ليکوال : ذبيح الله شريفي
وارسآ او ناټو یوه شوه د خپلو ګټولپاره ؟
اوس بیا راغلې د خپل پلانواو ټیستو لپاره
مونږه پرون وطن ویجاړکړد دوۍ لپاره ؟
نـن بیا کوو جګړۍ د غرب اوعرب لپا ره
دوۍ به بیا پخلا شې د خپلو مقصدولپاره ؟
مونږه به پر یږ دۍ د غم او درد لپا ره
پـښـتنو راځۍ ورکړو لاسو نه د یووالي یو بل سره
ولې د بل په لمسون نـن بیا کوو جګړۍ یو بل سره
په مونږه د خپل بې علمې او جدایی له لاسه ؟
دا نـن تیر یږۍ هر رنګه غمونه
مونږ چې تر څو پورۍ یوځاۍ نشو بیر ته؟
ترهغو پورې به کیږۍ هر رنګه ظلمونه
د بل د خوښۍ لپاره مو پښتو کړه ټوټه ټوټه؟
د بل د ارمآن لپاره نـن بیا تیروو دردونه
پښتنو کین او بوغض ورک کړۍ یو بل سره
د غماز او رقیب له قصده یو شې یو بل سره
دنیا روانه ده یوبل سره خوشحالي کې؟
هر څوک خپل وطن جوړوۍ په سیالی کې
مونږ خپل وطن ورانوؤ د بل ګټو کې ؟
ژوند مو په ژړا تیریږۍ د بل په مستې کې
مونږ دبل دخوښې لپاره خوښ یوو بیلتون
کې؟نورخلک لټوی خپلې ګټې په یوالې کې
پښتنو که په یوه مصلحت راټول شو یو بل سره
هر د ښمن او ظالم به په ګوڼډو ګړو یو بل سره
دغه لوۍ نصيحت پاک سبحان کړۍ؟
هراتفاق ژوند ته رڼا د کامیا بې راوړی
هرچا خپل وطن یې په یووالي رڼا کړی؟
بۍاتفاقې زمونږ وطن ته تیاره راوړی
نـن بیلتون راته هر جنجال جوړکړې؟
دغه مرض به مونږ ته هره تباهي راوړی
پښتنو راځې تیره په هیره وکړو یوبل سره
دخپل غم او درد علاج پیدا کړو یوبل سره
افغانیستان جوړ کړۍ احمد خان او میرویس ده ؟
افغانیستان زمونږه کور او ژوند ده
زمونږ یوالې ارمآن دغفار خان او صمد ده ؟
زمونږ هر غم او درد یو بل سره یو ده
زمونږه یوالې هر دښمن او رقیب لره ګزار ده ؟
زمونږه د غم او درد علاج یوالې ده
پښتنو ته خدا یه هدایت د یوالې و کړۍیوبل سره
په دوعا د ذبیح الله ئې خوشحاله ولرۍ یو بل سره
ذبیح الله شریـفي
وروستي