دمارچ اتمه _ دښځې نړيوالې ورځې په مناسبت
ګـــــوره بيچاره ده ښځـــه مه وهــــــــه
تاتـــــــه يې اسره ده ښځه مه وهــــــــه
مورو پلاريې پريښي ستا له پاره دي
ميشته تاکره ده ښځـــــه مه وهــــــــه
ستړې او ستومانه دکور کار کې شوه
چاودې يې زاره ده ښځه مه وهــــــــه
تل دډانګ په لاس ورپسې ته ګرځې
سخته ګوزاره ده ښځه مه وهــــــــه
دا دکـــــور ښکلا دکور رڼا ګڼـــــــه
ښکلې ننداره ده ښځه مه وهــــــــه
داده، ستالباس او تــــه ددې لباس
ښه ايمان پوره ده ښځه مه وهــــــــه
څوځل دې شړلې له خپل کوره ده
راغلې دوباره ده ښځه مه وهــــــــه
پريده دادظلم رواج پريد ه نور
تل ستا په پره ده ښځه مه وهه
ښځه نرم زړه لري ته ورسره نرم شه
دې کې دې واره ده ښځه مه وهــــــه
دادسپين سباسپينـــــــه رڼا بولـــــه
هر خوا ته خوره ده ښځه مه وهــــــــه
دسيدبديع الزمان (هاشمي )
وروستي