اقتصاد پېژندنه/ (۳۸ مه برخه)

نابشپړ سیالۍ لرونکی بازار Imperfect Competition Market:
نابشپړ سیالۍ لرونکی بازار هغه وخت پيدا کېږي چې د اخيستونکو او خرڅوونکو شمېر لږ وي په خپل منځ کې د ليدو ازادي ونه لري او نه د بازار په اړه بشپړ معلومات لري د توکو په ليږ راليږد کې خنډونه شتون ولري اخيستونکی د توکو اخيستو په وخت کې معيار په پام کې نه نيسي. نو له دې کبله د توکو قيمت په يو وخت کې بېلابېل وي.
او یا هم هغه بازار چې د پلورونکو او پیرودونکو شمیر په کې د یو بل په پرتله کم او یا هم زیات وی او په دې ډول یو اړخ تقریباُ په بازار کې د قېمت په ټاکلو باندې تر یوه حده کنترول ترلاسه کولای شي.
د نابشپړ سیالۍ لرونکي بازار ځانګړتياوې.

  • په دې ډول بازار کې د اخيستونکو او خرڅوونکو شمېر کم وي.
  • اخيستونکو او خرڅوونکو ته د بازار په اړه پوره معلومات نه لري.
  • په دې بازار کې د يو توکي قيمت په يو وخت کې بېلابېل وي.
  • د توليد د عواملو په ليږد بنديز : په ځینې وختونو کې حکومت د توليد په عواملو بنديز لګوي چې د هغوی تبادله په ازاده توګه نه ترسره کېږي.
نا بشپړه سيالۍ لرونکی بازار لاندې ډولونه لري.
۱- انحصاري سیالۍMonopolistic Competition : انحصاري سیالۍ یو عادي مارکيټ جوړښت دی چې ډېر سیالۍ کوونکی په کې شتون لري او هر یو ځانته بېلابېل تولیدات خرڅوي. د مارکيټ دا ډول په لومړي ځل امریکايي اقتصاد پوه ايډوارډ چمبرلین او انګلیس اقتصاد پوه جان رابنس په کال 1930 میلادي کې معرفي کړ. ډېری کوچني کاروبارونه د دې ډول مارکيت تر چتر لاندې کړنې تر سره کوي چې په خپلواکه توګه خپلې کړنې مخ ته وړی لکه هوټلونه، د سرک سر هټې او نور.
انحصاري سیالۍ ځانګړتیاوې په لاندې ډول دي...
  • په ډېره پیمانه خرڅونکي: په انحصاري سیالیو کې د خرڅونکی شمېر ډېر وي توليد يې سره ډېر ورته وي خو يو شان نه وي هر کمپنۍ خپلواکې کړنې ترسره کوي او په بازار کې خپله محدوه ونډه لري، هره کمپنۍ د بازار په يوه برخه واکمنه وي،ډېرې کمپنۍ یو بل سره سیالۍ ترسره کوي.
  • د تولید بیلوالی: په انحصاري سیالیو کې هره کمپنۍ کوښښ کوي چې انحصار د تولید په د بڼې په بدلون سره رامنځته کړي په بازار کې توکي یو له بل سره د ګروپ، رنګ او شکل کې له کبله توپیر لري یو بل سره ورته والی لري خو تعویضي نه وي.
  • خرڅلاو لګښت: په انحصاري سیالیو کې تولید مختلف وي چې له همدې امله د خرڅلاو قیمت هم بیل وي د خرڅلاو لګښت د بازار موندنې، خرڅلاو د پرمختګ او په تولید اعلاناتو پورې اړه لري. چې د خرڅلاو لګښت د ټوله يز لګښت يو برخه ګرځي او دا باید په پام کې ونیول شي چې په بشپړې سیالۍ لرونکي بازار کې خرڅلاو لګښت شتون نه لري په همدې ډول په انحصار کې د خرڅلاو لګښت هم ډېر کم وي.
  • د دخول او خروج خپلواکي: په انحصاري سیالیو کې کمپنۍ دا خپلواکي لري چې په خپلواکه توګه له صنعت څخه بیرون شي او یا داخلی شي کومه پابندې شتون نه لري. خو يوه خبره د یادونې ده چې په انحصاري سیالیو کې دخول د بشپړې سیالۍ لرونکي بازار په نسبت سخت دی.
  • د پوره پوهې نشتون: اخیستونکی او خرڅونکی د بازار د حالاتو په اړه پوره معلومات نه لري د خرڅلاو لګښت مصرفونکی حیرانوي چې د تولید ات ترمنځ توپیر وکړي نو ځکه امکان لري چې مصرفونکی په لوړ قیمت خراب تولید واخلي.
  • د قیمت د ټاکلو پریکړه: په انحصاري سیالیو کې د قیمت ټاکل، د تولید مقدار ټاکل هر هغه څه چې ټاکي کمپنۍ خپل مشتریانو ته په نظر خپلواکه ده.
  • د قیمت د نشتون سیالۍ: د قیمت د ساليۍ له شتون سره د نه قیمت سیالۍ هم شتون لري دا په دې مانا له نورو کمپنیو سره د سیالۍ په صورت کې یو کمپنۍ کولای شي چې خلکو ته ډالۍ ورکړي، په هغوی پورې مناسب خدمت وړاندې کړي پرته له دې چې د تولید په قیمت کې تغير راولي.
 
په انحصاري سیالیو کې د تقاضا کرښه:
په انحصاري سیالیو کې ډېر کمپنۍ یو بل ته ډېر نژدې تولید کوي، خو يو شان نه وي یو بل سره د تولید په بیل والي سره د تقاضا کرښه له پورته څخه لاندې جهت نیسي دا په دې مانا کمپنۍ هغه وخت ډېر خرڅلاو ترسره کولای شي چې د تولید قیمت راکم کړي.
کولی شو په لاندې ګراف کې ښه روښانه کړو.
 
.
په پورتني ګراف کې OX د تولید مقدار څرګندوي،OY قیمت او د عوایدو مقدار څرګندوي، OP قیمت سره خرڅونکی OQ مقدار خرڅلاو تر سره کوي . او کله چې تقاضا ډېره شي OQ1 شي قیمت OP1 ته راښکته کېږي نو ځکه د تقاضا کرښه په انحصاري سیالیو کې منفي لوری نیسي . په انحصاري سیالیو کې وروستي عواید له منځنیو عوایدو څخه کم وي د تقاضا د منفي لوري له کبله. په انحصاري سیالیو کې او انحصار کې د تقاضا کرښې سره یو شان دي دواړه لاندې لوری لري یا منفي لوری لري خو انحصاري سیالیو کې تقاضا نسبت انحصار ته ډېره د کرښه ارتجاعت لري ځکه په انحصاري سیالیو کې ډېر بېلابېل تولیدات شتون لري او ډېر تعویض ته ډېر نژدي هم وي . چې په انحصار کې نژدې تعویض شتون نه لري. کولای شو په لاندې ګراف کې هم روښانه کړو:

 
په پورتني ګراف کې تاسو وینی چې OP مقدار قیمت سره د تقاضا د قیمت ارتجاعیت په انحصاري سیالیو کې BC/AB دی او په انحصار کې EF/DE دا په دې مانا چې انحصاري سیالیوکې ارتجاعیت د تقاضا ډېر شتون لري.
په انحصاري سیالیو کې د کمپنۍ تعادل: په لنډ مهال کې له غیرې عادي ګټې امکان لري خو په اوږد مهال کې نوی کمپنۍ صنعت ته داخليږي ځکه د کمپنیو دخول ازاد وي او بېلابېلې موقي شتون لري . چې کولای شو دواړه حالتونه په ګراف کې هم روښانه کړو.
په لنډ مهال کې کله چې ګټه ډېره maximisation وي , MC = MRتولید مقدار Q او قیمت P وي منځني عواید له منځنیو ټوله یيزو مصارفو لوړ وي په Q مقدار کې ډېره ګټه supernormal امکان لري چې ټوله ګټه PABC ده.

کله چې نوې کمپنۍ بازار ته داخلی شي، د پخوانیو کمپنیو تولید نور ارتجاعیت ترلاسه کوي د تقاضا کرښه چپ لور ته ځي بالاخره غیرې عادي ګټه ترلاسه کوي.
او په اوږدمهال کې غیرې عادي ګټه نورې کمپنۍ هڅوي، تر څو بازار ته داخلی شي، نو د شته کمپنیو د تقاضا کرښه چپ لور ته کش کړي او نوی کمپنۍ یوازې عادي ګټې ترلاسه کولو لپاره خپلې کړنې ترسه کوي باالاخره کمپنۍ د اوږد مهال لپاره تعادل پیدا کوي.

یانې په لنډ مهال کې کمپنۍ غیرې عادي او په اوږد مهال کې کمپنۍ عادي ګټه ترلاسه کوي.
۲- انحصارMonopoly : که په يو بازار کې توليدونکې او پلورونکې يوه کمپنۍ وي دې ډول بازار ته انحصار وايي د ساري په ډول په افغانستان کې بريښنا د افغانستان بريښنا شرکت په خلکو ووېشي او هغه بل سيال نه لري . انحصار لاندې ځانګړتياوې لري.
  • د توکو تولیدونکې او خرڅونکې يوه کمپنۍ وي.
  • کوم شي چې پلوري د هغه په وړاندې سيالۍ شتون نه لري.
  • د انحصاري لرونکی په خپله خوښه د توکي قيمت ټاکي.
د انحصار ډولونه په لاندې ډول دي.
● طبيعي انحصار: په طبيعي لحاظ يوه سيمه د يو توکي په پيد کولو کې انحصار ولري د ساري په ډول لکه د افغانستان انار چې نوره نړۍ د افغانستان په څېر انار نه لري.
● قانوني انحصار: که د يو هېواد قانون يو شخص يا ادارې ته د يو توکي د انحصار صلاحيت ورکړی وي تر څو په هغه برخه کې پرمختګ وکړي د ساري په ډول د يو کتاب ليکونکي لپاره د هغه د ليکلو حقوق د کتاب ليکونکي پورې اړه لري .
● ټولنيز انحصار: ځينې وخت د ټولنې د پرمختګ لپاره د يو توکي د توليد او وېش اختيار يوې ادارې ته ورکول کېږي.
جوړ شوی انحصار: ځېنې وختونه يو شمېر متشبثين سره راټوليږي د انحصار يو ډول جوړوي چې دې ډول انحصار ته جوړه شوی انحصار وايي د ساري په ډول: د ګرمې په موسم کې د يخ فابريکو ترمنځ ډېره سيالۍ او په دغې سيالې کې د دوی زيان وي نو ټول سره راټوليږي او يو څو کارخاني چلوي .جوړې شوې انحصار لاندې ډولونه لري.
پول (pool):کله چې متشبثين يا صنعتکاران د توکي د ترلاسه کولو قيمت يو ټاکي پول ورته وايي.
کارټل (Cartel): که صنعت کاران يا متشبثين بازار په خپل منځ کې ووېشي او هر متشبث خپل د اخيستلو او خرڅولو حد وټاکي.
ترسټ (Trust): په دې ډول کې ټولې کمپنۍ خپل انفرادي حيثيت لمنځه وړي خپل ځانونه په لويه اداره مدغموي او هغه لويه اداره ټول کار مخ ته وړي.
انحصاري تعادل Monopolistic Equilibrium : کله چې د یو توکي عرضه په يوې کمپنۍ پورې تړلې وي او نژدې سیال ونه لري دې ډول حالت ته انحصار وايي.Monopoly یوناني کلیمه ده چې مونو په مانا دی یو اوپولي په مانا دی خرڅونکی یانې یو خرڅونکی.
په حقیقي نړۍ کې داسې نشته چې ټوله انحصار په اختیار کې نشته ځکه د توکو یا خدمات به یو نه یو بدیل شتون لري. د مفروض له مخې د انحصار یو واحد پیدا کوونکي ته وايي چې په مقابل کې سیال شتون ونه لري . په بشپړې سیالۍ لرونکي بازار کې کمپنۍ او صنعت توپیر شتون لري. خو په انحصار  کې کمپنۍ په بشپړه توګه ختم وي بلکې د پوره صنعت بڼه اختیاروي او ټولې ځانګړتیاوې د صنعت اختیاروي او لکه څرنګه چې په یو صنعت کې د تولید د تقاضا کرښه راښکته کېږي همداسې د انحصار د منځینو عوایدو کرښه هم راښکته کېږي.
په انحصار کې د وروستیو او منځینو عوایدو کرښې: په بشپړې سیالۍ لرونکی بازار کې وروستیو او منځنیو عوایدو کرښه يوه وي ځکه د توکي قیمت د ټوله یيزه تقاضا او ټوله یيزې عرضې په وسیله ټاکل کېږي. هره کمپنۍ نوی تولید یا نوی مقدار په دود قیمت پلوري. د منځنیو او وروستیو عوایدو کرښه افقي وي. خو په انحصار کې يوه کمپنۍ شتون لري که غواړي ډېر توکي خرڅ کړي نو قیمت یې ټيټيږي او که نور هم تولید ډېر کړي وروستي عواید يې کميږي د وروستیو عوایدو کرښه يې راښکته کېږي ورسره منځني عوایدو کرښه هم راښکته کېږي.