
یود ھغه منرال (معدني عنصر) دی چې په ډېرہ کمه پیمانه په چاپیریال کې شتون لري او لدې کبله انسان يې ارزښت له پامه غورځولی. مګرپه وجود کې يې کمبود د انسان د بدن په ډېرو کړو وړو باندې جسماني او رواني رنځوونکې اغېزې لري. د یود کمبود ترټولو بده اغېزہ په امیندوارہ ښځه کې د ماشوم په ودہ او د تیروئید په غدہ راځي. ھمدا اړین ایوډین موږ په تصفیه شوې مالګه (یود ورګډه مالګه)، ماھي، کچالو، د غوا شیدې او الجي (بحري واښه، بوټى اوګياوې) څخه ترلاسه کوو. په بدن کې چې د یود د عنصر د کمبود رنځونه رامنځ ته کیږي په لاندې ډول يې درته بیانوم:- ۱) ججورہ Goitre = د ایوډین کمبود که چيرته نا څرګند او بې تشخیصه پاته شي د ججوري رنځ واقع شي. د تیروئید غدہ (مرغیړی) په غټیدا شي، په غاړه باندې برسیرن پاړسوب راوړي. خوراک کول ستونزمن شي، غږ دروند او د تیروئید د ھورمون د کموالي له کبله پخپله د تیروئید فعالیت زیانمن شي چې په نوم د Hypothyroidism یادیږي. الف) مدام (پرله پسې پيښېدونكى) کمزوري او کھالي؛ د ایوډین د کموالي له کبله ستړتیا یا ستوماني، له ځانه بېزاره، ګوشګي اختیارول، سستي او د تودوخي (انرژي) کمې پیدا کيږي. ب) د کارکولو وړتیا او یاد داشت بایلل؛ کله چې په وینه کې د ایوډین کمبود پیدا شي، په کار زړه نه لګېږي، اعصاب ارام نه وي، د بدن لړزه او یاد داشت بایلل را منځ ته شي. ۲) د وزن زیاتوالی = ایوډین که په بدن کې کم شي، ناببره د وجود وزن زیات شي، د نس پاړسوب او ډکوالی لیدل کیږي، حال دا چې خوراک دې نه وي کړی. اشتھا بندہ او کله کله قی یا کانګي ھم کیدلای شي. ۳) د زړه تنګي = د ایوډین کمبود وسواس ، خوابدي، وارخطايي, قهرجنتوب (تاړاک) را منځ ته کړي. •کله ھم که پورته ذکرعلائم ولیدل شي غورہ دہ چې ھرومرو ډاکټرته راجع شئ (ماھردنفسیاتو یاداخله)، ترڅوستاسو په وینه کې د Iodine د کچې اندازہ ثابت کړي او د تیروئید دغدې په پار په وینه کې د T3,T4,TSH څیړنه وکړي. وروسته به بیا مناسب درمل په نسخه درته ولیکي. ډاکټرنجیب خټې