
ښکلی ژوند و، پلار و مور وه ورور و کوچنۍ خور وه هره ورځ تر دوکانه پلار ته د خوړو وړلو لپاره تلم او خوشحاله کورته ستنیدم. مورکۍ زما تر راتګ پوري هرڅه تیارول ما به هم د ښوونځي جامې واغوستې خواړه به مي وخوړل له ملګرو سره به یو ځای روان شوم. له هغې خوا به له پلار سره کورته راتلم ژوند مي ژوند تیریده.
ناڅاپه مي ژوند ته یوه تیاره راغله هر څه یې را څخه واخیستل. اختر نږدې و پلار مې هر څه سودا کړي وه کور ته چي راغی هر چاته ې خپله ډالۍ ورکړه، خور مي په خاړپوڅو د پلار څنګ ته راغله ورته مسکۍ شوه چی پلار مي ور پام شو د هغې نانځکه یې په دوکان کي هیره شوې وه په بیړه ولاړ هټۍ ته دوکاندار هم ورته ساتلې وه کور ته نه وو راستون شوی چي ناڅاپه د یوه ویرونکی انفجار غږ د کلی هر ګوټ ولرزاوه. ژوند یې زما او د کورنۍ مي په دا بل مخ رواوښت د کور څراغ ( پلار )یې راڅخه واخیسته او زما د ماشومتوب نړۍ ته هم د پای ټکی کیښودل شو.