
لا لمر د غرو تر شا پټ و، د سهار په زړه پورې سیلۍ مي خوب نور هم دروندوۍ، چي د مور ښایسته اواز مي تر غوږو شو لا سمه پری پوه نشوم چی بیا یې را غږ کړ (هینداري) پاڅه لمونځ دي قضا نشی زه هم په بیړه پاڅیدم.
دا سهار مي د هغي ورځي پیل وو چي مي کورته د لسم ټولګۍ د لمړی مقام پارچه راوړله او د ټولو پر شونډو مي مسکا خوره کړه، نوي هیلي می د ژوند لا نورې هم پسې ډیرې شوې . د ورځي پخ مازدیګر منګی په لاس د کلي له نورو پیغلو سره د چینې پر لور روانه شوم چي اوبه راوړم هرې يوې ته مي د خپلي بریا قصه وکړله هغوۍ هم وهڅیدې او پریکړه یې وکړه چي ښوونځي ته د تګ په هکله به خپل مور او پلار ته واي په خبرو خبرو منګي ډک شول او د کور په لور رواني شوو کور ته ورسیدم لا مي منګی نه وو ایښي چي مور مي په ډکو سترګو راته کتل ومي پوښتل څه شوي دي راته یې نه ویل په دوهم ځل مي بیا ترې وپوښتل څه شوي سترګي کښته په کمزوری ریږیدلي غږ راته وویل لوري د کلي خلکو نن بیا د انجونو د ښوونځۍ په بندیز هوکړه کړې سترګي مي یخي پاتي منګی له لاسه ولوید ټوټه ټوټه شو اوبه یې توۍ شوې.