پر غیر اخلاقي ویب پاڼو او که پر ........ بندیز؟

له يوې څه مودې راهیسې په رسنیو کې پر دې بحث روان دی، چې افغان حکومت غواړي پر غیر اخلاقي ویب پاڼو بندیز ولګوي. خبر په زړه پورې و، چې دواړه منفي او مثبت غبرګونونه یې له ځانه سره درلودل.
پر غیر اخلاقي ویب پاڼو او چینلونو باندې بندیز لګول ډیر پر ځای او مناسب ګام دی، خو پوښتنه دا ده چې حکومت به په دې برخه کې تر کومه حده بریالی وي؟ یاده دې وی، چې پر غیر اخلاقي ویب پاڼو باندې د بندیز لګولو په برخه کې د نړۍ یو شمیر هیوادونه لکه چین، ایران، پاکستان او داسې نور پاتې راغلي دي، دا کار به د افغانستان په څیر د یوه جنګ ځپلې هیواد لپاره تر کومه بریده شوني وي؟
په نوره نړۍ کې هم د انټرنیټ د کارولو لپاره یو لړ مقررات او ضوابط شتون لري او هر هغه ویب پاڼې چې د هیواد د ملي ګټو او ملي دود او دستور سره په ټکر کې وي تړل کیږي او خپرندویه سرچینه یې جریمه کیږي، خو که چیرې حکومت وتوانیږي پر معلوماتي ټکنالوژۍ مثبت کنترول ولري، غوره به وي.
په هیواد کې د انټرنیټ دوديدل یوه نوې ننګونه ده، چې د تلویزیوني چینلونو په پرتله ورته لږ ترلږه په سلو کې ۱۰ سلنه وګړي لاس رسي لري. زیاتره ورڅخه د ټولنې لوستي قشر ګټه پورته کوي، د معلوماتي ټکنالوژۍ سره د اشنایي لپاره یوه ډیره ښه وسیله ده، په ټوله کې ویلای شو چې له منفې اړخه یې مثبت اړخ زیاتې لاسته راوړنې لري.
د مثال په توګه، د تکړه افغان ژرونالست نجیب الله قریشي له هغه مستند فلم څخه یادونه کولای شو، چې د عام وژنې او له ماشومانو څخه د ناوړه ګټه اخیستنې په اړه یې مستند فلم نړیوالو، ملګرو ملتونو او افغانانو ته د انټرنیټ له لارې رسولی. د دغه مستند فلم موخه دا وه، چې په هیواد کې د دغه ډول ناروا کړنو څخه پرده پورته کړي، مجرمین خلکو ته ورپیژني او اړوند دولتي چارواکي یې عدلي تعقیب ترسره کړي.
په هیواد کې غیر اخلاقي خپرونې نه یوازې د انټرنیټ له لارې بلکې ډیر داسې نور چینلونه هم شته چې له انټرنیټ څخه پرې څو برابره زیات غیر اخلاقي، د ټولنې د عنعناتو، کلتور او دیني احکامو پر خلاف خپرونې کوي. په لومړی سر کې له شخصي تلویزیوني چینلونو څخه یادونه کولای شو. د انټرنیټ په پرتله دغو چینلونو ته په سلو کې له ۵۰ زیات وګړي لاس رسي لري او د کورنۍ ټول غړي یې ډیر په شوق او ذوق سره ننداره کوي. زیاتره دغه شخصي تلویزیوني چینلونه داسې خپرونې او پروګرامونه وړاندې کوي، چې د اسلام، کلتور او ملي عنعناتو سره په ټکر کې دي. داسې سیریالونه خپروي چې غیر اخلاقي روشونه او پردې کلتور پر ټولنه تپي، ځوانان بې لارې کوي او داسې ډیر نور منفي اړخونه لري.
که چیرې په رښتیا هم له دغه کاره موخه د بد اخلاقۍ مخنیوي وي، نو د اطلاعاتو او کلتور وزارت دې لومړی د دغو شخصي تلویزیونونو په وړاندې د سمون او اصلاح لپاره موثره غبرګون وښایي... د یادونې وړ ده چې انټرنیت د بد اخلاقۍ د خپرولو یوازینۍ سرچینه نه ده، ډیرې نورې داسې سرچینې هم شته چې ټولنه له ډول ډول ناخوالو سره مخ کوي، چارواکو د دغو ناخوالو د مخنیوي په خاطر تر اوسه څه ترسره کړي...!
دا لومړی ځل نه دی چې حکومت ورته ګام پورته کوي. څو کاله وړاندې هم یو تلویزیوني چینل په دې تور په زرګونو افغانۍ جریمه شو، چې ګویا غیر اخلاقي کلیپونه خپروي. که چیرې د بد اخلاقۍ د مخنیوی هدف وي، ولې د هغو میلیونونو ډیویډیګانو او سي ډیانو د څارلو لپاره هیئت نه ټاکل کیږي چې غیر اخلاقي فلمونه واردوي او نه هم د علماو شورا په پریکړه لیک باندې عمل کیږي. د هنر او کلتور په برخه کې، ولې ملي تولیداتو ته پاملرنه نه کیږي؟ ولې د ملي کلتور او هنر د ودې او پرمختیا لپاره له ټاکل شوي بودجې څخه، په موثره توګه ګټه نه پورته کیږي؟
آیا له دغه کاره خو د چارواکو موخه هغه دسیسه نه ده، چې غواړی په ترسره کولو سره یې د یوه مستبد او دیکتاتور واک په څیر ځانونه را څرګند کړي، چې تر ډیره حده به یې د پښتو هغه ویب پاڼې ښکار وي، کومې چې د پښتنو د دردونو په ریښتوني ډول ترجماني کوي. هیله ده چې چارواکي دغه کار په پټو سترګو، ژبنیو تربګنیو او د سیاسي اهدافو له مخې ترسره نه کړي.
الهام نیازی
ilham.niazi@gmail.com