زما بې نتیجې ملګری

تر یؤې بجې په بازار کې ګرد ورسره ګرځیدم، له ځان سره یې سم زه هم نهار ګرځولم، نور مې زغم صفر ؤ، د پیادرو په منځ کې وچ ودریدم له لاس مې راکش کړ: وسړیه! له ځان سره ما هم نهار ګرځوې، د خدای خاطر نور وکړه!
په تروشه ټنډه یې وویل: ته خو ما نه یې نیولی، ورځه ته د خپله مړۍ وخوره ما څه کوې؟
ـــــــ ګوره! دا ښه خبره نه ده چې زه خوله وهم ته سر ټیټی نهار ناست وې او زما د خولې چړپا اورې، له خپګان څه نه جوړیږي راځه چې دا میرات مړې ډکې کړو بیا به په خپګان سوچ کوو!
سړی مې په څه خواریو رضا کړ، هوټل ته ننوتو، پر چوکیو کېناستو، شاګرد راغی، فرمایش مې ورکړ دقیقه وروسته پر میز د میشکابونو نغمه پورته شوه.
لاس مې ورکوز کړ یو څو سومندي شخوندونه مې وکړل، کله مې چې لږې سترګې وغړیدې ګورم چې ژڼي په ځان ټینګ لاسونه راتاو دي او سر ټیټي لکه مرید په فکرونو کې ډوب دی، پرې ورغږ مې کړ: وسړیه! دا مړۍ درنه سړه شوه!
غلی یې سر راپورته کړ په تونده یې وویل: زما یو دین! یو ځل مې چې وویل بیا نو قسم ده راباندې که زړی هم تر مرۍ تېر کړم، خپل کار کوه!
ـــــــ خدای د څکه درباندې ونه کړي! کوه ذکرونه!
پلتۍ مې هوارې کړې ډوډۍ ته بند شوم، میشکاب مې تر نیمایۍ نه ؤ رسولی چې د ژڼي زڼ زڼی مې تر غوږو شو: ( ټوله مې حل وه.... ظلم یې وکړ.... په تبر د یې پښې راڅخه بوټې په ورنو کې پرې وای خو دا د بې نتیجې زیری د راباندې نه وای شوی.... دا وطن شو نو؟ )
د دغو زڼ زڼیو په اوریدو مې ځان راتم نه کړ بس نو خټ مې وهل ...
ژڼي مخ راتاو کړ په ترخه یې وویل: په دې خاندې چې بې نتیجې یم ها؟ خانده خانده! زه درنه لاړم!
پاڅید خو لاس مې ور واچاوه زر مې پر ځای کېناؤ ماوې غوږ شه!: ساده ګله! ما چې په لومړي ځل کانکور ورکړ بې نتیجې شوم، خو خپه نه شوم، په دویم ځل مې بیا ازموینه ورکړه، موده وروسته د ریاضي او فزیک ریشتې ته بریالی شوم خو سخت خپه شوم.
زر یې مخ راتاو کړ په حیرانۍ یې وویل: وه ساده ګله ته بریالی وې او بیا هم خپه وې؟ ستا په ماغزو کې ډز شوی دی! ته لېونی یې..
خندا ونیو... ستا لېونۍ خبرې ګوره!
ماوې غوږ شه کنه!: خپه ځکه وم چې زما د خوښې پوهنځی نه ؤ، هر هغه څه، که د خوراک، څښاک، پوښاک او یا هم د زده کړې په بڼه وو، چې خوښ د نه وي باید ونه خوړل شي، ونه څښل شي، وانغوستل شي او زده کړې ته یې رانه ونه دانګل شي، ځکه چې داسې نا خوښي شیان روح ته درانده تمامیږي او انسان زوروي! نو ځکه ما د ریاضي او فزیک ریشته ځای په ځای پرېښوده او کال ته مې انتظار وکړ.
سړي غوږونه ببر وو، ټینګ وجود یې ړنګ شوی ؤ، ټنډه یې هم له دریو ګونځو یوې ته راغلي وه.
بیا شروع شوم: په درېیم ځل مې چې ازموینه ورکړه نو موده ورسته د خپل خوښې پوهنځې زیری راباندې وشو، له خوشالۍ په جامو کې نه ځایدم، ورغلم، دا دی تر وروستي کاله هم په کې راورسیدم او کال ته به فارع شم، عمر داسې روان لکه د سترګو رپ!
نو وه ساده! ته د داسې عمر کال ته خپه یې چې هغه د سترګو په رپ کې تیریږي؟
ای ساده! که تا لږ هم عقل درلودای ته به په دې پوه وای چې ته ناکام نه یې بلکې تا ته بله بریا انتظار باسي او ته یې د ګټلو وخت په چټې خپګان چې ذره ګټه یې نه درته رسیږي، ضایع کوې!
لا مې خبرې نه وې ختمې چې ژڼي د هوټل پر شاګرد غږ وکړ: دوه ګرمې ډوډۍاو یو ښۀ خوراک قورمه راوړه!.