ما غلا له کوم ځای څخه راپېل کړه !؟ / یوه په زړه پورې کیسه

مېرمنه مې ډېره مریضه وه او ورځ تربلې یې روغتیايي حالت خرابېده، په کور کې مې چې څومره د خرڅ وړ توکي او نغدې پېسې لرلې، هغه ټولې مې پرې خرچه کړلې، خو کومه مثبته پایله یې ورنکړه. ورځ د چهارشنبې وه، د سهار لخوا چې له کور څخه د کار په لور تلم، د مېرمنې حالت مې راته ښه نه ښکارېده، خو هغې راته ویل چې زه نن ښه یمه، ځه ته لاړ شه مزدورۍ ته، که خدای درته نن مزدوري پېدا کړي د ماشومان لپاره به پرې یو څه کورته واخلې.  ما هم مېرمنې ته د روغ صحت ډاډ ورکړ او د مزدورانو تم ځای ته ترې د کارموندنې لپاره روان شوم، کله چې د مزدورانو تم ځای ته ورسیدم، ناڅاپه مې په سترګو تیاره خپره شوه، دا ځکه چې د مزدورانو تم ځای د نورو ورځو په پرتله له ګڼې ګوڼې او بیروبار ډک ښکارېده. زه هم د تم ځای مینځ ته ورننوتم او د یو سپین ږیري بابا او د نورو مزدروانو ترڅنګ ودرېدم. د کار موندنې لپاره مې شېبې شمارلې، خو داسې ښکارېده چې نن دې ډېری مزدوران د تل په څېر بې کاره خپلو کورونو ته ناهیلي ستانه شي، ځکه د مزدورانو شمېر په تم ځای کې بې شمېره وو. د کارموندنې لپاره مې ډېر انتظار ووېست، خو کومه ګټه یې ونکړه. ساعت ته مې چې وکتل د سهار نهه بجې وې او نور نو زما په ګدون ټولو مزدورانو د چهارشنبې له مزدورۍ لاسونه ووینځل او خپلو کورونو ته په ناهیلۍ ستانه شول. کورته په لاره مې یو ځل بیا په فکر د خپلې مېرمنې رنځوریز شکل غلبه وکړه او د مزدورۍ نشتون یې راڅخه هېر کړ.... له یو څه مزل وروسته کورته ورسیدم او په ارامه مې د دروازې د ور په بېرته کولو سره لومړی سر د کور د ننه انګړ ته ورښکاره کړ، ځکه له ډېرې اندېښنې مې په زړه کې سودا وه چې د مېرمنې حالت به مې څنګه وي؟ خو زړه نازړه په دروازه ورننوتم، ګورم چې د مېرمنې سترګې مې په خوب سره ورغلې وې، فکر مې وکړ چې کیدای شي درد یې ارام شوی وي او د بې خوبۍ په خوب به ویده شوې وي. زه هم د خپلې مېرمنې د کټ په لنګه کښېناستم او د هغې په ناجوړتیا مې یو ځل بیا د فکر ټال په ژوند ناهیلی کړم، خو زما دومره څوک نه وو چې د مېرمنې د حالت څخه یې یا ډاډ او یا هم د مرستې غږ راکړی وای، دا ځکه چې زه له مور او پلاره یو وم، نه مې ورور او نه هم خور لرله، خو دا دنده ما خپله مخته وړله او پخپله مې خپل ځان ته ډاډ ورکولو چې که نور څوک نه وي، خدای خو مو شته، الله مهربانه ذات دی او د مظلوم د غږ اوریدونکی دی، له ځانه سره مې د ان شاالله لفظ ووېلو او د لوی دربار له څښتن څخه مې د خپلې مېرمنې په ګدون ټولو مریضانو ته د روغ صحت دعاء وکړه. ناڅاپه مې مېرمن له خوب راویښه شوه، د پښتورګو د پاسه یې خپل لاسونه کېښول او یو ځل بیا یې د پښتورګو له مرګوني درد څخه په کټ کې کله په یوخوا او کله په بل خوا اوښتله. دا وخت مې د مېرمنې حالت راته بیخي مرګونی وبرېښد او ضرور هم وه چې باید ډاکټر ته مې وړی وای، خو په لاس کې مې نغدې روپۍ نه وې چې ډاکټر ته پرې تللي وای. په انګړ کې ډېر ترور ترور وګرځېدم، دا ځکه چې مېرمنه مې له یو سخت حالت سره مخ وه او ماسره یې کومه لار نه وه چې د هغې غم مې پرې خوړلی وای ! له ځان سره مې فکر وکړ، ته راځه یو ځل بیا هغه د جمال خان دروازه ور وټکوه او پور ترې وغواړه، ممکن دا ځل درباندې زړه وسوځوي او یو څو روپۍ پور درکړي، زه هم په بیړه د جمال خان کورته ورغلم او د دروازې زنځیر مې ور وشرنګولو، له لږ ځنډ وروسته یې کوچنی ځوی را ووت، ویل یې: کاکا څوک یې ؟ ورته ومې ویل: سیدولي یم وراره، هغه حاجي صیب سره مې لږ کار وو، ته یې کور کې وګوره که کور کې وو، ورته ووایه چې سیدولي کاکا کار وه درسره. ځوی یې په منډه کور ته ولاړ او جمال خان ته یې زما سوال او ځواب ورسولی وو. جمال خان چې د کلي یو شتمن انسان وو، ستړي مه شي راته د لاس په ګوتو وکړل او په کبرجنه څهره کې یې د نه ځواب لا له وړاندې موجود وه، ویل یې راته: بیا څه غواړې؟ یو خو له تاسو تنګ ته راغلي یو او هر وخت راته دروازه ټکوې. د جمال خان په دې خبره مې زړه لا ناهیلی شو او ورته ومې ویل: خان زما مېرمنه ډېره سخته مریضه ده، په پښتورګو یې سخت درد دی، په جېب کې مې یوه روپۍ نشته چې ډاکټر ته یې یوسم، اوس مې لاس ډېر بند دی، که یو څو روپۍ په پور راکړې، بیا به یې درکړم. خان چې زما خبرې واورېدې، په تریوجنه ټنډه یې راته وویل: زه لاړ شه، ما سره پېسې مېسې نشته، بیا زما کور مخې ته نه ودرېږې او نور یې په شاتګ د خپل کور په دروازه ورننوت او دروازه یې راپسې بنده کړه. زه د خان له دره په ډېرې ناهیلۍ روان شوم او په سترګو کې د خپلې بې وسۍ له وجهې غټې غټې اوښکې راوټوکیدې، خو څه مې کړی وای، مجبوري مې وه. د جمال خان له دره وروسته د جابر خان کورته په لاره شوم او دا ځل مې ټولې هیلې د جابرخان په لور وې، چې که جابرخان راسره د پور مرسته وکړي، زه به یې دا احسان هېڅکله هم نه هېروم. ورو ورو یې کورته ورنږدې کیدم او بالاخره یې د کور دروازې ته ودرېدم، د جابرخان وضع (رویه) چې مې ولیدله، جمال خان ترې ډېر شرف درلوده، دا ځکه جابرخان راته د تل په څېر یو ځل بیا په سپکو، سپورو پېل وکړ او په ټېله (دیکه کولو) راڅخه خپل کور ته ننوت. کورته راستون شوم، له ځان سره مې ښه وژړل، ان تردې چې په ژړا ژړا مې دخپلو اوښکو پاکولو له امله مې د خپل خړبخن څادر ټولې پیڅکې لمدې شوې، خو کورته په ډېرې ناهیلۍ ستون شوم او یو ځل بیا د خپل کور د دروازې په وره په ډېرې ناهیلۍ ورننوتم. مېرمنه مې لا هماغسې په رنځ اخته پرته وه چې ما هم ورته یو بد خبر راوړی وو او هغه بد زیری دا وو چې ماته د کلي هېڅ یو سرمایه دار یوه روپۍ پور رانکړ، دا حالت مې له مېرمنې سره له ډېرې مجبورې شریک کړ او زما دخپرو په پای کې راته وویل: خېر دی سیدولي، ته مه خفه کیږه، زما به قسمت همداسې وي، پریږده چې مړه شم، له داسې ژوند نه خو مرګ ښه دی، د مېرمنې په دې خبرو مې په زړه کې لا اور بل شو او د یو ناکاره کار په کولو یې زه کولو ته وهڅولم. د ماښام تیاره په راخپرېدو وه او ما هم دې ته انتظار وېسته چې ښه تیاره راخپره شي، بیا به یو څه چاره وکړو. د انتظار د شېبو وروسته مې له ځانه سره جوړ کړی پلان په کار واچولو او دا ځل مې د همدغو خانانو څخه د غلا کولو لپاره ملا تړلې وه چې ماته یې پور رانکړ. ښه پخه شپه وه او د جمال خان کورته په غلا ور وا اوښتم، غوښتل مې له کور څخه یې یو څه غلا کړم او بیا یې په بازار کې وپلورم، ترڅو مې پرې مېرمنه له مرګوني حالت څخه راوژغورم، خودا چې زما په قسمت کې نه غلا لیکل شوې وه او نه هم د راحت ژوند، د غلا په کولو هم د جمال خان ځوی ونیولم او لاس په لاس یې خپل پلار ته وسپبارلم. جمال خان چې له غصې تک سور اوښتی وو، راته یې وویل: ته ولې زما کور ته د غلا لپاره را اوښتی یې؟ ته څه مجبوري لرې؟ ولې مزدوري نکوې؟ ښه ښایسته ځواني لرې او د ځوانۍ په دې عمر کې هم دې غلا ته بډې وهلي دي؟ ما چې د جمال خان دې خبرو ته غوږ ایښی وو، سر مې ټيټ او سترګې مې ځمکې ته اچولې وې، ورته ومې ویل: خان زه خو یو بې چاره، بې وزله او یو بې څوکه انسان یمله موره او پلاره یتیم پاتې شوی یم، نه ورور لرم او نه خور او د ګډ ژوند خواږو بې برخې یم. مېرمنه مې له ډېر پخوا نه د پښتورګو تکلیف لري ، په ډېرو ډاکټرانو مې وګرځوله خو د خدای کارونه دي نو، هېڅ ښه کیږي نه، څومره نغدې پېسې او مال چې راسره وه، هغه ټول مې پرې ولګولې، خو کومه ګټه یې ورته ونکړه، اوس مې د مېرمنې حالت بیخي په خرابېدو دی او دپښتورګو د تکلیف له لاسه یې ورځ تربلې ژوند سختېده، په کور کې مې یوه روپۍ نه درلوده چې ډاکټر ته مې وړې وای، د سهار لخوا مزدوري هم راته پېدا نشوه چې یوه نیمه نسخه مې پرې ورته کړی وای، د مېرمنې په حالت مې یواځې خدای خبر دی چې څه به پرې تیریږي؟ ستاسو درته هم څو ځل ودرېدم، چې یو څو روپۍ پور راکړې، خو تاسو په وار وار زه ورټلم او له خپل دره مو ناهیلی وشړلم، له تاسو وروسته د کلي بل شتمن ته ورغلم، خو هغه له تاسو زیات وو، هغه به د رټلو ترڅنګ راته سپکې، سپورې هم وکړې او نور به یې ناهیلی پریښودم. د خدای کارونه و داسې وخت هم راغی چې مېرمنې مې رانه نور د مخه ښې ترڅنګ بښنه هم وغوښته. دې بد حالت زه غلا ته اړ کړم، څو یو څیز غلا کړم، په بازار کې وپلورم او بیا پرې خپلې مېرمنې ته یوه نسخه درمل راوړم، خو دا کار هم ونشو. خان چې زما خبرو ته ښه په غور غوږ نیولی وو، سړ یې ځوړند کړ او دسر په ویښتانو یې د افسوس لاس راښکل. زما چې خپل رنځور زړه له بۍ څوکۍ او نیستۍ له امله له کلونو، کلونو راهیسې ځوریده، خان ته مې په همدغه شېبه کې خپل ډک زړه تش کړ او په پای کې مې ورته په ژړغوني غږ وویل: خان اوس ته راته ووایه، چې زما مېرمنه چې د مرګ په حالت پرته ده څو ځل مې له تاسو پور وغوښت، خو زه مو ناهیلی پریښودم ، بیا مې له بل شتمن څخه پور وغوښت، هغه هم ستا په پل پښه کیښوده، خان چې زما په خبرو یې په سترګو کې اوښکې ډنډ شوې او دلاس په لسټوني یې د سترګو اوښکې پاکې کړې او بیا مې ورته ویل: خان (چې غلا ونکړم نو څه وکړم... !؟)   ــــــــــــــــــــــــــــــــ پای ۱۳۹۶-۴-۲۲