
د موټر تر څنګ ولاړ وم، دوه تنه یې کم وو نور حرکت ؤ.
ښکلی ځوان چې خیرنې او ځای ځای شلیدلي جامې یې پر تن وې او ګګر خیرن ویښته یې چغ ولاړ وو، مخامخ راته ودریده، لاس یې را اوږد کړ غلي یې وویل: که زکات یاصدقه وي، د خدای په نوم یې راکړه!
یوه شیبه مې نظر د ده په ځوانۍ کې ډوب شو، تر ځنډه یې لاس راته نیولی ؤ، آخر یې له ښکلي ځوانۍ وشرمیدم، زر مې جېب ته لاس کړ یو لسګون تر ګوتو راغی، خو لا مې په ګوتو کې نه ؤ ورکړی چې یوه ماشوم رامنډه کړه، خېرنې جامې او شلیدلي پلاستیکي څپلکې پر پښو وې، پر مخ یې بیګانیو غوماشو پرې راپورته کړي دانې سرې سرې ښکاري دې، لاس یې را اوږد کړ په ستړي ساه یې وویل: ژاولې په لس!
لاس ته مې یې وکتل، په منګول کې یې شپږ د ژاولو واړه کوتي نیولي وو.
له ځوان مې لاس راتاو کړ، د ماشوم له منګول مې یو کوتی راکش کړ او د بل لاس په ګوتو کې مې لسګون ورکړ، ماشوم موسکی شو، لاندې یې د پرتوګ پایڅه ورپورته کړه، په ترپکو لاړ د بل کس مخې ته ودریده: ژاولې په لس...!
راته ولاړ مخامخ ځوان لاس همداسې نیولی ؤ، ویې ویل: ماته خیرات راکوې که لاړ شم؟
ــــــ تاتا مې خیرات درکړ نور څه غواړې؟
په تونده یې وویل: یوه د هم نه ده راکړي! دروغ څه مانا؟ خو ووایه چې نه یې درکوم!
ما ژاوله خولې ته کړه بیا مې وویل: ستا سترګې کار نه کوي، ما چې له ماشوم د ژاولو کوتی واخیست هغه په دې مانا نه ؤ چې زما ژاولو ته خوله تخنیده بلکې ستا لپاره مې له ماشومه د لس روپیو درس واخیست، دا خیرات نه ګڼې؟
لاس یې ورټول کړ، په زیږو زیږو یې وکتلم او لاړ.