
د ځوان زوی مړينه بې له شکه يو دروند غم او نه جبرانېدونکې پېښه وي؛خو الحمد الله چې مسلمانان يو او په دې ايمان لرو چې مرګ موږ ته او موږ د مرګ لپاره پيدا يو،که څه هم د خپل ځوان زوی حسيب الله دانش ساپي مړينې ډېر ودردولم خو د خوږو دوستانو ډاډګېرنو په دغه درانه غم کې راسره دومره مرسته کړې چې ښايي د بيانولو لپاره يې الفاظ ونه لرم.
له ټولو هغو ښاغليو او آغليو څخه د زړه له تله مننه کوم چې زما د ځوانیمرګ زوی حسيب الله دانش ساپي د ناروغتيا په دوران کې ماته ډاډ ګېرنه راکړې،د زړه وينې يې راته ډالۍ کړې او ډول ډول مرستې يې راسره کړې او هم له هغو ملګرو چې د ځوانيمرګ په جنازه کې يې ګډون کړی او يا يې د تليفون په ليکه راسره غم شريک کړی ډېره زياته مننه کوم.
الله دې تاسې ټول له داسې درانه غمه وساتي.
اسد الله دانش ساپی