په كوټه كي د شال پښتو ادبي بهير يوه بله غونډه وسوه

حبيب الرحمن تاثير په كوټه كې 
نن پنجشبه چې د مارچ د مياشتې له څلورمې نېټې سره سمون خوري په كوټه كې د شال پښتو ادبي بهير پرله پسې څلورمه غونډه وسوه، په دې غونډه كې چې بهرام حنيفي د قرآن كريم په مقدسو اياتونو سره پرانيسته او د ښاغلي خليل منور په مشرۍ كې وسوه چې د نظامت چارې يې ډاكټر سايل ترسره كولې په دوو برخو وېشل سوې وه، په لومړۍ برخه كې د حبيب الرحمن تاثير په نظميه غزل (التجاء) باندې كره كتنه وسوه او ملګرو ډېري په زړه پورې خبرې او كره كتنه وكړه او په دويمه برخه كې پښتو ازاده مشاعره وسوه.
په دې غونډه كې چې په لسګونو شاعرانو او ليكوالانو ګډون كړى و، د غونډې په پاى كې د دې غونډې مشر ښاغلي خليل منور په خپلو خبرو كې وويل چې: كره كتنه زموږ په ځوان كهول كې نوى رنګ راوړ ي او مصبته لاره ورښيي او بايد تخليق كار د كره كتنې لپاره غاړه كښېږدي او د نقادانو نقد په ورين تندي واوري.
حبيب الرحمن تاثير د ټولو ملګرو مننه وكړه او وې ويل چې: په كره كتنه كې سړي ته داسې شيان په لاس ورځي چې په خپله ليكوال او شاعر ته په شعر او يا ليكنه كې نه وي معلوم خو نقد كوونكي يې ورته وښيي.
په پاى كې دا وويل سول چې په راتلونكې غونډه كې به محمد صادق ژړك په غاړو باندې ليكچر وركوي او ملګري په د غاړو په حواله باندې پوښتنې هم كوي، دا رنګه دا غونډه له څو ګنټو جريان څخه وروسته پاى ته ورسېده