د خوشال بابا فکري بهير ۱۹۲ مې غونډې خبرتیا‎!‎

درنو دوستانو السلام عليکم!
راتلونکې پنجشنبه د خوشال بابا فکري بهير ۱۹۲مه اوونيزه غونډه ده. پدې غونډه کې د قرآن پاک د مبارکو آيتونو تر تلاوت او د حديث شريف تر ژباړې وروسته به ښاغلی یونس آرین د روانې اونۍ مهمو ملي او نړیوالو پیښو باندی مرور او تحلیل وړاندی کړي.
 ښاغلی مصطفی عمرزی به د خپل کتاب کله چی ویاړونه بی ارزښته شی (هنگامیکه مفاخر نا چیز میشوند) لنډيز او مهم ټکی ګډونکونو سره شریک کړي. ورپسی به ښاغلی داکتر شریف ځدران د افغان کلمی او هویت په هکله نوې موندنې د پرزینټیشن په بڼه کی وړاندی کړي.
 وخت: پنجشنبه د  زمری ۱۲، ماسپښين دوه نيمې بجې
ځای: قلعه فتح الله، پنځمه کوڅه، د آشنا پوهنتون مخامخ کوڅه، د روكيان مديريتي مشورو مؤسسی مرکزي دفتر
په ډېر درنښت