
یؤه ملګري له مودې ځنډ وروسته په بازار کې ولیدم، غېږه یې رانه تاو کړه، د دندې مبارکي مې ورکړه، له پوښتنې ګیګنې وروسته یې وویل: چې دنیا هم ړنګیږیږي نۀ دې پرېږدم، نن خو به یوه پیاله چای راسره څښې، زما ځای به هم ووینې!
دغه ملګری مې چې د اقتصاد له پوهنځي په لوړه درجه فارغ ؤ، میاشت وړاندې له دوه کلن زؤر او منډو ترړو وروسته په نوې دنده کېناست.
ورسره روان شوم، په لاس کې یې توره خلته وه خو ډکه مالومیده، ترې ومې پوښتل: کور ته روان یې که دفتر ته؟
راغبرګه یې کړه: سړیه! کور ته په دې وخت کې څه غواړم؟ بازار ته راکوز شوم، د غرمنۍ لپاره مې سبزي راواخیسته، ځکه چې په دفتر کې د دیګ خرچه زمونږ په خپله غاړه ده، او بله دا چې د دیګ پخول او غرمنۍ برابرول هم زما پر غاړه دي.
ماوې: څنګه ستا پر غاړه دي؟ د اشپزۍ په بست کې مقرر شوی یې که څنګه؟
موسک شو: نۀ نۀ! بست مې د اشپزي نۀ دی! پیاده مو غټه سمۍ شوي دی، هغې ته نور کارونه ورترغاړې دي، بست ته په کتو چې زما بست ټیټ دی نو باید له بازاره سودا هم رواړم او دیګ هم پوخ کړم خو زما کارونه مدیر کوي.
ما وې: عجیبه ده!؟
په همدې خبرو اترو یې دفتر ته راورسیدو، د دفتر په دړه ورننوتم، څلورو کسان په کې د میزونو تر شا ناست وو، یوه یې دواړه پښې میز ته پورته وې او یوه په بله یې اړولي وي ته وا فشار یې ټیټ دی، څوکۍ کې تکیه ؤ او په موبایل کې یې سترګې منډلي وې.
دویم یې تر مخې ایښي کاغذ ته کتل او بیا به یې د کمپیوټر له لیک دړې( کیبورډ) د زړه په زور په یوه ګوته ټک پورته کړ، پاتې دوو په کاغذونو کې قلمونه وهل.
سلام مې ورکړ، په تتو غږونو یې راعلیک کړ.
له دړې سره تر څنګ ایښيو، یوه څوکۍ کې کېناستم
ملګري مې د سبزۍ خلته بدیا له دړې سره کېښوده زر راننوت، ماته یې د چای پیاله ډکه کړه پر میز یې له ګوړې سره راته کېښوده، بیا له ما، مخامخ چې پر میز یې پښې اچولي وې او مبایل کې یې ګوته کشوله راکشوله هغې ته یو قدم وروړاندې شو، له جېب یې خپړ خلته راویسته ویې ویل: مدیر صاحب! نصوار مې درته راوړل دغه دي!
هغې لاس ورته را اوږد کړ د نصوارو پوړۍ یې ترې کش کړه او ویې ویل: سامان د راوړ؟
ملګري مې ورغبرګه کړه: هو!
مدیر پښه وګروله او ویې ویل: زر یې راپاخه کړه نن سخت وږی یم!
ملګري مې مخ راتاو کړ لږ یې په لوړه وویل: دا زمونږ مدیر صاحب دی، ډېر تکړه او بااستعداده شخص دی په تېر پسرلی کې له دولسم اول نمره فارغ شو، زما سره یې یو ځای ازموینه ورکړه دی څلورم بست ته وربریالی شو، زمونږ مدیر شو، عمر یې درویشت کلن دی خو په اداري چارو کې دومره تکړه دی چې ته وا شل کاله کار یې کړی...
له همدې خبرو سره مدیر خپلې پښې له میز ښکته کړې موبایل یې جېب ته کړ او ځان یې وغزاوۀ، ته وا اوس له خوب راپورته شو، ملګري مې مدیر ته مخ ورتاو کړ، زه یې ورته معریفي کړم، ټنډه یې ورټوله کړه په غروري غږ یې وویل: ډېر ښۀ!
وروسته یې نورو کارکوونکو ته ورمعریفي کړم هغوئ هر یوه په موسکا ویل: ډېر ښۀ...
له معریفۍ وروسته مې ملګري وویل: ته کېنه چای د څښه که پیاله تشیده لنډ غږ کوه چې درته ډکوم یې! زه همدا له دړې سره جوښت دیګ پخوم هیله ده خپه نه شې!
ماوې: زړه مې چاود شه چې له تا خپه کېږم، زه درسره کومک کوم، پیاز میاز به درته واړه کړم!
خو مانع شو، لا یې له دړې سم قدم نه ؤ بهر چې مدیر غږ پرې وکړ: ته یو ځل راشه! هله!
ملګری مې ګړندی ورغی میز ته ورتاو شو او سر یې ورټیټ ککړ، مدیر د خپل کمپیوټر ښېښې ته ګوته ورونیوه په غلي انداز چې زه یې وانورم زما ملګري ته وویل: ته دا نومونه وګوره چې غلطي خو به نه لري، زر کوه چې راپور لېږم!
ملګري مې چې نظر پرې واچاوه نو غلي یې ورته وویل: مدیر صاحب! دا راپور غلطي لري ( غبدالکدر- عبدالقادر کړه، حلکنور هم خالق نور کړه، او دا واکیت هم واقعیت کړه، دا غجل هم عاجل کړه...)
دغه حالت دومره ورډوب کړم چې یو وخت ګورم، ملګري مې د لاسونو مینځلو لوخی راته نیولی او وایي: لاسونه ومینځه چې د ډوډۍ وخت دی!
له دوه شخونده ډوډۍ وروسته چې په څه خواریو مې پر مرۍ تېر کړل په یوه بهانه ترې راووتم.