
دوشنبه (گل) ٨/٠٣/٢٠١٠
حزب اسلامي افغانستان ذات البيني جگړې د مسلمانانو په گټه نه بولي. دا د مسلمانانو د کمزورۍ سبب جوړيږي. تراوسه د جنگ پوره حقيقت نه دى معلوم. د دې لپاره حزب اسلامي يو لوړ پوړى پلاوى تعيين کړى دى. ترڅو ټوله قضيه له نږدې نه وڅيړي. مونږ داسې جنگونه نه غواړو او په کلکه يې غندو ځکه داسې جنگونه دښمن ته د تبليغاتو لپاره لاره برابروي. مونږ خپلو ټولو مجاهدينو ته توصيه کوو چې له زغم او صبر نه کار واخلي. که مقابل جانب معترض هم وي بيا دې هم زمونږ مجاهدين له صبر او زغم نه کار واخلي. دا خنډونه مونږ له جهاد نه نشي منع کولاى او طالبانو ته هم وايو چې مونږ له تاسو سره جگړه نه کوو. تاسې زمونږ وروڼه ياستئ راځئ چې په گډه د اشغالگرو ځواکونو په خلاف جهاد وکړو د دښمن استخباراتي کړۍ کوښښ کوي چې د حزب اسلامي افغانستان مجاهدينو او طالبانو ترمنح فضاء مغشوشه او جنگونه راپيدا کړي.
الحاج انجنير هارون زرغون
د حزب اسلامي افغانستان پوځي وياند