شهید وایی.
ایا د خبریالی د اصول یوازی د کونډۍ ځوی ته جوړ شوي کنه نورو ته هم ! ایا د خبریالی کړنلارې همداسی وي چې هر چارواکی ته دی اتل او قهرمان شهید القابونه ورکړل شي، اونورو ته د وژل شوي.
ایا تروریزم کوم سرحد لري چې په یوورځ په کابل لاهور کی چاودنې کیږي دهغوي خبرونو سرټکو کې خپل وطن والاتو ته شهید او زمونږ ته هلاک ویل کیږي .
د جهاد په نوم دتروریزم دهغه جګړه پرمونږ دومره په سپین سترګی ټومبول شوی چې په ښکاره مو وژني ، د ورځی په رڼا کی طالب ترهګر ته راته شهید وایې او ماته وژل شوی .
علت یې څه دی ؟ چې افغاني رسنۍ د پاکستاني رسنیو په پل باندی قدم کیږدی .آیا زمونږ رسنې او د هغوی رسنیو تر منځ کوم توپیر لیدل کیږي؟
ایا ترهګري ترکوم چوکاټ پورې محدویدیت لري چې پاکستاني رسنۍ پاکستاني طالبانو ته هلاک او افغاني طالبانو دی شهید وایې.
آیا په بدو کې هم ښه او بد اوسی ؟ ایا په تروریزم کې هم ښه او بد اوسی ؟ هغه چې زمونږ بچي وژني هغوي ته ښه طالبان او چې ددوی په خلاف جنګ کوي هغوی ته بد طالبان ویل کیږي . آیا د کوم رسنیز قانون دی چی عملي کیږي.
آیا د کوم وجدان دی چې خپل د دښمن په تګلارو مونږ روان یو. آیا د کوم وجدان دی په شیشه ښکاره خبریال د بمي سیمی نه په ژوندۍ بڼه خبر کې خپل هیوادوالو ته وژل شوی وایې
په همدی لباس په همدی کمره او په همدی مایک سره د پاکستان جیو خبریاله د لاهور نه په ژاړه ژاړه خپل رسنۍ ته په ژوندی بڼه راپور ورکوي چې زمونږ ډیری هیوادوال په ځانمرګی برید شهیدان شول
هغه یوه خبره د چې بی احساسه خبریال راکړه بې احساسه ټولنه رانه واخله . زمونږ د افغاني رسنیو تر تاثیرلاندې عام افغانان هم خپل شهیدانو ورونو او خویندو ته وژل شوی وایی پرځایې ددی چې شهید ووایې.
وروستي