د انسان د طبيعت يو ښه عادت استقامت دی. هېڅ شی د«استقامت»د کلمې ځای نشي نېولی، انسان په ژوند کې په ارادي يا غير ارداي ډول تېروتنې کوي. خو تر ټولو اړينه برخه د تيروتنو په اړه دا ده، چې موږ ترې زدکړه وکړو او د ترسره شوو تيروتنو ته د مثبتې زاویې وګورو، تر څو خپلو موخو ته د رسيدو لپاره اسانه لار ومومو. په ژوند کې چې موږ د څه ډول پېښو او ستونزو سره مخ کيږو، د خلاصون لپاره يې بايد يو لړ پړاوونه بشپړ کړو، که چېرې تاسو په هوښيارۍ د ستونزو پر وړاندې خپل پلان ترتيب کړئ، نو د نورو په پرتله به تاسو په اسانۍ دا لړۍ طی کړئ. يو نوی زيږدلی ماشوم په لومړي ځل قدم نشي وهلی، دوی د څو مياشتو لپاره دومداره تمرين ته اړتيا لري. تاسو شايد ډير ځله ليدلي وي چې کوچني ماشومان هڅه کوي تر څو قدم ووهي خو دوی په دې هم نشي توانيدلی چې يواځې ودريږي. که څه هم يو ماشوم د ودريدو په تکل ډير وخت د ماتې سره مخ کيږي خو هېڅکله نه تسليميږي او بيا بيا هڅه کوي تر څو په خپلو پښو ودريږي. همداسې قانون زموږ د ورځني ژوند هم دی، موږ بايد هغه څه چې ماتې مو پکې خوړلې داسې لارې غوره کړو تر څو خپلو غوښتنو ته ورسيږو. ناکامي شايد د لوبې برخه وي، خو واقعي هدف نشي کيدای.
د جونګښې په اړه يوه کيسه مشهوره ده چې وايې:
يوه چونګښه چې په کرونده کې په کار بوخته وه، د بذګر څپرې (د وښو خونه. ژ) ته لاړه، هورې د شيدو ستلونه ايښي ؤ، د يو څه بې احطياطۍ له امله چونګښه د شيدو يو ستل چې نېم ډک ؤ وروغورځيده. هڅه يې وکړه تر څو له دې شره ځان خلاص کړي، خو دا چې د ستل اړخونه لوړ او نري ؤ، نو په دې ونه توانيده تر څو په اسانۍ د ستل څخه ځان وباسي. خو د جونګښې اراده قوي وه، خپلو هلو ځلو ته يې دوام ورکړ. هغې د خپلو پښو پواسطه شيدې تر هغه ښورولې چې بلاخره شيدې په کوچو واوښتې. نو په اسانۍ يې وکړل شول چې په کوچو باندې ټوپ ووهي او د ستل څخه ځان وباسي. “هېڅ کله مه تسليميږه”
د“مقاومت”په اړه يو ښه بېلګه د ابراهم لينکولن (د امريکا ۱۶ ولسمشر) هم کيدای شي. که غواړئ د داسې يو شخص په اړه وپوهيږئ، چې په ژوند کې يې هېڅ ماتې ونه منله نو لينکولن يو ښه مثال کيدای شي. هغه په يوه ډيره بيوزله کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. د ژوند په اوږدو کې د ډيرو ماتو سره مخ شو، اته ځلې په انتخاباتو کې ناکام شو، دوه ځلې يې تجارت کې ماتې وخوړه او هم يو څخه وخت د عصبي ګډ وډيو سره مخ ؤ. هغه بايد نور ددې ستونزو په درلودلو سره د خپلو هلو ځلو لاس اخيستی وای، خو هغه خپلې هڅې جاري وساتلې، چې په پايله کې د امريکا متحده ايالتو په تاريخ کې يو غوره ولسمشر وپيژندل شو. لينکولن يو اتل ؤ هغه هېڅ کله تسليم نه شو.
د ابراهم لينکولن دې خوب چې يو وخت به د امريکا متحده ايالتو ولسمشر جوړيږي ديرش کاله واخيستل. که چېرې تاسو په وار وار هڅه کړي وي او تر اوسه خپلو موخو ته نه وی رسيدلي، نو هېڅکله زړه مه ماتوئ. یاد ولرئ، چې ارزښتناکه هدفونه او هېلې حتمآ وخت نيسي. چې دومامداره هڅې مو خامخا خپلو موخو ته رسوي.
بريالي کسان هېڅکله نه تسليميږي. تر هغه خپله هڅه جاري وساتئ تر څو چې بريالي شوي نه ياست.
وروستي