
ډاکټر نجيب زاخېلوال / سويډن
د جومات ملا په ممبر جنتيان او دوزخيان سره بېلول چې څوک به جنت ته لاړ شي او څوک دوزخ ته لاړ شي. نو ما چې اندازه ولګوله د هغه په کتاب کې زه د جنت حقدار نه وم.
له جومات نه راووتم په لار ړنګ بنګ روان شوم او تصور واخستم بلا فکرونه مې په سر کې ګرځېدل چې اجيبه ظلم روان دی. د زمکې په سر د جنت نشان وطن پرېښودل د بل جنت په طمعه پرېښود او پرېښودل يې ددې ملا په کتاب کې راباندې فرض و.
ما خو شراب نه څښل د جنت په طمعه ::::: چا غوږ کې راته وويل چې دوزخ ته به ځې
کډه مو په سر کړه بې وطنه رالوی شو د نيکونو پګړۍ او توره مو په پاپړو او ټيمانو خرڅ کړل. او اوس راته وايي چې هغې جنت ته هم نشې تللې.
يو دم مې را په ياد شو چې ګواکې له ملا نه دا خبره هېره ده که څنګه ؟ چې.
زه به جنت ته د پښتو سره ځم
هو! چې په هوش کې راغلم نو عقل مې سر ته راغې چې ملا درست وايې موږ هر څه ( غيرت، عزت، د نيکه پګړۍ، توره، ناموس )خرڅ کړل او خدای وايي چې څوک غيرت ونلري نو هغه باندې د جنت بوی حرام دی.