زما د وطن شهيده!

ستا سپېڅلي شهادت ته په دوه لاسې سلام
هغه مينه چې تا د خپلې خاورې او هېواد سره درلوده ، ته يې د شهادت تر لوړ مقامه ورسولې . تا ددې هېواد له وګړو څخه د ساتنې په موخه د وخت هر زورور او پرديپال ته خپله سينه سپر کړه او بلاخره د مرګ پرښتو ته ورغاړې وتې .
زما د وطن شهيده !
ستا د ژوند هغه شيبې به مې کله هم هيرې نه شي ، چې د خپلو ولسونو د سوليز ، ارام او سوکاله ژوند لپاره دې ، ترخې او د اور لمبو ته نيولې وې .
ستا د مور هغه کريغې مې اوس هم په ياد دي ، چې تاته د ټليفون د نه کيدو په پايله کې به يې  د هوا څپو ته سپارلې او ټول کلی به يې په ژړا اخيستی و.
شهيده ! ايا ته خبر يې چې ستا نازولې او سپين سرې مور ستا د شهادت د غږ له اوريدو سره ، لکه ونه په ځمکه راپريوته او د تل لپاره يې له نړۍ سترګې پټې کړې ؟
زما د وطن شهيده !
بيا هم ستا سپېڅلتيا ، له وطن سره مينې او شهادت ته په دوه لاسې سلام .
خو ، دريغه ! زما د وطن شهيده !
ستا له شهادت وروسته هيچا هم ستا په يتيمو بچيانو د زړه سوي لاس راکش نه کړ ، ستا کمکي او ګلالي بچيان نن ددې خلکو په منځ کې د ژوندانه له هر حق څخه محروم پاتې دي ، ستا نازولي ماشومان نن ورځ ، نه خو په ګيده ماړه دي او نه په سمو جامو پټ دي ، نه يې چا د زده کړو غم وخوړ او نه يې د ښه راتلونکې .
زما د طن شهيده ! هغه څوک چې ته يې د ارام ژوند لپاره د مرګ تر پولې ورسيدې ، نن ورځ ستا له يتيمو بچيانو د خپلو حقوقو د ورکړې په بدل کې پيسې غواړي او ستا ګلالي بچيان ددې بار له پورته کولو ناتوانه دي .
ستا او ستا په شان د نورو زرګونو شهيدانو لپاره هغه ځانګړې شوې ځمکه چې د شهيدانو کورنيو لپاره به ويشل کيږي ، نن پرې ددې هېواد زورواکو اړولي او هيڅوک داسې نه شته ، چې ستا حق له دوی څخه راوګرځوي او ستا تر بچيانو يې ورسوي .
زما د وطن شهيده !
ستا سپېڅلتيا او شهادت ته سلام
خو ، افسوس ستا په حال ، چې د څومره  احسان فراموشه ، ظالمو ، بې رحمه او بدرنګو انسانانو لپاره دې خپله وينه تويه کړه .
کوم ، چې ستا د وينې يې زره قدرې  قدر هم ونکړ .