د سولې جرګه


د افغانستان حکومت ظاهراً لېواله دی چې د هېواد اوږده ناورین ته د سولې او د خبرو اترو له لارې یو ډاډمن او پایېدونکی حل پیدا کړي. ولسمشر کرزي په وارو وارو دا ویلي دي چې دی به تل د دولت مخالفینو ته د سولې او ورورۍ لاس وروغزوي. ولسمشر کرزي په یوه لفظي مبالغه کې وویل چې که مخالفین یو ملیون وارې د ده د سولې وړاندیز رد کړي دی به بیا هم هغوی ته د سولې بلنې ورکوي. د یو جنګ ځپلي، دردېدلي او له پښو لوېدلي هېواد له پاره د ولسمشر دغه ډول نه ماتېدونکې ژمنتیا د ښې راتلونکې زېری دی. پوښتنه دلته ده چې له خبرو وراخوا دغه څرګندونې څه پوخ بنسټ هم لري او که نه؟
د لندن کنفرانس ته له تلو وړاندې ولسمشر کرزي د الجزیرې تلویزیون سره په یوه مرکه کې ویلي وو : : «نړۍواله ټولنه، په تېره بیا غرب، باید افغانستان ته او د هغه حکومت ته درناوی وکړي. دوی باید په دې پوه شي چې موږ یو ملت یو، موږ یو هېواد یو، موږ یو تاریخ لرو، موږ ګټې لرو، موږ غرور لرو او موږ درنښت لرو.». دا ډول څرګندونې په افغانانو ښې لګېږي او هغه مهال دا هیله کېده چې ښاغلی کرزی به په لندن کې په خپل دریځ ټینګ و درېږي. خو داسې و نه شول. تر لندن وړاندې د افغانستان حکومت خپلو مخالفینو ته د یو سیاسي طرف په سترګه کتل. پر هماغه مهال د انګلستان چارواکو دا نظریه وړاندې کړه چې مخالفین د پیسو په ورکولو ضعیف کړي. د افغانستان د جنګ کتونکي په دې ښه پوهېږي چې د دولت مخالفین یو لاس نه دي. ټول مخالفین د «طالبانو» په نامه په یوه کتګورۍ کې راوستل د افغانستان د عیني شرایطو د ناسم درک ښکارندویي کوي. دا هم ریښتیا ده چې یو شمېر افغانان د حکومت او ایتلاف د بې ځایه ځورونو او غیر اصولي چلند له امله د مخالفینو له ډلو سره یو ځای شوي دي. د افغانستان د حکومت او نړۍوالې ټلوالې جنګي پروپاګنډه دا هم وایي چې بهرنیان د پیسو په ورکولو ځوانان ځان وژونکو عملیاتو ته هڅوي. دا به یو ډېر کمزوری منطق وي که څوک ووایي چې د څو کلدارو په مقابل کې دې یو زلمی حاضر شي چې چاودېدونکی اسکټ واغوندي. هغه څوک چې خپل ژوند قرباني کوي، په شعوري یا غیر شعوري ډول به ضرور یو ستر هدف ته ژمن وي او دا هدف په پیسو نه شي اندازه کېدلای. خو د افغانستان ولسمشر او غربي چارواکي د خپلو استخباراتي کړیو د دغې عوام غولوونکې پروپاګنډې یوازیني قربانیان شول او په خپله په خپلو درواغو وغولېدل. د دې پر ځای چې په لندن کې د مخالفینو سره د خبرواترو پر عملي لاروچارو غور وشي د «غرور او درنښت» خاوند افغانستان ولسمشر یو ځل بیا د مخالفینو د پېرلو له پاره د دروېزې څادر وغوړاوه.
همدا راز افغان ولسمشر په وارو وارو د سولې د جرګې خبره کړې ده، خو دلته بیا هم خبره د واقعیت او منطق په تله تلل کېدل غواړي. تر هر څه د مخه باید دا خبره روښآنه شي چې د ولسمشر له خوا وړاندې شوې جرګه د قانوني لحاظه څه حیثیت لري؟ ولسمشر په خپلو ځینو ویناوو کې د «عنعنوي لویې جرګې» یادونه کړې ده، د افغانستان په قانوني چوکاټ کې د «عنعنوي لویې جرګې» په نامه څه نه شته، د افغانستان اساسي قانون د ملت د ارادي د عالي مظهر په صفت یوه لویه جرګه پېژنې چې د اساسي قانون په شپږم څپرکي کې ( له ۱۱۰ مې مادې څخه تر ۱۱۵ مې مادې پورې) یې صلاحیتونه ، ترکیب او د کار طرز مشخص شوی دی. عنعنوي لویه جرګه د افغانستان په قانوني چوکاټ کې کوم ځانګړی مفهوم نه لري او ولسمشر هم په دې اړه خپل دریځ نه دی څرګند کړی. تر هر څه لومړی باید ولسمشر او په ټوله کې حکومت دا موضوع روښانه کړي چې دغه لویه جرګه چې دوی یې سولې ته د رسېدو یوه وسیله بولي له قانوني لحاظه څه حیثیت لري. د افغانستان د اساسي قانون له مخې د دغې جرګې پرېکړې د تطبیق وړ نه دي نو که چېرې دا جرګه د سولې د تامین له پاره وړاندیزونه کوي باید پر هغو میکانیزمونو باندې سر له اوسه غور وشي چې دغه وړاندیزونه د تطبیق وړ ګرزوي. د دې جرګې ترکیب هم یوه جالبه موضوع ده چې باید د اساسي قانون له چوکاټه بهر تحقق ومومي. دریمه خبره چې د سولې د جرګې په اړه مطرح کېږي او تر اوسه یې قانوني بنسټ نه دی څرګند، هغه د جرګې د غړو د امنیت او د معافیت تامینول دي.
د افغانستان حکومت د سولې د جرګې خبرې کوي خو په دې اړه یې نه خپل اهداف، نه خپله کړنلاره او نه خپل اتنظارونه له ملت سره نه دي شریک کړي. ولسي جرګه هم د خپل رییس په خوله وایي چې په دې اړه کوم خاص معلومات نه لري. لویه جرګه هم بې خبره ده. ستره محکمه هم په دې اړه د ویلو څه نه لري نو دغه د سولې جرګه څه ده، چېرته، د چا له خوا، د څه له پاره، کله رابلل کېږي.
په ریاضي کې که د مجهولو عناصرو شمېر تر معادلو زیات وي نو هغه معادلې د حل وړ نه وي. په ټولنیزو علومو کې هم دا منل شوې ده چې د معادلو شمېر باید د مجهولو تر شمېرې څو برابره زیات وي. د افغانستان د سولې جرګه داسې یوه پدیده ده چې محهول اړخونه یې تر پېژندل شوو معادلو څو چنده ډېر دي. نه یې ریاضي علوم او نه یې اجتماعي علوم په هکله پرېکړه کولای شي. که چېرې د افغانستان ولسمشر او حکومت غواړي چې د خپلو نا بریالیو کړنو لړۍ نوره هم پسې اوږده نه کړي باید ډېر ژر د هېواد له اغیزمنو موسسو، سیاسي کړیو، مدني ټولنو او د فکر له خاوندانو سره په یوه پراح تفاهم کې د سولې د جرګې پر څرنګوالي او اهدافو کار وکړي، لازم میکانیزمونه ورته جوړ کړي او عملي امکانات یې و سنجوي.
زموږ د هېواد د وروستیو کلونو تاریخ له ډېرو داسې سیاسي تجربو څخه ډک دی چې راتلونکي نسلونه به یې ضرور پوښتنه کوي. د یو بل مخ توري د مخنیوي له پاره باید ولسمشر ډېر ژر اقدام وکړي.