انتظار

انتظار به دې زه تر اخيره کړمه
جانان ته دا خبره ډيره کړمه
چې کله نه وې ګرانې ته راسره
زه دې غمونه رانه چاپیره کړمه
خیر دې که ستا په خيال کې نه راځمه
خو والله زه دې یاد بې شمیره کړمه
اوته به هم شې ورته حیرانه پاتې
که د زړه داغونه رابرسیره کړمه
همت چې کله هم تنها شوی یمه
ټوله هغه ورځ په ژړا تیره کړمه
هېواد همت
کابل جان ، ګران افغانستان