پرېښتو څه وکړل؟

سهار چې راپورته شوم، کتاب کې مې سترګې ومنډلې، ځکه چې ماسپیښین ته مې د پوهنتون ازموینه درلوده، د چای په خوند پوه نه شوم چې یؤه مې وڅښله که دوې؟
نهه بجې وې چې مطالعې زړه را په کې هډوکی کړ، ځکه چې د یو کتاب بار بار مطالعه ستړیا زیږوي، خو ازموینې به ورته میخ وې.
کتاب مې بند کړ انګړ ته کوز شوم د انګړ په یوه څنډه کې مو یو څو واړه پټي جوړ دي او په هغو مو سبزۍ کرلي دي، د دغو پټو په وړو پولو مې قدم واهه او د سبزیو ننداره مې کوله، لږ چې په کې وګرځیدم نو یو ناڅاپه مې نظر د همدغو وړو پټیو تر څنګ، په کوټخۍ(مرغانچه) کې په دوو هګیو ښخ شو، لوږه مې راوپاریده، شا و خوا مې وکتل خو کوم ماشوم تر سترګو رانغی، شکر مې ادا کړ او زر په کوټخۍ ننوتم، هګۍ مې راواخیستې، په منډه د پخلنځي په لور لاړم.
دا چې له پخلي سره ځانګړي مینه لرم نو پر نغري مې کټیری(هرکاره) باندې کړ، هګۍ مې ورواچولې، ځینې مرچ او مسالې مې پرې ودوڼولې او هګۍ مې ښې په شوق پخې کړې، سرؤتې ته مې کټیری راوړ، دهلیز ته ننوتم د ډوډۍ له شکور مې نیم نغن (ډوډۍ) راواخیست، بیا لاړم جام مې راوړ او په کټوه کې مې له شړومبو را ډک کړ، راغلم کټیري ته مې پلتۍ ووهلې، جام مې تر څنګ کېښود او مړۍ مې پر زنګون راته کېښوده، لا مې له مړۍ ټوټه نه وه راپرې چې یو مې پر سر ودریدۀ، ویې ویل: غوټ دادا! دا دې چیشی پاخه دي؟
مخ مې ورپورته کړ، دواړه لاسونه یې په تشیو ایښي او کټیري ته ګوري، له مړۍ مې یوه ټوټه ورپرې کړه ماوې ته یې خپله وڅکه چې چیشی مې پاخه دي؟
دې خو پلتۍ ووهلې.
له مړۍ مې ټوټه راپرې کړه خو لا مې کټیري ته ورکوزه نه وه چې له څنګ مې غږ راغی: الله! دا خو داسې تکې زېړي دي لکه هګۍ!
مخ مې ورتاو کړ، جینۍ ولاړه وه په خوله کې یې ګوته نیولي وه، دې هم پلتۍ ووهلې او زما پر ورون یې له مړۍ نیمه ټوته ورپرې کړه.
شخوند مې جوړ کړ کټیري ته مې ورکوز کړ د پخو هګیو ټوټه مې لا پرې رانیولي نه وه چې یو ناڅاپه مې له بل څنګه بل راټوپ کړ زما لاسونه یې پورې وهل او زما په پلتیو کې کېناست، زما له ورون یې پاتې د وچې ډوډۍ ټوټه ټوله په خپل ټټر پسې ونیوه او په وړه ژبه یې وویل: غوټ دادا! عجیبه شی د پوخ دی صبر چې زه یې هم وڅکم خا!؟
ما وې اوس به د ووینم چې څنګه یې څکې!؟
دوئ ډکې ډکې خولې وهلې او ما ورته کتل، حیران وم چې دا له کومه راپیدا شول؟
داسې دوه دقیقې چې وتې په کټیري او په ډک جام شړومبیو یې باد وورځاوۀ، لاسونه یې ټک وهل، غرغیچي یې وکړل او په ترپکو د کور له دړې ووتل.
ما لمن ټک وهله، شیان مې ټول کړل پخلنځي ته مې یوړل، کوټې ته راغلم کتاب مې راواخیست او په نهاره مې مطالعې ته پلتۍ ووهلې.