کاش په اسمان مې سېل د زاڼو ويړ وزر پيداشي
سکڼيو پېغلــوته بيا روڼ ښکلی ګودر پيداشي
تنکـــــو ځوانانو ته د لــــــوبو د غوايمنډ دپاره
د ابادۍ او سولی ډک زيېړ مازديګر پيداشي
چې پسرلئ شي د غاټولو خولې په ميو سرې شي
زمــــوږ د وينو لـــــه جباړو ښه ثمــــــــر پيدا شي
وزيرۍ ښکلې جګی بياڼی کړي نېزو ته ماتې
د رزمک ژڼو ته مــــــږوي نېزې ډګر پيدا شي
چې تر اټکــــه د افغان په ننګ بيا ملا وتړي
په ګرد افغان کې د پښتو داسی اثر پيداشي
چې تر مروتو، تر خټکو يوسفزو راجګ شي
چې د مومندو اپريدو ځوږ په خيبر پيداشي
د هندوکش بلبلی ځالی کړي د سوات په باغ کې
سواتي هېلۍ ته په آمــــو باندی لنګــر پيداشي
چې د کابل کجير کشمير او خراسان دواړه ويني
د پروازونو مـــــزل بيا داسی ښه بــــــر پيداشي
خدايه ! دا ستا د عدالت په درکې برخه راکړې
چې دې بې سره بنده ګانو ته دې سرپيداشي
چې د زمان د استکبار دپو کڼو غوږو تـــــه
د افغانانو د پيغام کوم پيغامبر پيداشي
چې ورته ووايي مکه چېر ترکستان چېری دی
منزل يې کوږ دی له کږې لاری به شر پيدا شي
دلته شملې، څنۍ لوېدنی احساسات خوټوي
لــــه پاريدلــــو غـــــيرتونو به ضرر پيدا شي
د حورو پېغلــــــو د حياء لمنــــــی ولې ګــــوري
ميوند به هرځای،له ملالو به لښکر، پيداشي
که دې د سرو غومبسو منج ټوپکي وبڼول
بيا به رغون ته نه اودې نه به ډاکټر پيدا شي
چې دا ملــــي غازيان په ځان پسی راوپاروې
بيا به پـــه هر ځای لتابند يا به ژور پيدا شي
کوڼ به دې خود کړي بيا زما د خلکو شرنګ د توری
کــــه ټول ټبر تـــــه د رزمـــــونو ګډ سنګـــــر پيداشي
افغان چې مل وي ګټور دی راشه مل مې کړه ځان
راکړي زخم ته مرهم شه چې باور پيدا شي
رندان ، شيخان ، ټول په دوعا يو بيا رغن خوځښت ته
له خدايه (ج) غـــــواړو چـــــې وسي مــــــل دسفر پيدا شي
راځه کاروان ته مې شه څورئ رانه وړئ ځواک مې بېرته راکړه
بيا دې په شاوخوا ګاونډ کـــــې کـــــوم څوک نــــر پيدا شي
شوخ ملنګان يو کلئ کړئ شو د خــــــانانــــو سره
د ګــــــــډو ګټـــــــــو پېژندو ته کــــه هنر پيدا شي
خو که زما د ړنګی کړيې چرګۍ واک ته غل يې
نو بې له شکه به دې سرته بل اکبر پيدا شي
په دې جوس کې جبرائيل په بسم الله کوزيږي
په بې رواجه وحيې هرچاته منکر پيدا شي
دلته د مځکی د خدايانو ځنی کرکه کيږي
د کبرجن جنت پرېږدي چې خپل سقر پيداش
دلته پښتو د پېغلو شال دی د ژڼکو شمله ده
د افغانيت له دوښمنۍ نه به محشر پيدا شي
چــــــې کاږه راشي او کاږه ګوري ړنديږي دلته
راتلل خـــو بد وي مګر تلل ورته بدتر پيدا شي
وياله، راټينګ کړه دا وحشي کاوبای چې غوږ ونيسي
په تورغـــــوږۍ کې به موږ ټولــــــو ته خـــــطر پيداشي
تازه خان ويال
۳۰ / ۱ / ۲۰۰۳
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
مېډاوېل ، لندن
وروستي