مننه یو حق دی؛ کله چې یو کس راسره مرسته کوي، نو دا حق لري، چې موږ هم ورسره له مرستې کولو سره سره ترې مننه وکړو.
مننه دومره پیاوړی غبرګون دی، چې نشتون یې د انسانیت بنسټ او غوره توب ته زیان رسوي.
مننه هغه پیاوړی غبرګون دی، چې مقابل لوری دې ته هڅوي ترڅو له موږ سره د بیا ځل لپاره د کړې مرستې دوه برابره لا پیاوړې او غوره مرسته وکړي.
د مننې نشتون ډېر زیانونه لری؛ که چېرې د یو چا پر وړاندې له مرستې وروسته د مننې احساس ونه لرو، نو بیا شونې ده، چې مقابل لورې د بیاځل لپاره هېڅکله هم د مرستې میدان ته ونه دانګي.
پرته له مننې د مقابل لوري زړه سړېږي.
د وینا له مخې مننه بېلا بېل ډولونه لري؛ هڅه وکړئ ترڅو په داسې کلمو او لفظونو مننه وکړئ، چې په مانا کې خورا پیاوړې او ځواکمنې وي.
په کم ارزښته او لنډو کلمو مننه کول د ډېر درنښت مانا نه لري؛ په غوره ډول او ارزښتمنو کلمو مننه کول د مقابل لوري د زړه خپلولو لامل ګرځي.
مننه کول د غوره وګړو غبرګون دی؛ که غواړئ غوره واوسئ او د نورو زړونه خپل کړئ، نو تل د هر کار او مرستې له ترسره کوونکو منندوی واوسئ او پر وړاندې یې د مننې کلمې او غونډلې مه هېروئ.
#حقمل معینزی
وروستي