ولله چې پخوا ښه وې راتلې به کلـــه کلــــه
اى ښکلى زمازړه وي راتلې به کلـــه کلــــه
وړوکى وې ماشوم وې،خو په مينه پوهيدلې
مغروره دومـــــره نه وې ،راتلې به کلـــه کلــــه
راتلې به زمونږ کورته، چاهيڅ درته نه ويلې
ترڅنګ به مې ويده وې،راتلې به کله کله
له ډيرې خوشالۍ به، په ځان نه پوهيدمه
خوشاله چې به ته وې، راتلې به کله کله
حـــــوره د جنت وې، کـــــه ښکلې ښاپيرۍ
پوهيږم نه چې څــــه وې ،راتلې به کلـــه کلــــه
ياره ( هاشمي ) ته هغــــه و خـــــتو نه ياد شي
ورسره چې خوله په خوله وې،راتلې به کله کله
سيدبديع الزمان(هاشمي )
S_baduzaman2000@yahoo.com
مبايل: ٠٧٠٧٠٣٠٠١٦
وروستي