
پوهنمل محمود نظری
سردار داود خان له پاکستاني چارواکو سره يو لنډ سياسي جوړ جاړي ته رسېدلی وو، نو ملنګ جانه ته یې وویل چې تر يوه وخته د پښتونستان له يادونې ډډه وکړي او ملنګ جان ورته پرهماغه ماښام داښکلی او سېمبوليک غزل د يوه شاګرد په زړه راکښونکې ږغ کې ور ته ډالۍ کړ
چا غوږ کــــې راتــــه ووېـــل چې جانان مه يادوه
د سرو شونډو له پـــــاســــه سور پېزوان مه يادو
زما مينه رښتيا ده، هوس نـــه دی په دې پوه شه
نور و نه وايــــې ماته چــــې جــــانـــــان مه يادوه
شمه پــــــــه ژړا ده، لبـــــــاســــــي پتنګان لاړل
وردانګه ملنګ جانه، خــــوف د ځــــــــان مه يادوه!
پر داود خان باندې دې غزل دومره اغېز ښندلی وو چې سم له سمونې يې ترې بښنه وغوښته.
***
په یوه بیړۍ کې ناست وم، چې زموږ تر شا یو ه کوشنی بیړۍ ډوبه شوه په هغه کې دوه ورونه وه چې ډواره اوبو ته ولویدل
زموږ په بیړۍ کې یو مشر سړي ماڼوګي ته وویل:
که دي هغوی وژغورل د هر یو په ژغورولو پینځوس دیناره درکوم
ماڼوګی د هغو د ژغورولو لپاره سیند ته ولویدله هغو څخه يي یو په ډیر وخت راویست او بل یې ډوب شو
ما مشرته وویل : د هغه عمر پاته نه وو ځکه ماڼوګي ځنډ وکړ
ماڼوګي په خندا وویل: ته ښه وایي ماغوښتل هغه راوباسم مګریو ورځ په دښته کې پاته وم دغه دوو ورونو زه وژغورلم دغه چې ماراویست پر اوښ سپور کړم او هغه بل یې چې ډوب شو په شلاخو ووهلم
هغه مشر سړی سمدلاسه وویل:
صدق الله من عَمِل صالحاً فَلَنِفسهِ و مَن اَساءَ فَعَليها
هغه چې ښه وکړی ګټه يي خپل نفس ته ده هغه چې بد وکړه بدي يې خپل نفس ته ده
كار درويش مستمند بر آر
كه ترا نيز كارها باشد
دردمند درویش کار وکړه
چې ته هم لرې کارونه
***
یو مسافر په یوه دښته کې ورک شوی وو د هغه خواړه او اوبه هم خلاصی شوي وې یو څو درم يي درلوده ډیر وګرځید لاره يي پیدا نه کړه اواخیر له لوږې مړ شو.
یوه ډله په هغه لاره تیریده د هغه پیسې مخي ته پرتې او په مځکه يې لیکلی وه:
دربیابان فقیر سوخته را
شلغم پخته به که نقره خام
په وچه دښته کې وږي فقیر ته
پوخ ټېپر ښه دی تر اوومو (سپین) زرو
***
دیو کب نیونکي په دام کې یو ډیر غټ کب بند شو مګر هغه ونه شوای کولی هغه راوباسي هغه ددام سره وتښتید
د وستانو يي هغه ملامتوی
هغه یې په ځواب کې وویل:
دام هر وار ماهی آوردی
ماهی این بار رفت و دام ببرد
دام هر وار کب راوړی
کب دا وار ولاړ دام يي یووړ
نورو کب نیوکو هغه ملامت کړ، چې ولي يې دومره ښه کب له لاسه ووت
هغه يي په ځواب کی وویل:
څه مې کولی شول چې هغه زما روزی نه وه دهغه روزی لا پاته وه
صياد بی روزی در دجله نگيرد
و ماهی بی اجل بر خشک نميرد.
بی روزی ښکاری په سیند کې نیولی نشی
او بی اجله کب په وچه نه مری
***
یو لاس تنګ سوک وهونکي پلار ته وویل :
ما ته اجازه راکړه چې سفر وکړم او د مټو په زور بری تر لاسه کړم
پلار یي ورته وویل: دا خیال له سره وباسه په همدی ژوند قناعت وکړه لویانو ویلی دی:دولت په پوه نه دی په بخت دی
اګر بهر سر موئیت صد خرد باشد
خرد به کار نیاید چو بخت بد باشد
که په ککرۍ کی دی له وېښته ډیر ه پوه وي
پوه په درد نخوري چې بخت بد وي
پلار یي خپل زوی ته وویل : سفرپينځو خلکو ته ګټه لري
لو مړی: هغه تجار چې ډیر شته ، مرییان ، مېنځې ،چاکران او نوکران ولري چې هر چیرې ولاړشي
عزت يي کیږي.
دویم : هغه عالم چې پوه او فصاحت ولري هر چیری یې خلک درناوی کوي.
وجود مردم دانا مثال زر طلی است
که هر کجابرود قدر وقیمتش دانند
بزرګ زاده نادان به شهر واماند
که در دیار غربیش به هیچ نستاند
دپوه خلکو ژبه او وینا ده زر
هر چیري یې قیمت شته او قدر
یو بیړا شاهزاده پاته شو په ښار کي
په مسافری کې يې هیڅ چا ونه کړ قدر
درېیم: هغه ښکلی چې خلک يي خبري غنیمت ګڼي او په چوپړ يې منت ګټي
شاهد آن جا که رود حرمت عزت بیند
وربرانند به قهرش پدر و مادر وخویش
ګفت خاموش که هر کس که جمالی دارد
هر کجا پای نهد دست نداردش پیش
ښکلی چې هر چیری ولاړ شي لري عزت
که څه پلار او مور شړلی وي په غوسه
ویل یې غلی شه هر څوک چې لرې جمال
هر چیری چې پښه کښیږدی هلته دی میلمه
څلورم : هغه چې ښه ږغ سندر بول وي. چې مارغان له الوتو ودروي
به از روی زیبا ست آواز خوش
که ان حظ نفس واین قوت روح
د ښکلی مخه ښه دی ښه ږغ
چی دا د نفس خوند دی او هغه د روح قوت
پینځم: هغه کسب کار چې دلاسو په ټناکو او د تندي په خولو نفقه پيدا کوي
ګر به غریبی رود از شهر خویش
سختی و محنت نبرد پنبه دوز
وربه خرابی فتد از مملکت
ګرسنه خفتد ملک نیم روز
که څوک مسافر شی له خپله ښاره
نه وږی تږی کیږی چیری پينه دوز( چمیار)
که په هیواد راشی بد مرغی
وږی به ویده شي پاچا د نیم روز( سیستان)
زویه !دا هغه صفتونه دي چې په سفر کې په کار یږی او ددې نه بل خیال ان نوم اخیستل يي لا ګناه ده
کبوتری که دګر آشیان نخواهد دید
قضا همی بردش تا به سوی دانه دام
رزق اګر بی ګمان برسد
شرط عقلست جستن از درها
کوتره به خپله ځاله ونه وینوی بیا
چې یې بوځي د دانی دام ته قضا
چې رسي درته بې جنجاله روزي
له هغه ځایه تلل دي بې عقلي
زوی يي ویل : زه هم د مست پیل سره جنګیږم او دخښمن زمری سره غیز ه نیسم نو اې پلاره اجازه راکړه چې ولاړ شم
شپ هر توانګری به سرایی همی رود
درویش هر کجا که شب امد سرای اوست
دشپی هر شتمن یو سرای ته ځی
په درویش چې چیري شپه شي هغه یې سرای دی
هغه په سفر رهي شو. دیوې بیړۍ خواته ورغی داچې هغه لږی پیسې یې درلودې ماڼو هغه بیړۍ ته پری نه ښود ماڼو په خندا ورته ویل:
زر نداری نتوان رفت به زور از دریا
زور ده مرده چه باشد زر یک مرده بیار
بی زرو په زور نه شوای تلای له سینده
د لسو سړو زور هیڅ دی دیو سړی زر راوړه
ځوان په غوسه شو غوښتل يې غچ ترې واخلي مګر بیړۍ تللی وه
هغه ماڼو ته ږغ کړ : دا زما کالي غواړې؟
ماڼو را وکرځید
هغه ماڼو ښه وډبوی د بیړۍ مسافرو هغو سره پخلا او په بیه يي سره جوړ کړل
کله چې بېړۍ د یونان ټاپو ته نژدې شوه ،ماڼو ږغ کړل بیړۍ خرابه شوې ده یو دلاور او زورورمی په کار دی چې د بیړۍ ببوری (بادبان) ته پورته شي او د بیړۍ مهار سم کړي
چو خوش گفت بكتاش با خیل تاش
چو دشمن خراشیدی ایمن مباش
سنگ بر باره حصار مزن
که بود کز حصار سنگ آید
څه ښه ویل خواجه خپل مریي ته
چې دښمن لرې نوډاډه مه اوسه
ډبره د کلا دیوال ته مه غورځوه
نه چی د کلاراغبرګه شی هغه
ځوان د بېرۍ ببوزی ته پورته شو ماڼو رسۍ پری کړ ه ځوان سیند ته ولوید او بېړۍ ولاړه.
هغه یو شپون وژغوره او په د ترخو بوټو په جرړو يي دهغه درملنه وکړه
هغه بیا مخ په بیابان رهي شو ډیر تږی و یو کاروان يي ولید هغو شربت څښل هغه زاری ورته وکړې مګر هغو څه ورنه کړه
هغه د اړتیا له مخکې د هغو پسې شو د شپې یوې ناوې( درې )ته ورسیدل چې د غلو ځای و ټوله په ویره کې وه هغه ځوان ورته وویل :
چرت مه وهی زه یوازې پینځوسو غلو ته بس یم که نو رځوانان زما سره یو ځای شي بیا بلکل بیغمه اوسئ
هغو په دې خبرو هغه ته ښه خواړه او د ویده کیدو ځای ورکړ
یو جهان دیده سپين ږیري دکاروان خلکو ته وویل :زه له غلو دومره نه ویرېږم لکه دا دې ځوانه ،هغه خپله غل یا د غلوو مخبر نه وي په هغه اعتبار مه کوئ هغه همداسې ویده پریږدئ
کاروان هغه ویده پریښود.
ځوان چې سهار را وېښ شو کاروان تللی و هغه وږی تږی پاته و
په همدی چرت کې و، یو شهزاده چې ښکار ته راوتی وو د هغه سر ته ودرید هغه يې ډیر پریښان ولید
له هغه يي وپوښتل: د کوم ځای يي؟
هغه ټوله کیسه ورته وکړه
شهزاده هغه ته څه شته ورکړه او هغه بیرته خپل ښار ته راغی
پلار يي خوشاله شو ، هغه ټوله نکل پلارته وکړ .
پلار یې ورته ویل: ما درته ویلی وه
تش لاس دزورور لاس تړي او د زمری چمبه ماتوي
زوی یې ورته ویل :
پلاره بې رنجه ګنج چاته په لاس نه ورځي چې خطر ونه نه منې ظفر نشته چې دانه ونه کرې حاصل نشته په هغه نیښ چې ما وخوړ شات مې راوړل
غواص اگر اندیشه کند کام نهنگ
هرگز نکند درّ گرانمایه به چنگ
لامبوزن که د نهنګ له خولې وویریږی
هیڅ کله به ګران در تر لاسه نه کړی
زویه د ا وار فلک ستا سره مرسته وکړه یو شهزاده درباندې پېښ شو او تا ته یې نعمت درکړ خو کار ډیر لږ پېښیږي چې بیا په دې تمه ختا نه وځي
هغه کیسه به دي اوریدلې وي :
د پارس پاچا د ساتیر ي لپاره شیزار ته ولاړ او هلته یې خپله ګوتمۍ پر هغې ګنبدې چې عضد جوړه کړی وه بنده کړه او اعلان يي وکړ هر چا چې غښۍ له دې ګوتمۍ تیر کړ دا ګوتمۍ د هغه ده
څلور سوه ملګرو يې غښې ختا کړه مګر د یو هلک غښۍ چې بازی يي کولې له ګوتمۍ تیر شو
شهزاده هغه ډیر ونازوه او هغه ګوتمۍ يې هغه ته ورکړه
هلک هم خپله غښې او لیندۍ وسوځول
شهزاده ترې وپوښتل: ولي؟
هغه ځواب ورکړ:
چې دا افتخار می دایمی شی
گاه باشد که کودکی نادان
به غلط بر هدف زند تیری
کله وي چې د یو ناپوه ماشوم
غښۍپه غلطی نښه وولي بیا
***
وایي یو عرب څه پیسې زیرمه کړي وې او له شپې یې دغلو له ویرې خوب نه درلود ، یو دوست يې له ځان سره کړ چې د یوازیتوبه ونه ډاریږي هغه څو شپې ورسره تیری کړی هغه خبر شو هغه څه درهمونه لري نوهغه يې ترې غلا کړه او وتښتید
سهار عرب ژړل یوګاونډي يې ترې وپوښتل:
ولې ژاړې مال دي غله وړی دی؟
هغه ځواب ورکړ : یا مله وړی دی
زخم دندان دشمنی بترست
که نماید به چشم مردم دوست
د دښمن د غاښ ټپ ښه دی
نه د هغه چې ته يې ګڼې دوست