ځینې خلک دومره …

محمدرحیم سکندر/ طنز
۱- ځینې خلک په ټلیفون کې دومره لوړ غږیږي، چې له تلیفون پرته یې هم مقابل لوري ته اواز ور رسیږي.
۲- ځینې خلک دومره سخت په خوب کې خریږي، چې  په کور کې چرګې ورته کړنګیږي او بهر سپي ورته غپيږي، چې کله به راوځې او کله چې سحر له خوبه راپاڅیږي مرۍ یې بغې ( ناستې ) وي.
۳- ځینې خلک دومره نیت کمي وي، چې نیمه ورځ یې په ځان نیت کم وي او نیمه ورځ یې په بل نیت کم وي.
۴- ځینې خلک دومره د شهرت وږي وي، چې اخېر په مستعار نوم د ځان صفتونه او مننه کوي او ځانته صاحب وايي.
۵- ځینې خلک دومره غلط تشویق شوي، چې اوس له حیواناتو سره منګولې لګوي.
۶- ځینې خلک دومره وطن پرست وي، چې سپي ته د ملي بیرغ رنګ ورکوي.
۷- ځینې خلک دومره عزتمند وي، چې په زوره دې میلمستیا ته بیايي او کنه جامې هم درباندې پرې کوي، کله چې ډوډۍ وخورې او ښه موړ شې، نو دوی په زوره نوره هم درباندې خوري، چې دا به عزت وي او که تکلیف !؟
۸- ځینې خلک دومره سخته ژبښوییدنه لري، چې نیکمرغه ته ( فلمرغه ) وايي او ګبینو ته (بګینه ) وايي.
۹- ځینې خلک دومره زیات جرات لري چې خپل پلار ته بچای وايي .
۱۰- ځینې خلک دومره ارواوږي وي چې پخپل خیرات کې هم اول خپل ځان مړوي.
۱۱- ځینې خلک دومره وسوسي وي، چې په جیب کې شی ورسره وي، خو بیا هم ګردورد پسې تاویږي .
۱۲- ځینې خلک دومره سخت تښنیږي چې د تلاشۍ پر وخت هم پورته، پورته الوځي.
۱۳- ځینې خلک دومره ډېرې پیسې لري، چې د بانکونو واله ځواب ورکړی وي، چې ستاسو پیسې نورې له مونږ سره نه ځاییږي .
۱۴- ځینې خلک دومره شوقیان وي، چې په کور کې له ښځو نه د سینګار سامان پټوي او هره ورځ ور سره لاس او ګریوان وي.
۱۵- ځینې خلک دومره پیکه وي، چې در وخاندي ته به وایې چې که را ویې ژړل.
۱۶- ځینې خلکو خپله خبره دومره ټینګه نیولې وي چې اخېر ور سلیپ شي ( لکه ڼاټ بلوټ چې سلیپ شي ).
۱۷- ځینې خلک دومره تنګې جامې ګنډي،چې  ته به واي که چا په خیرات کې ور کړې دي.
۱۸- ځینې خلک دومره بې غیرته وي، چې په خپل پلار یا ورور هم شرمیږي او ملګرو ته وايي چې نه یې پېژنم.
۱۹- ځینې خلک له ډېرې وزګارې ورځې مصروف وي.
۲۰- ځینې خلک دومره له خپلې ښځې ډاریږي، چې مېلمنو ته هم حجرې ته نشي وروتی.
۲۱- ځینې خلک دومره چالاکه وي، چې په ګرم جنګ کې هم درته وايي چې یو وار نسوار خو راکړه.
۲۲-  ځینې خلک دومره سخت بدرنګ وي چې له خپلوانو کره هم له شرمه نشي ورتلی، خو کور کې یې پښې خرلې وي چې ماته ښکلې ښځه وکړئ، ته به وايې چې جینۍ ته خو ښکلی هلک خوند نه ورکوي.
۲۳- ځینې خلک دومره په پیسو مین وي، چې له پیسو خوند نشي اخیستی، بلکې پیسې خوند ترې اخلي.
۲۴- ځینې خلک دومره بې صلاحیته وي، چې په حجره کې د لالبکي ته لوېشتې ور وهي او په همدې پلمه چاکلېټ را اخلي.
۲۵- ځینې خلک دومره چاپلوس وي، چې رئیس یې د ښځې په نوم غږ ورته کوي( وه پلانۍ!).
۲۶- ځینې خلک دومره د خسرګنۍ پابند وي، چې په مېله کې هم د خسرګنۍ سپي جنګوي.
۲۷- ځینې خلک دومره سخت په سیاست پوهیږي، چې په ناپوهۍ کې دښمن هیواد ته کمپاین کوي.
۲۸- ځینې خلک دومره سخت وږي تږي وي، چې د مرستې واله ته وايي: له ادې سره شپږ وروڼه یو.
۲۹- ځینې خلک دومره بې جراته وي، چې دوه ساعته په سرک ولاړ وي او موټر ته لاس نه شي ورکولی.
۳۰- ځینې خلک دومره کنجوس وي، چې په تیاره کې د موټر اشارې هم نه لګوي، فکر کوي چې تېل وهي.
۳۱- ځینې خلک دومره ضدناک وي، چې میلمستیا ورته وکړې، نو د هضمې ګولۍ ورته خوري.
۳۲- ځینې خلک دومره عصري وي، چې فاتحې ته د تشناب په چپلو کې ځي.
۳۳- ځینې خلک دومره سخت خېرن وي، چې په غېږ ستړې مشې ور سره وکړې، نو مجبور یې چې بیا په ډیټول صابون ځان ترې ومینځې.
۳۴- ځینې خلک په عمر مشران وي خو په فکر کې کشران وي، په حجره کې خپلو ماشومانو ته د خبرو اجاره نه ورکوي او سبا چې لوی هم شي؛ په حجره او جرګه کې نه شي غږیدای.
۳۵- ځینې خلک چې بحث کې پړه شي نو په شکل پورې دې خاندې( ته دې ږیره او شکل وګوره).
۳۶- ځینې خلک به دې ظاهراً دومره وارخطا کړي لکه ( سا مجله) خو په حقیقت کې به خیرخیرت وي.
۳۷- ځينې تلویزوني خبریالان دومره سخت سینګار کوي چې خبرونو او خپرونې ته به دې پام نه وي، بلکې دوی ته به فکر وړی وې.
۳۸- ځینې خلک دومره په اسلام مین وي چې د اختر په ورځ هم روژه نیسي.
۳۹ – ځینې خلک دومره ډارن مین وي چې خپلې معشوقې ته وايي: په پلانۍ مین یم.
۴۰- ځینې خلک بل ته دومره سخت نصیحتونه کوي، چې ټول مثالونه د خپلو بدو عملونو په کې ورکوي، خو دی یې اوس هم کوي.