د خوشال بابا فکري بهير۱۶۵ مې غونډې خبرتیا:

ډېرو قدرمنو دوستانو السلام عليکم!
راتلونکې پنجشنبه د خوشال بابا فکري بهير۱۶۵مه غونډه جوړېږي. ټاکل شوې چې دا غونډه د قرآن‌کريم د څو مبارکو اياتونو په تلاوت سره پیل شي ا و د یوه مبارک حدیث شریف له ترجمې وروسته به په ملي او نړيوالو پېښو مرور وشي.
رحمت الله جمالزی په افغانستان کې ژباړې ته په ور پېښو ننګونو پريزنټېشن لري؛
د کتاب معرفي او ځانګړې وينا هم په پام کې ده.
غونډه به په ټاکلي وخت په شش درک کې د غونډو په همېشني ځای کې پيلېږي. هيله ده د دې غونډې په اړه نورو ته هم ووایاست.
وخت: پنجشنبه، د ماسپښين دوه نیمې بجې
ځای: پل محمود خان نه د شش درک په لور ښي لاس ته لومړۍ کوڅه، ښي لاس ته درېیم کور
په درناوي
خوشال بابا فکري بهیر کارډله