
پوهنمل محمود نظری
اجمل خټک دومخي زاهد ، ملا او شیخ پر ضد راپاڅیږي اوپه زغرده وايي زه خپل جنت په همدې نړۍ کې تر لاسه کول غواړم ؛ د بلې دنیا په هیله نه پاتې کیږم.
د هغه یو طنزی شعر د جنت په نامه دی چې د« د غیرت چغه » له کتابه رااخیستل شوی دی:
د يو ملا نه مې تپوس وکړلو
ماوې مُلاصاحب جنت بۀ څۀ وي ؟
هغۀ پۀ ګېډه لاس واهۀ ويل يې
( تازه مېوې او د شېدو رودونه )
خواکې کتاب ته يو طالب ناست و
ما وې چې ته به پکې څۀ ووايې ؟
د زليخا کتاب يې بند غوندې کړو
وېل يې ( ښايسته حورې او شنه خالونه)
شېخ د تسبو امېل په لاس ولاړ و
په خپله ږيره کې يې لاس وهلو
دۀ پرې راودانګل؛ نه داسې نۀ ده
( ښکلي غلمان او جنتي سرونه )
يو خان په لويه سجده پروت پاڅېدو
ما وېل چې خان کاکا ستا څه رايه ده ؟
خپله شمله يې سموله، وېل يې
د سرو او سپينو عمبري کورونه
خواکې يو ستړى سيلېدو ولاړ و
ما وې مزدوره تۀ جنت پېژنې؟
د خپل تندي خوله يې وچه کړله
وېل يې ( مړه ګېډه، خواږه خوبونه)
يو لېونى غوندې په لار تېرېدو
ما ويل، يه! فلسفي ته څۀ وايې ؟
خپل ببر سر يې ګراوه ويل يې
( بس د انسان د خوشحالو خوبونه)
ما دې خپل زړۀ ته سر ور ښکته کړلو
دۀ په اوترو سترګو بره کتل
دې شين اسمان ته غورېدو ويل يې
ما اورېدل ترې دا يو څو لفظونه
ويل يې اى د لامکان خاونده !
(په خپل مکان کې خپل اختيار جنت دى )
ګنې ددغې لېونتوب په نامه
(که نار وي نار، که دار وي دار جنت دى )
هغه په دې طنز کې د جنت مفهوم د هر چا له سوچه بیانوي، چې د ټولو موخه خپل ارمان ته رسیدل دی څوک يې د ګېډې د دوږخ ډکول بولي څوک یې حوری او غیلمان ...
هغه دغولونکو زاهدانو چې خپلي غوښتنې او هوسونه د پر دې شا ته پټوي
دوه مخي او منافقت غندي .
دخټک ارمان آزادی ده نو وايي همدا آزادی جنت دی
اجمل خټک دملنګ په نوم دټولنې دبدو دودونواورواجونوپرضدداصلاح په پارانتقادي لیکنې کولې چې طنزیه بڼه یې درلوده. بیا يي دا لیکنې د یوکتاب په ډول د کچکول په نامه په کال( ۱۹۶۰) میلادي کال کی چاپ شو
هغه پښتنو ته په خطاب کې وايي:
يه پښتنو! يه ليونو پښتنو!
يه تس نس شوو پرګنو پښتنو!
راځئ په کور کی مرکه شو سره
دسيالئ وخت دی چی جرګه شو سره
دنيا بدليږی ورته ځان بدل کړو
دغه د ظلم زوړ جهان بدل کړو
هغه په یو شعر کې په نیوکه سره پوښتي ؛
ميښې منمه دنواب صاحب دي
ولې اې اې دانسانانو ربه
دې کې خبره کول توان دچا دى؟
دغه ګوجر غريب انسان دچا دى؟
هغه د سیاسي او ټولنیزو پېښو تر اغیزې لاندې نه راځي
د ناخوالو، بدمرغیواو تېرو په وړاندې را پاڅي او د وخت د موجود حاکم په وړاندی قیام کوي
هغه وايي غټان خو جنتیان پيدا دي را ځي چې دوږخیانو ته جنت وګټو
غټان غټان، نېکان نېکان پېدا دي
دوي خو له ځايه جنتيان پېدا دي
ځئ! هغې خوارو له جنت وګټو
څوک چي له موره دوزخيان پېدا دي
هغه د ملا او زاهد سره نه پخلا کیدونکی دی، د هغو له دومخی غمجن دی ، نوهغوی د نیوکې په چمبه کې نیسي ،هغه د هیڅ ناخوالې پرده نه کوي
هغه د جنت او دوږخ د ټیکه دارو ضد ږغ پورته کوي او له غرغړې نه ویریږي.
هغه وایي:
خداى خو هر څۀ راپيدا کړۀ ښکلي ښکلي
خو سپېرۀ غټان يې بيا کاندي ناولي
د جنت ښائست د دې دپاره نۀ دى
چې به دا د هوس ګوډي ورته زغلي
جنت هر چرته چې دى زما او ستا دى
چې مو زړۀ ورته د ګل هسې صفا دى
هغه په زغرده نارې وهي او وایي زه د هیڅ ډول کړاوه نه وریږم ما مه ډاروئ
موږ لېوني که څوک په دار وېروي
موږ ته د يار د زلفو تار ښکاري
او يا دا چي:
که ظالم مي ژبه غوڅه کړه تېره شوه
تورۍ څومره چي تېره شوله خوږه شوه
اوس که نر وي نو غوږونه دي خپل پرې کړي
چي زما نغمه سړه نه شوله سره شوه
بیا وایي اې ملا! دا زما تر وسه پورته ده زه په خپل زړه اختیار نه لرم هغه مې میخانې ته کاږی ستاد توبو په چل اعتبار نه لرم
چې زه په زړه بانــــدې اختیــــــار نه لرم
پــــــه مسئلـــــــــــــودمـــــــــــلا کار نه لرم
دمیخـــــــــــــانې د رند ســـــــــلام له ځمه
یقین دچـــــــــــــل په استغفــــــــار نه لرم
خټک بابا دخوشحال خټک دميړانې ډک اواز په خپل کلام کې چې تل به پاتي وي داسې اخښلى دى .
لا تر اوسه يې ماغزه په قرار نه دي
چا چې ماسره وهلى سر په سنګ دى
د تاجونو سرزما په خاوره مات دى
تپوس وکړه که اورنک دى که فرنګ دى
نوربيا